Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Índice de tradução


Tradução dos significados Versículo: (73) Surah: Suratu An-Nahl
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ شَیْـًٔا وَّلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۚ
او دا مشرکان بندګي کوي پرته له الله تعالی نه د بتانو، چې دوی طاقت نه لري چې دوی ته روزي ورکړي د هیڅ شي څخه نه د آسمانونو او نه د ځمکې نه، او نه د دوی څخه دا کیدلی شي چې د دې مالکان دي شي؛ ځکه چې دوی جمادات دي چې نه پکې سا شته او نه علم.
Os Tafssir em língua árabe:
Das notas do versículo nesta página:
• لله تعالى الحكمة البالغة في قسمة الأرزاق بين العباد، إذ جعل منهم الغني والفقير والمتوسط؛ ليتكامل الكون، ويتعايش الناس، ويخدم بعضهم بعضًا.
د الله تعالی ډیر لوی حکمتونه دي د بندګانو تر منځ د رزق په تقسیم کې، ځکه يې د هغوی نه مالداران او غریبان او درمیانه درجې والا خلک جوړکړي؛ د دې لپاره چې دنیا پوره شي، او خلک زندګي وکړي، او بعضې د بعضو نورو خدمت وکړي.

• دَلَّ المثلان في الآيات على ضلالة المشركين وبطلان عبادة الأصنام؛ لأن شأن الإله المعبود أن يكون مالكًا قادرًا على التصرف في الأشياء، وعلى نفع غيره ممن يعبدونه، وعلى الأمر بالخير والعدل.
دا واړه مثالونه چې په آیتونو کې دي دلالت کوي د مشرکینو په ګمراهۍ او د بوتانو د عبادت په بطلان باندې؛ ځکه چې په حقه سره معبود خو داسې وي چې مالک وي او قادر وي په واک او تصرف کولو کې په هر شي باندې او بل لره په فایده ورکولو د هغو څخه چې عبادت یې کوي، او په امر کولو سره په خیر او انصاف سره.

• من نعمه تعالى ومن مظاهر قدرته خلق الناس من بطون أمهاتهم لا علم لهم بشيء، ثم تزويدهم بوسائل المعرفة والعلم، وهي السمع والأبصار والأفئدة، فبها يعلمون ويدركون.
د الله تعالی د نعمتونو او د هغه د قدرت د نښو څخه د خلکو پیدایښت دی د هغوی دمیندو د خیټو نه په داسې حال کې چې په هیڅ باندې هم نه پوهیدل، بیا د هغوی زیاتي کول د پيژندنې او پوهي په وسایلو باندې، چې هغه غوږونه او سترګي او زړونه دي، نو په دوی سره هغوی پوهیږي او شیان پرې معلومولی شي.

 
Tradução dos significados Versículo: (73) Surah: Suratu An-Nahl
Índice de capítulos Número de página
 
Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Índice de tradução

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Fechar