Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Índice de tradução


Tradução dos significados Versículo: (17) Surah: Suratu Sad
اِصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوٗدَ ذَا الْاَیْدِ ۚ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
ای رسوله! په هغه څه صبر چې دا دروغجنونکي یې وایې کوه، څه چې تا نه خوشحالوي، او زمونږ بنده داود رایاد کړه کوم چې دښمنانو سره په توره وهلو کې د ځواک څښتن ؤ او د الله په طاعت کې د حوصلې، بېشکه هغه الله ته په توبه کولو سره زیات ګرځېدونکی و او په هغه څه عمل کونکی و چې (رب) خوشحالوي.
Os Tafssir em língua árabe:
Das notas do versículo nesta página:
• بيان فضائل نبي الله داود وما اختصه الله به من الآيات.
د داود علیه السلام د فضائلو بیانول، او هغه چې الله تعالی په ځینو معجزو غوره کړی.

• الأنبياء - صلوات الله وسلامه عليهم - معصومون من الخطأ فيما يبلغون عن الله تعالى؛ لأن مقصود الرسالة لا يحصل إلا بذلك، ولكن قد يجري منهم بعض مقتضيات الطبيعة بنسيان أو غفلة عن حكم، ولكن الله يتداركهم ويبادرهم بلطفه.
نبیان -صلوات الله علیه وسلم- په هغه څه کې چې د الله له خوا یې رسوي له ټولو خطاګانو پاک دي؛ ځکه د پېغمبرۍ موخه پرته له دې په بل څه نه ترلاسه کېږي، لیکن د انساني طبیعت غوښتنو سره سم پرې کله هېره او غفلت راځي، خو الله تعالی یې بېرته راګرځوي او خپله لورینه پرې کوي.

• استدل بعض العلماء بقوله تعالى: ﴿ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ اْلْخُلَطَآءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ ﴾ على مشروعية الشركة بين اثنين وأكثر.
ځینو علماوو پدې وینا د الله تعالی: (او بېشكه زياتره شريكان يو پر بل زياتى كوي) دلیل نیولی په جواز د شریکوالي د دوو یا زیاتو کسانو تر منځ.

• ينبغي التزام الأدب في الدخول على أهل الفضل والمكانة.
د فضل او لویې مرتبې خاوندانو ته د ورننوتلو پر مهال د آدابو پاملرنه اړینه ده.

 
Tradução dos significados Versículo: (17) Surah: Suratu Sad
Índice de capítulos Número de página
 
Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Índice de tradução

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Fechar