Check out the new design

Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. * - Índice de tradução


Tradução dos significados Surah: Al-Qamar   Versículo:

قمر

Dos propósitos do capítulo:
التذكير بنعمة تيسير القرآن، وما فيه من الآيات والنذر.
د قرآن د آسانه کولو د نعمت یادونه او په هغو کې چې کوم آيتونه او د ویروونکو په اړه - خبرې - دي.

اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ۟
د قيامت راتګ را نېږدې شو او د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې سپوږمۍ وچاوده، چې چاودل يې د هغه صلی الله عليه وسلم له حسي نښانو څخه وه.
Os Tafssir em língua árabe:
وَاِنْ یَّرَوْا اٰیَةً یُّعْرِضُوْا وَیَقُوْلُوْا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ۟
او که مشرکان د هغه صلی الله عليه وسلم پر رېښتينولي کوم دليل او برهان وويني له منلو يې مخ اړوي، او وايي: موږ چې له حجتونو او برهانونو څه ليدلي هغه باطلې کوډې دي.
Os Tafssir em língua árabe:
وَكَذَّبُوْا وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ وَكُلُّ اَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ۟
او کوم حق چې ورته راغلی و هغه يې درواغ وګڼلو، او په درواغ ګڼلو کې يې د خپلو هوسونو پيروي وکړه، او هر کار که خير وي او که شر د قيامت په ورځ به يې په وړ تن را پرېوتونکی وي.
Os Tafssir em língua árabe:
وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنَ الْاَنْۢبَآءِ مَا فِیْهِ مُزْدَجَرٌ ۟ۙ
او پرته له شکه هغوی ته د هغو امتونو خبرونه راغلل چې الله هغوی د خپل کفر او ظلم له امله يې تباه کړل چې هغه د کفر او ظلم څخه د راګرځولو لپاره بسنه کوله.
Os Tafssir em língua árabe:
حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ ۟ۙ
او هغه څه ورته راغلل بشپړ حکمت و ترڅو پرهغوی حجت قايم شي، وېروونکي هغه قوم ته کومه ګټه نه رسوي چې پر الله او د آخرت په ورځ باور نه لري.
Os Tafssir em língua árabe:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ— یَوْمَ یَدْعُ الدَّاعِ اِلٰی شَیْءٍ نُّكُرٍ ۟ۙ
ای رسوله! کله چې هغوی په سمه لار نه ځي، نو د هغې ورځې د انتظار کوونکي په توګه يې پرې ږده او مخ ترې واړوه په کومه ورځ چې په شپېلۍ کې پوکی کوونکې پرېښته د داسې وېروونکي امر خواته را بلل کيږي چې مخلوقاتو له دې مخکې د هغه غوندې څه نه وي پېژندلي.
Os Tafssir em língua árabe:
Das notas do versículo nesta página:
• عدم التأثر بالقرآن نذير شؤم.
له قرآن څخه نه اغېزمن کېدل د وېروونکي بد فالي ده.

• خطر اتباع الهوى على النفس في الدنيا والآخرة.
پر نفس د هوس د پيروي خطر په دنيا او آخرت کې.

• عدم الاتعاظ بهلاك الأمم صفة من صفات الكفار.
د نورو امتونو له تباهۍ پند نه اخېستل د کافرانو له صفتونو يو صفت دی.

 
Tradução dos significados Surah: Al-Qamar
Índice de capítulos Número de página
 
Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão. - Índice de tradução

emitido pelo Centro de Tafssir para Estudos do Alcorão

Fechar