Check out the new design

Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz * - Índice de tradução


Tradução dos significados Surah: Al-Maidah   Versículo:

مائده

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَوْفُوْا بِالْعُقُوْدِ ؕ۬— اُحِلَّتْ لَكُمْ بَهِیْمَةُ الْاَنْعَامِ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ غَیْرَ مُحِلِّی الصَّیْدِ وَاَنْتُمْ حُرُمٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَحْكُمُ مَا یُرِیْدُ ۟
ای مؤمنانو! تړونونه مو پوره کړئ، تاسې ته پرته له هغو چې درته به وویل شي نور ټول څاروي حلال دي خو د احرام په حال کې ښکار ځان ته حلال مه ګڼئ بې شکه چې الله پاک څه غواړي همغسې حکم کوي.
Os Tafssir em língua árabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُحِلُّوْا شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْیَ وَلَا الْقَلَآىِٕدَ وَلَاۤ آٰمِّیْنَ الْبَیْتَ الْحَرَامَ یَبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنْ رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا ؕ— وَاِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوْا ؕ— وَلَا یَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ اَنْ صَدُّوْكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اَنْ تَعْتَدُوْا ۘ— وَتَعَاوَنُوْا عَلَی الْبِرِّ وَالتَّقْوٰی ۪— وَلَا تَعَاوَنُوْا عَلَی الْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
ای مؤمنانو! د الله د نښو بې پروايې مه کوئ او نه د قدرمنې میاشتې، نه د هغې هدیي چې د حج لپاره لیږل کیږي او نه د هغې چې په غاړه کې ورته نښه اچول شوي وي او نه د هغو خلکو چې د خپل رب د لورینې او خوښې تر لاسه کولو لپاره یي قدرمنې خونې ته هاند کړی وي او کله چې له احرام څخه فارغ شوئ که زړه مو غوښتل نو ښکار وکړئ او باید د قوم هغه دښمني مو چې تاسې یې له مسجد حرام څخه منع کړي وئ تیري ونه هڅوي یو له بل سره په نیکۍ او تقوی کې لاس وکړئ په ګناه او تیرې کې یو بل ته لاس مه ورکوئ له الله څخه و ډار شئ بې شکه چې د الله عذاب خورا ډير سخت دی.
Os Tafssir em língua árabe:
 
Tradução dos significados Surah: Al-Maidah
Índice de capítulos Número de página
 
Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz - Índice de tradução

Tradução por Moulavi Janbaz Sarfaraz

Fechar