Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Yusuf   Umurongo:
فَلَمَّا ذَهَبُوْا بِهٖ وَاَجْمَعُوْۤا اَنْ یَّجْعَلُوْهُ فِیْ غَیٰبَتِ الْجُبِّ ۚ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِاَمْرِهِمْ هٰذَا وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
نو يعقوب عليه السلام هغه ورسره ولېږی، کله چې يې لرې بوتی او د څاه تل ته د غورځولو هوډ يې وکړ، موږ په دغه حال کې يوسف ته وحي وکړه: هرومرو به هغوی په دغه کړنه يې خبر کړې حال داچې ستا د خبر ورکولو په حال کې به هغوی په تا نه پوهيږي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَجَآءُوْۤ اَبَاهُمْ عِشَآءً یَّبْكُوْنَ ۟ؕ
د يوسف عليه السلام وروڼه خپل پلار ته د ماخوستن په وخت کې راغلل، د خپلې دوکې د رواجولو په موخه يې ژړل.
Ibisobanuro by'icyarabu:
قَالُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا یُوْسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَاَكَلَهُ الذِّئْبُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صٰدِقِیْنَ ۟
هغوی وويل: ای پلاره! موږ ولاړو په منډه وهلو کې مو سيالي کوله او غشي مو وېشتل، يوسف مو له خپلو جامو او توښو سره پرېښود ترڅو يې وساتي؛ نو لېوه وخوړ، ته موږ لره تصديق کوونکی نه يې که څه هم موږ په حقيقت کې د هغه څه په اړه رېښتيني وو چې پرې خبر مو کړې.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَجَآءُوْ عَلٰی قَمِیْصِهٖ بِدَمٍ كَذِبٍ ؕ— قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا ؕ— فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ ؕ— وَاللّٰهُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ ۟
خپل خبر يې په دوکه پياوړی کړ، چې د يوسف کميس يې د هغه له وينو پرته په نورو وينو لړلی راوړ، داسې وهم اچوونکي وو چې دا د لېوه لخوا د هغه د خوړلو پاتې شوني دي؛ نو يعقوب عليه السلام د هغوی پر درواغو پوه شو په دغه نښه چې کميس ندی څيرل شوی، هغوی ته يې وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې خبر راکړ، بلکې تاسو لره مو نفسونو هغه بده چاره ښايسته کړې ده چې تر سره کړې مو ده؛ نو زما کار داسې صبر کول دي چې وير پکښې نه وي او له الله څخه مرسته غوښتل دي د يوسف د هغې معاملې په اړه چې تاسو يې بیانوئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَجَآءَتْ سَیَّارَةٌ فَاَرْسَلُوْا وَارِدَهُمْ فَاَدْلٰی دَلْوَهٗ ؕ— قَالَ یٰبُشْرٰی هٰذَا غُلٰمٌ ؕ— وَاَسَرُّوْهُ بِضَاعَةً ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟
تېرېدونکې قافله راغله، هغه څوک يې ولېږئ چې هغوی لره اوبه لټوي، هغه خپله سلواغه په څاه کې خوشې کړه، يوسف په رسۍ پورې نېښتی و، کله چې رسۍ خوشي کوونکي وليدی له خوشحالۍ نه يې وويل: ای زما زېری دا هلک دی، اوبو راوړونکي او ځينو ملګرو يې هغه له نورې قافلې څخه په دې ګومان پټ کړ چې هغه يو سوداګريز توکی دی چې سوداګري به پرې وکړي، الله په هغه څه ښه پوه دی چې هغوی د يوسف کوم بدلول او پلورل کوي، د هغوی له کړنې هيڅ هم ترې پټ ندي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُوْدَةٍ ۚ— وَكَانُوْا فِیْهِ مِنَ الزَّاهِدِیْنَ ۟۠
اوبه راوړونکي او ملګرو يې هغه په مصر ښار کې په لږو پيسو وپلوره، د هغو درهمونو شمېر د لږوالي له امله آسانه و، هغوی په تېزۍ ور څخه د خلاصون له امله له پيسو بې پروا و، هغوی يې له حاله پوه شول چې هغه مرېيی ندی او د هغه له کورنۍ څخه پر ځانونو وډار شول، دا پر هغه د الله د لورېينې له بشپړېدو څخه دي چې له هغوی سره زيات پاتې نشي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَقَالَ الَّذِی اشْتَرٰىهُ مِنْ مِّصْرَ لِامْرَاَتِهٖۤ اَكْرِمِیْ مَثْوٰىهُ عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا ؕ— وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ ؗ— وَلِنُعَلِّمَهٗ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ ؕ— وَاللّٰهُ غَالِبٌ عَلٰۤی اَمْرِهٖ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
اوکوم سړي چې هغه په مصر کې واخيست خپلې مېرمنې ته وويل: ښه ورسره وکړه او زموږ سره په اوسېدو کې يې درناوی وکړه، کېدای شي په هستوګنه کې موږ ته د هغه څه په اړه ګټه ورسوي چې ورته اړ يو او يايې په زوی نيولو سره زوی وګرځوو، لکه څنګه چې مو يوسف له وژلو وژغوری، له څاه مو را واېست، پر هغه مو د (مصر) د عزيز زړه نرم کړ، هغه ته مو په مصر کې ځای ورکړ، تر څو هغه ته يې د خوب تعبير وروښايو، الله په خپله پرېکړه برلاسی دی، پرېکړه يې ترسره کېدونکې ده، هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته، خو ډېری خلک چې کافران دي پر دې نه پوهيږي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗۤ اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
کله چې يوسف د بدن د سختوالي عمر ته ورسېده هغه ته مو فهم او پوهه ورکړل، د دغې بدلې غوندې چې هغه ته مو ورکړه موږ نېکانو ته د هغوی الله ته د عبادت بدله ورکوو.
Ibisobanuro by'icyarabu:
Inyungu dukura muri ayat kuri Uru rupapuro:
• بيان خطورة الحسد الذي جرّ إخوة يوسف إلى الكيد به والمؤامرة على قتله.
د هغې کينې خطر بيانول چې د يوسف وروڼه يې له هغه سره دوکې او د هغه د وژلو مشورې ته را کش کړل.

• مشروعية العمل بالقرينة في الأحكام.
په احکامو کې پر قرينه ( نښانه) د عمل کولو رواوالی.

• من تدبير الله ليوسف عليه السلام ولطفه به أن قذف في قلب عزيز مصر معاني الأبوة بعد أن حجب الشيطان عن إخوته معاني الأخوة.
د يوسف عليه السلام لپاره د الله تدبير او پر هغه مهرباني دا وه چې د مصر د عزيز په زړه کې يې د پلارتوب معنی ورواچوله وروسته له دې چې شيطان د هغه پر وروڼو د ورورګلوۍ معنی پټه کړه.

 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Yusuf
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. - Ishakiro ry'ibisobanuro

Byasohowe n'ikigo Tafsir of Quranic Studies.

Gufunga