Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Hajj   Umurongo:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّهٗ یُحْیِ الْمَوْتٰی وَاَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۙ
دا کوم بیان چې مونږ تاسې ته وکړ -ستاسې د پیداېښت شروع کېدل او د هغه پۍ درپۍ احوال دي، او احوال د هغه چا چې ستاسې نه پیداکېږی- دا د دې لپاره چې تاسې یقین وکړئ چې بېشکه هغه الله تعالی چې تاسې یې پیداکړي یاست هغه حق ذات دی چې هیڅ شک پکې نشته، په خلاف د هغو بوتانو چې تاسې یې بندګي کوئ، او د دې لپاره چې تاسې ایمان او یقین ولرئ چې بېشکه الله تعالی مړي ژوندي کوي، او بېشکه هغه په هر څه باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی یې نشي عاجز کولی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَّاَنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟
او د دې لپاره چې تاسې ایمان او یقېن ولرئ چې بېشکه قیامت خامخا راتلونکی دی د هغه په راتګ کې هیڅ شک نشته، او بېشکه الله تعالی راژوندي کوي مړي د خپلو قبرونو نه د دې لپاره چې د هغوی په عملونو بدلې ورکړي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟ۙ
او ځېني له کافرانو څخه هغه دي چې جکړه کوي د الله تعالی دتوحېد باره کې، پرته له څه داسې پوهې نه چې دوی پرې حق ته ورسېږي، او پغیر د تابعدارۍ د یو لارښود نه چې دوی ته دا توحېد وروښايي، او نه کتاب رڼا کوونکی چې دوی ته د الله تعالی له طرفه راغلی وي نو دوی هغه ته ورسوي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
ثَانِیَ عِطْفِهٖ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَهٗ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّنُذِیْقُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟
اړوونکي وي خپل څټ لره د لويۍ د وجې د دې لپاره چې خلک واړوي د ایمان نه او د ننوتلو نه د الله تعالی په دین کې، نو دا چې د چا صفت وي د هغه لپاره ذلالت دی په دنیا کې د هغې سزا له وجې چې دې ته به رسېږي، او وبه څکوو مونږ دې ته په اخرت کې عذاب د اور؛ سوځوونکی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ یَدٰكَ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠
او وېلی کیږي به دې ته: دا عذاب چې تا وڅکه د هغه کفر او ګناه په وجه دی چې تا کړي، او الله تعالی خپل هیڅ یو بنده ته سزا نه ورکوي مګر په ګناه سره.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّعْبُدُ اللّٰهَ عَلٰی حَرْفٍ ۚ— فَاِنْ اَصَابَهٗ خَیْرُ ١طْمَاَنَّ بِهٖ ۚ— وَاِنْ اَصَابَتْهُ فِتْنَةُ ١نْقَلَبَ عَلٰی وَجْهِهٖ ۫ۚ— خَسِرَ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟
او ځېني له خلکو هغه دي چې ګډوډ وي په شک باندې د الله تعالی بندګي کوي، نو که ورسېږي دوی ته څه خیر د صحت او مالدارۍ نه نو په خپل اېمان او بندګۍ پاتي شي، او که ورسېږي دوی ته څه ازمېښت په مرض او یا ولږې سره نو په خپل دین باندې بد فالي نېسي نو د هغه نه بېرته وګرځي، تاواني شوه دنیا د ده، نو نه زیاتوي ده لره کفر د دې څه نصېب او برخه د دنیا نه کوم چې دې لره په تقدير کې نه وي لېکل شوي، او اخرت یې هم تاواني کړ د هغه عذاب په وجه چې دا به ورسره مخامخ کېږي، بېشکه دا دی تاوان ښکاره.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهٗ وَمَا لَا یَنْفَعُهٗ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟ۚ
بندګي کوي پغېر د الله تعالی نه د داسې بوتانو چې که څوک یې نافرماني وکړي ضرر ورته نشي رسولی، او که تابعداري یې وکړي فاېده ورته نشي رسولی، دا رابلل او بندګي کول د داسې بوتانو چې نه چا ته ضرر رسولی شي او نه چا ته فاېده رسولی شي همدا ګمراهي ده ډېره لرې د حق نه.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یَدْعُوْا لَمَنْ ضَرُّهٗۤ اَقْرَبُ مِنْ نَّفْعِهٖ ؕ— لَبِئْسَ الْمَوْلٰی وَلَبِئْسَ الْعَشِیْرُ ۟
رابلي دا کافر کوم چې د بوتانو بندګي کوي هغه څوک چې واقعي ضرر د هغه ډیر نږدی دی د هغه د ورکې فاېدې نه، یقېنا ډیر بد دی هغه معبود چې ضرر یې د فاېدې نه ډیر نږدې دی، ډیر بد دی دا مددګار د هغه چا چې مدد ترې غواړي، او ډیر بد ملګری دی د هغه چا چې ملګرتیا ورسره کوي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟
بېشکه ننباسي الله تعالی هغه کسان چې په هغه یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي جنتونو ته چې بهېږي به لاندې د ماڼېو د هغه ویالې، بېشکه الله تعالی کوي هغه څه چې غواړي؛ رحم کوي په چا چې رحم کول وغواړي د خپل رحمت نه، او سزا ورکوي چا ته چې سزا ورکول وغواړي، هیڅوک په هغه باندې زور اچوونکي نشته.
Ibisobanuro by'icyarabu:
مَنْ كَانَ یَظُنُّ اَنْ لَّنْ یَّنْصُرَهُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ فَلْیَمْدُدْ بِسَبَبٍ اِلَی السَّمَآءِ ثُمَّ لْیَقْطَعْ فَلْیَنْظُرْ هَلْ یُذْهِبَنَّ كَیْدُهٗ مَا یَغِیْظُ ۟
هر هغه څوک چې ګومان کوي چې یقېنا الله تعالی به د خپل پېغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- مدد ونه کړي په دنیا او اخرت کې نو بس دا دې د خپل کور چت ته یوه رسۍ اوږده کړي، بیا دې پرې ځان زندۍ (غرغره) کړي چې د د نیا د ځمکې نه ختم شي، بیا دې وګوري چې ایا دا کار بوځي د دې هغه غوصه چې په دې کې وه، نو خامخا الله تعالی د خپل پېغمبر مدد کوونکی دی، که دا عنادي حسدګر وغواړي او که ویې نه غواړي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
Inyungu dukura muri ayat kuri Uru rupapuro:
• أسباب الهداية إما علم يوصل به إلى الحق، أو هادٍ يدلهم إليه، أو كتاب يوثق به يهديهم إليه.
د هدایت اسباب یا خو داسې علم دی چې د دې په وجه حق ته ورسېږي، او یا یو ښودونکی وي چې حق ورته وښایي، او یا یو کتاب چې دی پرې اعتماد وکړي او هدایت ته یې ورسوي.

• الكبر خُلُق يمنع من التوفيق للحق.
تکبر او لویي داسې یو صفت دی چې حق ته د رسېدلو نه انسان بندوي.

• من عدل الله أنه لا يعاقب إلا على ذنب.
د الله تعالی د عدل او انصاف څخه دا دي چې هغه سزا نه ورکوي مګر په ګناه باندې.

• الله ناصرٌ نبيَّه ودينه ولو كره الكافرون.
الله تعالی د خپل پېغمبر او خپل دین مدد کوونکی دی اګر که کافران دا کار بدګڼي.

 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Hajj
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. - Ishakiro ry'ibisobanuro

Byasohowe n'ikigo Tafsir of Quranic Studies.

Gufunga