Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu.

external-link copy
45 : 39

وَاِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

او کله چې يوازې الله ياد شي، د هغو مشرکانو زړونه کرکه کوي چې پر آخرت او پر هغه څه باور نه لري چې په آخرت کې کوم بېرته راپاڅېدل، حساب او بدله ده، او کله چې هغه بوتان ياد شي چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، نو يودم هغوی خوښ او خوشحاله شي. info
التفاسير:
Inyungu dukura muri ayat kuri Uru rupapuro:
• النوم والاستيقاظ درسان يوميان للتعريف بالموت والبعث.
خوب او بيدارېدل، د مرګ او بيا ژوندي کېدو د پېژندګلوۍ لپاره دوه ورځني درسونه دي. info

• إذا ذُكِر الله وحده عند الكفار أصابهم ضيق وهمّ؛ لأنهم يتذكرون ما أمر به وما نهى عنه وهم معرضون عن هذا كله.
کله چې د کافرانو په وړاندې يوازې الله ياد شي، نو تنګي او غم ورسيږي، ځکه هغوی ته هغه څه ورپه ياد شي چې امر پرې شوی او هغه څه چې ترې منع کړل شوي او هغوی له دغو ټولو مخ اړوونکي دي. info

• يتمنى الكافر يوم القيامة افتداء نفسه بكل ما يملك مع بخله به في الدنيا، ولن يُقْبل منه.
د قيامت په ورځ به کافر تمنا (هيله) کوي چې د ځان ژغورنې په موخه هرهغه څه چې لري يې سره له دې چې په دنيا کې يې بخيلي پرې کوله ولګوي او هيڅکله به ترې ونه منل شي. info