Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Alqamar   Umurongo:
وَنَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌ بَیْنَهُمْ ۚ— كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ۟
او هغوی ته خبر ورکړه چې د څاه اوبه يې د هغوی او اوښې ترمنځ وېشل شوې دي، يوه ورځ هغې لره او يوه ورځ هغوی لره، په هر برخه کې به يوازې د هغې ورځې اړوند څښتن يې حاضريږي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ ۟
نو خپل ملګري ته يې ور چېغې کړ ترڅو اوښه ووژني، هغه توره واخېسته او ويې وژله د خپل قوم د امر منلو لپاره.
Ibisobanuro by'icyarabu:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او هغوی لره زما وېرول د هغوی په عذابولو سره څنګه و؟!
Ibisobanuro by'icyarabu:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ ۟
پرته له شکه پر هغوی مو يوه چېغه ور ولېږه چې هغوی مو تباه کړل، نو هغوی لکه د وچې ونې غوندې وو چې له هغې څخه د پسونو لپاره شپول جوړول کيږي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او پرته له شکه قرآن مو د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی دی، نو آيا په هغو کې په شته پندونو او نصيحتونو پند اخېستونکی شته؟!
Ibisobanuro by'icyarabu:
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ ۟
د لوط قوم په هغه څه کې خپل رسول لوط عليه السلام درواغجن وګڼلو چې هغوی يې پرې وېرول.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍ ۟ۙ
پرته له شکه موږ پر هغوی داسې باد ورولېږلو چې په ډبرو يې وېشتل، مګر پرته د لوط عليه السلام له کورنۍ، چې هغوی ته عذاب ونه رسېدی، بېشکه هغوی مو ترې وژغورل، ځکه هغوی د عذاب له راتلو مخکې د شپې په وروستۍ برخه کې يووړل شول.
Ibisobanuro by'icyarabu:
نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ ۟
هغوی مو له عذابه وژغورل دا زموږ له خوا پر هغوی يوه لورېينه وه، دغه غوندې بدله چې لوط عليه السلام ته مو ورکړه موږ يې هغه چاته ورکوو چې د الله شکر وباسي د هغه پر نعمتونو.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ۟
او پرته له شکه لوط هغوی زموږ له عذابه وېرولي و خو هغوی ورسره شخړه وکړه او هغه يې درواغجن وګڼلو.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
او له لوط څخه يې قوم غوښتنه وکړه چې د هغوی او پرېښتو مېلمنو ترمنځ لاره خوشي کړي د ناروا کړنې د ترسره کولو په موخه، نو موږ د هغوی سترګې ور پټې کړې، چې هغوی يې نه ليدل، او ورته ومو وويل: زما عذاب او تاسو لره زما د وېرولو پايله وڅکئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ۟ۚ
او پرته له شکه هغوی ته په سهار وختي کې داسې عذاب راغی چې له هغوی سره پرله پسې و تردې چې آخرت ته يې ورسوي، چې بيا د آخرت عذاب ورته راشي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
او هغوی ته به وويل شي: زما هغه عذاب چې پرتاسو مو نازل کړی و، او د لوط د وېرولو پايله وڅکئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠
او پرته له شکه مو قرآن د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی، نو آيا په هغه کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ۟ۚ
او پرته له شکه فرعونيانو ته د موسی او هارون عليهما السلام په ژبه زموږ وېرونه ورغلې وه.
Ibisobanuro by'icyarabu:
كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ ۟
هغوی هغه دليلونه او حجتونه چې زموږ له لوري ورغلي وو درواغ وګڼل، نو هغوی ته مو د درواغ ګنلو له امله يې سزا ورکړه، د داسې برلاسي سزا چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلی او داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه شي بې وسې کېدلی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِ ۟ۚ
ای د مکې خلکو! آيا ستاسو کافران له دغو يادو شويو کافرانو غوره دي: چې هغه د نوح قوم، عاديان، ثموديان، د لوط قوم، فرعون او د هغه قوم دی؟! او يا تاسو لره د الله له عذابه خلاصون دی چې په آسماني کتابونو کې راغلی دی؟!
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ ۟
بلکې آيا دغه د مکې له خلکو کافران وايي: موږ له ټولو هغو خلکو غچ اخېستونکي يو چې موږ ته ضرر رسول غواړي، او زموږ د ډلې بېلول غواړي؟!
Ibisobanuro by'icyarabu:
سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَیُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۟
او ژر به دغه د کافرانو ټولی ماتې وخوري او د مؤمنانو پر وړاندې به شاوې واړوي، او دغه څه د بدر په ورځ پېښ شول.
Ibisobanuro by'icyarabu:
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ اَدْهٰی وَاَمَرُّ ۟
بلکې قيامت چې هغوی يې درواغ ګڼي د راتلو وخت يې هغه دی چې هغوی به پکې په عذابيږي، او قيامت ډېر لوی او سخت دی تر هغه څه چې له کوم عذاب سره هغوی په دنيا کې د بدر په ورځ مخ شوي دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟ۘ
پرته له شکه د کفر او ګناهونو له امله ګناهکاران له حقه په لارورکۍ، عذاب او سختۍ کې دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ؕ— ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ ۟
په کومه ورځ چې پړمخ په اور کې کشول کيږي او هغوی ته به د ګواښ په ډول ويل کيږي: د اور سزا وڅکئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ ۟
پرته له شکه موږ په کائناتو کې هرڅه زموږ له لوري په پخوانۍ ټاکلې اندازه او زموږ له پوهې او خوښې سره سم پيداکړي دي، او هغه مو په لوح محفوظ کې ليکلي دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
Inyungu dukura muri ayat kuri Uru rupapuro:
• شمول العذاب للمباشر للجريمة والمُتَمالئ معه عليها.
عام عذاب هغه چا ته چې په ګناه کې اخته دی او هغه چاته چې څوک ورسره پکې یو نوعه شریک دی.

• شُكْر الله على نعمه سبب السلامة من العذاب.
د الله پر نعمتونو شکر اېستل له عذابه د خونديتوب لامل کيږي.

• إخبار القرآن بهزيمة المشركين يوم بدر قبل وقوعها من الإخبار بالغيب الدال على صدق القرآن.
د بدر غزا له پېښېدو مخکې د مشرکانو پر ماتې د قرآن خبر ورکول د هغه غيب له خبرونو څخه دي چې د قرآن پر رېښتينولي دلالت کوي.

• وجوب الإيمان بالقدر.
پر قدر د ايمان راوړلو واجبوالی.

 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Alqamar
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu. - Ishakiro ry'ibisobanuro

Byasohowe n'ikigo Tafsir of Quranic Studies.

Gufunga