Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Attwur   Umurongo:
اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ
ایا عقلونه یې په همدې ورته حکم کوي؟او که هغوی سرغړوونکي دي؟
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ ۚ— بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ
ایا هغوی وایي چې محمد قران له ځانه ویلی دی؟نه بلکې هغوی ایمان راوړونکی نه دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟ؕ
د قرآن په شان یوه خبره خو دې جوړه کړي که رښتیني وي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَ ۟ؕ
ایا پخپل سره خپل په خپله پیدا شوي دي او که په خپله پیدا کوونکی دي؟
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
ایا اسمانونه او ځمکه هغوی پیدا کړي دي؟نه بلکي باور کوونکي نه دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَ ۟ؕ
ایا ستا د رب خزانې ورکړای شوي دي؟او که هغوی یې په زوره واکداران شوي دي؟
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ
ایا داسې زینې لري چې پرې ختلي او پاس خبرې یې اوریدلي وي؟نو د هغوی اوریدونکي دې خپل ښکاره دلیل وړاندې کړي؟
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَلَكُمُ الْبَنُوْنَ ۟ؕ
ایا د الله لورګانې دي او ستاسې ځامن؟
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ؕ
ایا ته ترې په دې بلنه ومزدوری غواړې؟چې تاوان ورکول په هغو دروند شوی دی؟
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟ؕ
ایا څه پټ شیان ورته معلوم دي چې بیا یي لیکي؟
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا ؕ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَ ۟ؕ
ایا د مکر او چل هڅه کوي؟هغه کسان چې کافران شوې په خپلو چلونو کې نښتي دي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
ایا له الله نه پرته خدای هم لري؟الله له هغه څه نه پاک دی چې هغوی یې ورسره شریکوي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَاِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ ۟
او که چیرې د اسمان له لورې کومه راپریوتونکې ټوټه وګوري نو وایې به چې دا خو ګڼه وریځ ده.
Ibisobanuro by'icyarabu:
فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَ ۟ۙ
او ای پیغمبره!پریږیې ده تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي چې هغوی به پکي هلاکولای شي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ
هغه ورځ چې چلونه به یې هیڅ شی ترې نشي په څنګ کولای.او نه به له هغوی سره کومک کولای شي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او بې له شکه چې ظالمانو ته له لوی عذاب نه پرته نور[۵]عذابونه هم شته خو ډیر خلک یې نه پوهیږي.
[۵] له مرض،لوږه،طوفان،زلزله او نور.(فتح القدیر).
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ
ای پيغمبره!د خپل رب تر حکمه صبر وکړه بې شکه چې ته زمونږ د سترګو په وړاندې یې.او چې پورته کیږي نو د خپل رب تسبیح او حمد وایه.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاِدْبَارَ النُّجُوْمِ ۟۠
او هم یې د شپي په اوږدو کې تسبیح وایه او هم د ستورو له پریوتلو وروسته.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Attwur
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. - Ishakiro ry'ibisobanuro

Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto byasobanuwe na Mololwi Janbaz Sarfaraz.

Gufunga