ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

external-link copy
19 : 46

وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ۚ— وَلِیُوَفِّیَهُمْ اَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او دواړو د جنتيانو او دوزخيانو ډلو لره به د هغوی د کړنو سره سمې مرتبې وي، نو د جنتیانو مرتبې به لوړې درجې وي او د دوزخيانو مرتبې به ښکته درجې وي، ترڅو الله هغوی ته د هغوی د کړنو بشپړه بدله ورکړي او د قيامت په ورځ به د هغوی له نېکيو څخه په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو پر هغوی ظلم نه کيږي. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• بيان مكانة بِرِّ الوالدين في الإسلام، بخاصة في حق الأم، والتحذير من العقوق.
په اسلام کې د مور او پلار سره د نېکۍ د مرتبې بيان، په ځانګړي ډول د مور په حق کې او د هغوی له سرغړونې څخه د وېرولو بيان. info

• بيان خطر التوسع في ملاذّ الدنيا؛ لأنها تشغل عن الآخرة.
د دنيا په مزو کې د پراخۍ د خطر بيان، ځکه هغه له آخرت څخه څوک مشغولوي. info

• بيان الوعيد الشديد لأصحاب الكبر والفسوق.
د لويي کوونکو او فسق د خاوندانو لپاره د سختې ګوتڅنډنې بيان. info