Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Ajeti: (22) Surja: El Kehf
سَیَقُوْلُوْنَ ثَلٰثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَیْبِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ سَبْعَةٌ وَّثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَّا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا قَلِیْلٌ ۫۬— فَلَا تُمَارِ فِیْهِمْ اِلَّا مِرَآءً ظَاهِرًا ۪— وَّلَا تَسْتَفْتِ فِیْهِمْ مِّنْهُمْ اَحَدًا ۟۠
زر دی چې وایي به بعضې د هغو خلکو نه چې بحث کوي د دوی په قصه کې د شمېر د دوی نه: چې دوی درې کسان دي او څلورم یې سپی دی، او بعضې به وایي چې دوی پنځه کسان دي شپږم د دوی سپی دی، او دې دواړو ډلو چې دا خبره کړې نو دا یې د خپل ګومان مطابق کړې پغیر د دلیل نه، او بعضې وایي: دوی اوه کسان دي او اتم یې سپی دی، ووایه -ای پیغبمره-: یقینا رب زما ښه پوهه دی په شمېر د دوی، نه پوهیږي د دوی په شمېر مګر لږ خلک هغوی چې الله تعالی ورته د دوی شمېر ورښودلی، نو ته بحث مه کوه د دوی په شمېر کې او نه په نورو احوالو د دوی کې د اهل کتابو او نه د نورو خلکو سره مګر بحث ښکاره چې ژوروالی پکې نه وي، داسې چې یوازې په هغو معلوماتو بسنه وکړې کوم چې د هغو باره کې په تا باندې وحې راغلې ده، او ته پوښتنه مه کوه د هیچا نه د هغوی تفصیلې حالاتو باره کې، ځکه چې دوی په دې باندې نه پوهیږي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• اتخاذ المساجد على القبور، والصلاة فيها، والبناء عليها؛ غير جائز في شرعنا.
په قبرونو باندې جوماتونه جوړول، او په هغو کې لمونځونه کول، او په هغوی باندې ابادي جوړول؛ زمونږ په دین کې جایز نه دي.

• في القصة إقامة الحجة على قدرة الله على الحشر وبعث الأجساد من القبور والحساب.
په دې قصه کې د حجت قایمول دي په قدرت د الله تعالی باندې په حشر (راجمع کول د خلکو قیامت ته) او په راژوندي کولو د جسدونو د قبرونو نه او په حساب کتاب باندې.

• دلَّت الآيات على أن المراء والجدال المحمود هو الجدال بالتي هي أحسن.
آیتونه په دې دلالت کوي چې یقینا جګړه او ستایلی شوی بحث هغه بحث دی چې هغه په ډیرې ښایسته طریقې سره وي.

• السُّنَّة والأدب الشرعيان يقتضيان تعليق الأمور المستقبلية بمشيئة الله تعالى.
سنت او شرعي ادب تقاضا کوي د تړلو د راتلونکو کارونو د الله تعالی په مشیئت او ارادې پورې.

 
Përkthimi i kuptimeve Ajeti: (22) Surja: El Kehf
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto - Përmbajtja e përkthimeve

Botuar nga Qendra e Tefsirit për Studime Kuranore.

Mbyll