Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: En Nisa   Ajeti:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ حَدِیْثًا ۟۠
الله هغه ذات دی چې پرته له هغه بل معبود نشته او تاسې به د قیامت ورځې ته چې بې له شکه راتلونکې ده خامخا را ټول کړي او څوک دی له الله څخه په خبرو کې ډیر ریښتینی؟.
Tefsiret në gjuhën arabe:
فَمَا لَكُمْ فِی الْمُنٰفِقِیْنَ فِئَتَیْنِ وَاللّٰهُ اَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوْا ؕ— اَتُرِیْدُوْنَ اَنْ تَهْدُوْا مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ سَبِیْلًا ۟
ای مؤمنانو! تاسې ولې د منافقانو په هکله دوه ډلې شوئ؟ په داسې حال کې چې الله پاک هغوی د خپلو کړنو له کبله بیرته کفر ته ګرځولي، ایا تاسې هڅه کوئ چې هغه چا ته لار وښايې چې الله پاک بې لارې کړی دی او چې الله پاک څوک بې لارې کړ نو ته هیڅکله ورته لار نشي میندلی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَدُّوْا لَوْ تَكْفُرُوْنَ كَمَا كَفَرُوْا فَتَكُوْنُوْنَ سَوَآءً فَلَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ اَوْلِیَآءَ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوْهُمْ وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ ۪— وَلَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۙ
هغوی خوښوي چې تاسې هم د هغوی په شان کافران او سره یو شان شئ نو تاسې باید له هغوی نه تر څو یې چې د الله په لار کې هجرت نه وي کړی هیڅوک خپل ملګری ونه نیسئ نو که د الله له لارې وګرځیدل نو هر چیرې مو چې لاس پرې بر شو ویې نیسئ او ویې وژنئ او هیڅوک یې خپل ملګری او ملاتړ ونه ګڼئ.
Tefsiret në gjuhën arabe:
اِلَّا الَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ اِلٰی قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ اَوْ جَآءُوْكُمْ حَصِرَتْ صُدُوْرُهُمْ اَنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ اَوْ یُقَاتِلُوْا قَوْمَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَیْكُمْ فَلَقٰتَلُوْكُمْ ۚ— فَاِنِ اعْتَزَلُوْكُمْ فَلَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ وَاَلْقَوْا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ ۙ— فَمَا جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ عَلَیْهِمْ سَبِیْلًا ۟
مګر هغه مه وژنئ چې ستاسې د هم پیمانه قوم سره یو ځای شي او یا تاسې ته په داسې حال کې راشي چې زړونه يې له دې څخه پورته وي چې ستاسې یا د خپل قوم په ملاتړ جنګ وکړي که الله پاک غوښتي وای خامخا به یې پر تاسې مسلط کړي او له تاسې سره به یې جنګ کړی وای نو که هغوی له تاسې څخه څنګ وکړ او جنګ یي در سره ونه کړ او د روغې وړاندیز یې درته وکړ نو الله پا ک تاسو ته پر هغوی کومه لار نده درکړې.
Tefsiret në gjuhën arabe:
سَتَجِدُوْنَ اٰخَرِیْنَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّاْمَنُوْكُمْ وَیَاْمَنُوْا قَوْمَهُمْ ؕ— كُلَّ مَا رُدُّوْۤا اِلَی الْفِتْنَةِ اُرْكِسُوْا فِیْهَا ۚ— فَاِنْ لَّمْ یَعْتَزِلُوْكُمْ وَیُلْقُوْۤا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ وَیَكُفُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فَخُذُوْهُمْ وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟۠
ډير ژر به داسې خلک هم ومومئ چې په ښکاره خو له تاسې او هم له خپل قوم سره په روغه ژوند کول غواړي، خو چې کله په کومه فتنه کې غورځول شوي نو په (اخلاص) یې پکې منډې را منډې وهلي نو که له تاسې يې څنګ نه وي کړی او د روغې وړاندیز یې نه وي کړی او نه یې له تاسې خپل لاسونه بند کړي وي نو هر چیرې مو چې لاس پرې بر شو ویي نیسئ او ویې وژنۍ پر دغو خلکو مونږ تاسې ته د لاس پورته کولو ښکاره دلیل در کړی دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: En Nisa
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll