Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: El Maide   Ajeti:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قُمْتُمْ اِلَی الصَّلٰوةِ فَاغْسِلُوْا وُجُوْهَكُمْ وَاَیْدِیَكُمْ اِلَی الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوْا بِرُءُوْسِكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ اِلَی الْكَعْبَیْنِ ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوْا ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَاَیْدِیْكُمْ مِّنْهُ ؕ— مَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیَجْعَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ حَرَجٍ وَّلٰكِنْ یُّرِیْدُ لِیُطَهِّرَكُمْ وَلِیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! کله چې تاسې لمانځه ته پاڅیدئ نو مخونه مو ومینځئ او هم لاسونه سره له څنګلو، په سرونو مسحه وکړئ او پښې مو سره له ښنګرو ومینځئ او که په جنابت کې واست نو ټول بدن مو ښه ومینځئ او که ناروغ واست یا پر سفر یا ستاسې کوم یوه اودس مات کړ، یا مو له ښځو سره کوروالی وکړ اوبه په لاس درنه غلې نو په پاکه خاوره تیمم وکړئ په دی توګه چې په پاکه خاوره مو مخونه او لاسونه مسحه کړئ الله پاک نه غواړي چې پر تاسې کومه ستونزه دربار کړي هغه غواړي چې تاسې پاک او خپله لورینه درباندې پوره کړي تر څو تاسې شکر کوونکي شئ.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَمِیْثَاقَهُ الَّذِیْ وَاثَقَكُمْ بِهٖۤ ۙ— اِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا ؗ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
د الله پاک لورینه چې درسره یې کړی در یاده کړئ او هغه وعده یې هم چې په ټینګه یې له تاسې اخیستې چ تاسې ویلي وو مونږ واوریده او مننه یې کوو او له الله نه وډار شئ، بې شکه الله پاک د زړونو په پټو څیزونو ښه پوه دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُوْنُوْا قَوّٰمِیْنَ لِلّٰهِ شُهَدَآءَ بِالْقِسْطِ ؗ— وَلَا یَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ عَلٰۤی اَلَّا تَعْدِلُوْا ؕ— اِعْدِلُوْا ۫— هُوَ اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰی ؗ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! باید د الله لپاره کلک ودریږئ په عدل او انصاف شاهدان اوسئ د یوه قوم دښمني او کینه باید تاسې د انصاف پریښوولو ته ونه هڅوي. انصاف وکړئ انصاف تقوی ته نژدې دی او له الله نه وډارشئ بې شکه چې الله ستاسې په ټولو کړنو ډیر ښه خبر دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ۙ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟
الله پاک وعده کړې ده: هغو کسانو چې ایمان راوړی او نیکې کړنې یې کړي دي د هغوی لپاره بښنه او لوی اجر دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: El Maide
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll