Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அத்தாரியாத்   வசனம்:
وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ۟ۙ
او الله پر ښکلي او لارو والا آسمان لوړه کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ۟ۙ
ای د مکې خلکو! بېشکه تاسو له يوبل سره په ټکر او مخالفه وينا کې ياست، کله وايئ: قرآن کوډې دی، او کله وايئ شعر دی، او کله وايئ: محمد کوډګر دی او کله وايئ: شاعر دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَ ۟ؕ
پرقرآن او نبي صلی الله عليه وسلم د ايمان راوړلو څخه هغه څوک ګرځول کيږي څوک چې د الله په علم کې ترې ګرځول شوی وي، ځکه هغه پوهيږي چې دا تن ايمان نه راوړي، نو د لارښوونې توفيق نه ورکوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَ ۟ۙ
الله پر دغو درواغجنو لعنت ويلی چې په قرآن او خپل نبي کې يې هغه څه وويل چې ويې ويل.
அரபு விரிவுரைகள்:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَ ۟ۙ
هغه کسان چې په ناپوهۍ کې د آخرت له کوره بې پروا دي، د هغه هيڅ پروا نه کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ
هغوی پوښتنې کوي: د بدلې ورځ کله ده؟ حال دا چې هغو لره عمل نه کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ ۟
نو الله به هغوی ته يې د پوښتنې ځواب ورکوي: په هغه ورځ چې هغوی پر اور په عذابيږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ ؕ— هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
هغوی ته به وويل شي: عذاب مو وڅکئ، دا هغه څه دي چې تاسو به د ملنډو په ډول په بيړه غوښتنه يې کوله، کله به چې پرې ډارول کېدئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
پرته له شکه هغه کسان چې د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي هغوی به د قيامت په ورځ په بڼونو او روانو چينو کې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَ ۟ؕ
د هغه څه را اخېستونکي به وي چې پالونکي يې د پتمنې بدلې په توګه ورکړي دي، بېشکه هغوی له دغې پتمنې بدلې مخکې په دنيا کې نېکي کوونکي وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ ۟
هغوی د شپې لمونځ کولو، ډېر لږ وخت به ويده کېدل.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَبِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟
او د سهارونو په وخت کې به يې له الله څخه د خپلو ګناهونو بښنه غوښتله.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟
او په مالونو کې يې له خلکو څخه د غوښتونکي لپاره برخه ده او د هغه چا لپاره هم چې غوښتنه يې نه کوي، هغه څوک چې د کوم لامل له امله له روزۍ بې برخې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَ ۟ۙ
او په ځمکه او له غرونو، دريابونو، ويالو، ونو، شينکیو او څارويو يې چې څه پکې اېښې دي، د الله پر ځواک د باور کوونکو لپاره نښانې دي، بېشکه الله پيداکوونکی جوړوونکی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟
او ای خلکو! ستاسې په خپلو ځانونو کې هم د الله پر ځواک نښانې دي، نو آيا تاسو نه وينئ ترڅو پند واخلئ؟!
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوْعَدُوْنَ ۟
او په آسمان کې ستاسې دنيوي او ديني روزي ده، او هغه خير اوشر دي پکې چې ژمنه يې درسره کيږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ ۟۠
نو د آسمان او ځمکې پر پالونکي قسم چې بېرته را ژوندي کېدل حق دي هيڅ شک پکې نشته، لکه څنګه چې ستاسو په وينا کې شک نشته کله چې خبرې کوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟ۘ
ای رسوله! آیا له پرېښتو څخه د ابراهيم - عليه السلام - د هغو مېلمنو خبر درته راغلی چې هغه یې درناوی وکړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ ۚ— قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟
کله چې پر هغه ور ننوتل هغوی ورته وویل: سلام دې وي، ابراهيم هغوی ته په ځواب ورکولو وويل: سلام دې وي او په زړه کې يې وويل: دغه داسې خلک دي چې موږ يې نه پېژنو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍ ۟ۙ
نو بيا يې کور ته په پټه ولاړ، د هغوی له لوري يې يو بشپړ چاغ خوسی راوړ، په دې ګومان چې هغوی انسانان دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ
نو خوسی يې هغوی ته ور نېږدې کړ، او په نرمۍ يې ورته وويل: ايا تاسو هغه ډوډۍ نه خورئ چې درته وړاندې کړل شوه.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ ؕ— وَبَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟
کله چې هغوی خوراک ونه کړ هغه په زړه کې پټ ترې ووېرېدی، چې هغوی پرې پوه شول، نو هغه ته يې د ډاډ ورکولو په توګه وويل: مه وېرېږه، بېشکه موږ د الله له لوري رالېږل شوي يو، او پر هغه څه يې خبر کړ چې خوشحالولو يې هغه دا چې يو پوه بچی به يې پيداشي، او د چا زيری چې ورکړل شو هغه اسحاق عليه السلام و.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ ۟
نو کله يې چې ښځې زېری وارېدلو مخ يې راواړولو له خوشحالۍ چېغې وهلې، مخ يې په څپېړ ووهلو، او په حيرانۍ يې وويل: ايا زړه به زوی زيږوي او هغه په اصل کې شنډه هم ده!
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالُوْا كَذٰلِكِ ۙ— قَالَ رَبُّكِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟
پرېښتو ورته وويل: پر کوم څه مو چې خبره کړې، هغه ستا پالونکي ويلي دي، او هغه چې څه وايي هغه لره څوک ردوونکی نشته، بېشکه هغه په خپل پيدايښت او تقديرکې حکمت والا دی او پر مخلوق او هغه څه ښه پوه دی چې د هغوی په ګټه دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• إحسان العمل وإخلاصه لله سبب لدخول الجنة.
د عمل ښه والی او الله لره يې ځانګړي کول جنت ته د ننوتلو لامل کيږي.

• فضل قيام الليل وأنه من أفضل القربات.
د شپې لمونځ کولو غوره والی او دا چې هغه ترټولو غوره کار دی.

• من آداب الضيافة: رد التحية بأحسن منها، وتحضير المائدة خفية، والاستعداد للضيوف قبل نزولهم، وعدم استثناء شيء من المائدة، والإشراف على تحضيرها، والإسراع بها، وتقريبها للضيوف، وخطابهم برفق.
د مېلمستيا له آدابو دا دي: چې د سلام ځواب په ښه توګه ورکړل شي، اوپه پټه دسترخوان حاضر کړل شي، او مېلمنو ته د هغوی له راتګ مخکې چمتووالی ونيول شي، له دسترخوان څخه څه ونه اېستل شي، او پر مېلمنو څارنه وشي او بيړه پکې وشي، خوراک مېلمنو ته ور نېږدې کړل شي او له هغوی سره په نرمۍ خبرې وشي.

 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அத்தாரியாத்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

வெளியீடு அல்குர்ஆன் ஆய்வுகளுக்கான தப்ஸீர் மையம்

மூடுக