Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்இன்ஸான்   வசனம்:

انسان

சூராவின் இலக்குகளில் சில:
تذكير الإنسان بأصل خلقه، ومصيره، وبيان ما أعد الله في الجنة لأوليائه.
انسان ته يې اصل پيداښت او د ورتګ ځای ورپه يادول او د هغه څه بيان چې الله خپلو دوستانو ته په جنت کې چمتو کړي دي.

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا ۟
پرته له شکه پر انسان يوه اوږده موده داسې تېره شوه چې په هغې کې نشت و او هيڅ ياد يې نه و.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ ۖۗ— نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟ۚ
پرته له شکه موږ انسان د نارينه له اوبو او ښځينه له اوبو څخه ګډې شوې نطفې څخه پيدا کړ، پر هغو مسؤوليتونو يې ازمويو چې پرې لازموو يې، نو بيا مو هغه اورېدونکی ليدونکی وګرځولو تر څو هغه څه تر سره کړي چې له شريعت څخه مو پر څه مکلف کړی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّاِمَّا كَفُوْرًا ۟
پرته له شکه موږ هغه لره د خپلو رسولانو پر ژبو د هدايت لار وښودله، چې پردې سره د هغه لپاره د لار ورکۍ لاره څرګنده شوه، نو له دې وروسته به هغه يا نېغه لار مومي، چې مؤمن بنده او الله لره به شکر اېستونکی وي، او يا به ترې لار ورکی شي، چې کافر بنده د الله له آيتونو به نټه کوونکی وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَاَغْلٰلًا وَّسَعِیْرًا ۟
پرته له شکه پر الله او د هغه پر رسولانو د کفر کوونکو لپاره موږ داسې ځنځیرونه چمتو کړي چې په اور کې به پرې کشکول کيږي، او داسې زندۍ چې په اور کې به پرې تړل کيږي، او لمبه وهونکی اور.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًا ۟ۚ
پرته له شکه الله لره پيروي کوونکي مؤمنان به د قيامت په ورځ د شرابو له داسې ډکو پيالو څخه څښاک کوي چې د خوش بويي لپاره به کافور ورسره ګډ کړل شوي وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• خطر حب الدنيا والإعراض عن الآخرة.
له دنيا سره د مينې او له آخرت څخه د مخ اړلو خطر.

• ثبوت الاختيار للإنسان، وهذا من تكريم الله له.
د انسان لپاره د اختيار ثبوت، او دا د هغه لپاره د الله يو تکريم (درناوی) دی.

• النظر لوجه الله الكريم من أعظم النعيم.
د الله کريم مخ ته کتل له لويو نعمتونو څخه دي.

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟
دغه څښاک د پيروۍ کوونکو لپاره چمتو کړل شوی دی چې هغه يوه داسې چينه ده چې آسانه ترې ترلاسه کيږي داسې زياتې اوبه يې دي چې نه وچيږي، د الله بندګان به پرې اوبيږي، چېرې چې وغواړي بهوي به يې او بيايي به يې.
அரபு விரிவுரைகள்:
یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟
او د هغو بندګانو صفتونه چې ترې څښي به، هغوی هغه عبادتونه ترسره کوي چې پر ځانونو يې لازم کړي دي، او له هغې ورځې ډاريږي چې شر يې خپور او تيت دی او هغه د قيامت ورځ ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟
او خواړه ورکوي سره له دې چې هغوی په داسې حال کې وي چې مينه ورسره لري ځکه چې اړتيا ورته لري او اشتهاء يې ورته کيږي، خو له بې وزلو، يتيمانو او بنديانو يې پر اړو خلکو خوري.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟
او په خپلو زړونو کې دا خبره پټوي چې هغوی يوازې د الله لپاره خواړه ورکوي، چې له هغوی د بدلې او هغوی ته په خپلو خوړو ورکولو بدله نه ترې غواړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟
پرته له شکه موږ په هغه ورځ له خپل پالونکي وېريږو چې د بدبختانو مخونه به د هغې د سختۍ او رسوايۍ له امله سخت تريو وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ
الله به يې د دغې لويې ورځې له شره په خپله پېرزوينه وساتي، د هغوی د درناوي په موخه به يې په مخونو کې روښنايي او رڼا او په زړونو کې يې خوشالي ورکړي
அரபு விரிவுரைகள்:
وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ
او الله به هغوی ته بدله ورکړي، له دې امله چې هغوی پرطاعاتو صبر کړی، د الله پر هغه څه چې په تقدیر کې یې ورته لیکلي صبر کړی او له ګناهونو يې صبر کړی، داسې جنت به ورکړي چې خوندونه به پکې اخلي او داسې ورېښمينې جوړې چې اغوندي به يې.
அரபு விரிவுரைகள்:
مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ
او پر ښايسته کړل شويو تختونو به تکيه وهلي ناست وي، په دغه جنت کې به نه لمر ويني چې وړانګې يې زيان ور ورسوي، او نه سخت يخ، بلکې هغوی به په تلپاتې سيورې کې وي چې نه ګرمي وي ورسره او نه يخ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟
د هغو سيوری به ورته نېږدې وي، او مېوې به يې د هغه چا لپاره اېل کړل شوې وي چې ترې خوري يې، نو په آسانۍ او سهولت به يې ترې خوري، په داسې ډول چې څنګ وهونکی، ناست او ولاړ به يې ترې خوړلای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ
او پر هغوی به خادمان د سپينو زرو له لوښو سره ګرځي او د څښاک صفا رنګه ګيلاسونو سره کله چې د هغوی د څښلو اراده وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟
هغه به د رنګ په صفاوالي کې د ښېښې غوندې وي سره له دې چې هغه به د سپينو زرو وي، او په هغه اندازه به ډکې کړل شوې وي چې هغوی يې غواړي، نه به پرې زياتيږي او نه به کميږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ
او دغو کسانو ته به چې درناوی يې شوی دی له زنجبيل (سونډ) سره ګډ کړل شوي شراب ورڅښل کيږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟
په جنت کې له يوې داسې چينې څخه به څښاک کوي چې سلسبيل نوميږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟
او پر هغوی به په جنت کې داسې هلکان ګرځي را ګرځي چې تل به ځوانان وي، کله يې چې وينې د هغوی د مخونو د تازه والي، او د رنګونو د ښايست او په خپله د هغوی د زياتوالي او بېلوالي له امله به پر هغوی د خپرو ورو ملغلرو ګومان کوې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟
او کله چې هلته په جنت کې څه وينې داسې نعمتونه به وينې چې بيان يې شونی نه وي، او داسې لويه پاچايي به وينې چې هيڅ پاچايي نه شي ورته نېږدې کېدلای.
அரபு விரிவுரைகள்:
عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟
او د هغوی پر بدنونو به شنې د وياړ جامې وي او هغه به له نازکو ورېښمو او له پېړو ورېښمو څخه وي، او هلته به له سپينو زرو ګاڼې ور اغوستل شوې وي، او الله به له هر ډول خرابۍ پاک شراب پرې وڅښي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠
او هغوی ته به د هغوی د درناوي په ډول ويل کيږي: پرته له شکه دغه نعمت چې تاسې ته درکړل شو دا ستاسو لپاره ستاسو د نېکو اعمالو بدله ده او عمل مو د الله پر وړاندې منل شوی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ
پرته له شکه اې رسوله! همدا موږ پر تا قرآن بېل بېل نازل کړ، او يوځای مو درباندې نازل نه کړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ
نو هغه څه ته صبر کوه چې الله يې د تقدير او شريعت له مخې پرېکړه کوي، او د هيڅ ګناهکار پيروي مه کوه په هغه څه کې چې کومې ګناه ته بلنه کوي، او مه د کافر پيروي کوه چې کوم کفر ته بلنه کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ
او خپل پالونکی د ورځې په پيل کې د سهار په لمانځه يادوه، د ماسپښين او د ورځې په پای کې د مازديګر په لمانځه.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• الوفاء بالنذر وإطعام المحتاج، والإخلاص في العمل، والخوف من الله: أسباب للنجاة من النار، ولدخول الجنة.
پر نذر وفا کول، اړمن ته خواړه ورکول، په عمل کې اخلاص او له الله څخه وېره: له اور څخه د ژغورلو او جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• إذا كان حال الغلمان الذين يخدمونهم في الجنة بهذا الجمال، فكيف بأهل الجنة أنفسهم؟!
کله چې د هغو هلکانو د ښايست حال دا وي چې په جنت کې د جنتيانو خدمت کوي، نو په خپله د جنتيانو به څه حال وي؟.

وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟
او هغه ياد کړه د شپې په دواړو لمونځونو سره: د ماښام په لمانځه او د ماخوستن په لمانځه، او له هغو دواړو وروسته بيا تهجد هم کوه.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟
بېشکه دغه مشرکان د دنيا ژوند خوښوي او د هغو حرص کوي، او د قيامت ورځ تر خپلو شاوو پرېږدي، او هغه درنه ورځ ده، ځکه په هغې کې سختۍ او کړاوونه دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟
موږ هغوی پيداکړي دي او پيدايښت مو يې پياوړی کړی دی د هغوی د بندونو، غړيو او نورو شيانو په پياوړي کولو سره. او کله چې د هغوی تباه کول او په ورته خلکو يې بدلول وغواړو؛ نو تباه به يې کړو او بدل به يې کړو.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
پرته له شکه دغه سورت يو نصيحت او پند دی، نو که څوک د داسې لارې خپلول غواړي چې د خپل پالونکي رضا ته يې رسوي غوره يې دې کړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او تاسو د الله د خوښې لوري ته لار نيول نه شئ غوښتئ مګر دا چې الله له تاسې دا وغواړي، نو امر ټول د الله په لاس کې دی، بېشکه الله پر هغه څه ښه پوه دی چې کوم څه يې د بندګانو لپاره سم دي، او کوم څه ورته سم نه دي، په خپل مخلوق، قدر او شريعت کې د حکمت والا دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
له بندګانو يې چې چاته خوښه شي په خپله لورېينه کې يې داخلوي، نو د ايمان او نېک عمل توفيق ورکوي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانونو د ظلم کوونکو لپاره يې په آخرت کې دردوونکی عذاب چمتو کړی او هغه د اور عذاب دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• خطر التعلق بالدنيا ونسيان الآخرة.
پر دنيا پورې د ځان تړلو او د آخرت هېرولو خطر.

• مشيئة العبد تابعة لمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله د خوښې تابع وي.

• إهلاك الأمم المكذبة سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو امتونو تباه کول يوه الهي تګلاره ده.

 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்இன்ஸான்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

வெளியீடு அல்குர்ஆன் ஆய்வுகளுக்கான தப்ஸீர் மையம்

மூடுக