Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஸ்ஸுக்ருப்   வசனம்:
وَمَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا ؗ— وَاَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او موږ به چې هره نښانه ورښودله نو هغه به له هغې بلې ډېره ستره وه او د دې لپاره مو په عذاب كې راګير كړل چې بېرته راواوړي (له كفره).
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ ۟
او ويل به يې: اې كوډګره! تا سره يې چې كومه ژمنه ده په هغې سره موږ لپاره خپل رب ته دعا وكړه موږ هرومرو لار موندونكي يو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟
خو كله چې موږ به عذاب ترې ايسته كړ، هغوى به يو دم په لوظ ماتولو سر شول.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَنَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ ۚ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟ؕ
او فرعون په خپل قوم كې (په لوړ اواز) ناره وكړه وېلې ای زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نده؟ او دا نهرونه چې زما (د ماڼۍ) لاندې بهيږي، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟
அரபு விரிவுரைகள்:
اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ ۙ۬— وَّلَا یَكَادُ یُبِیْنُ ۟
بلكې زه غوره يم تر دغه (سړي) چې سپک دى او (آن) خبرې لاڅرګندې نه شي كولاى.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَوْلَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ ۟
(ښه) نو ولې د سرو زر و بنګړي نه ورباندې اچول كيږي يا ولې یو بل پسې پرېښتې نه دي ورسره راغلې؟
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
نو (په دې توګه) خپل قوم يې سپك بې عقل وموند او هغوى هم د ده ومنله، په رېښتيا هغوى (ټول) له حده تېری وتونکي خلک وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو كله يې چې موږ په غوسه كړو، غچ مو ترې واخيست او ټول مو ډوب كړل.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّمَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ ۟۠
نو د وروستنيو (كافرانو) لپاره مو مخكښان او مثال (عبرت) وګرځول.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ ۟
او كله چې د مريم د زوى مثال بيان كړى شي نو ستا قوم يو دم د خوښۍ شور ماشور جوړ كړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ ؕ— مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ ۟
او وايي آيا زموږ معبودان غوره دي كه هغه (عيسىٰ)؟ دا وينا له تا سره يوازې د جګړې لپاره كوي، په اصل كې هغوى دي جګړه مار خلک.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
هغه (عيسى) له يو بنده پرته بل څه نه و چې موږ لورېينه پرې كړې وه او د بنى اسرائيلو لپاره مو يو مثال ګرځولى و.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ ۟
او كه موږ غوښتي واى نو ستاسي پر ځاى به مو پرېښتې (بدل) ګرځولې وې چې په ځمكه كې به ځاى ناستي (خليفه ګان) وو.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஸ்ஸுக்ருப்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அர்ருவ்வாத் மொழிபெயர்ப்பு மையத்தின் குழு அல்-ரப்வா அழைப்பு சங்கம் மற்றும் பல் மொழிகளில் இஸ்லாமிய உள்ளடக்கத்திற்கு சேவை செய்யும் சங்கத்துடன் இணைந்து மொழிபெயர்த்துள்ளது.

மூடுக