Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: ஹூத்   வசனம்:
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلَا یَزَالُوْنَ مُخْتَلِفِیْنَ ۟ۙ
که ستا رب غوښتې وای نو ټول خلک به يي[۱۵] یو ملت ګرځولی وو( خو دا يې د خدايي غوښتنه نده) نو ځکه به دوی یو له بل سره د تل لپاره په اختلاف کې وي.
[۱۵] دا د الله غوښتنه نه ده چې خلک په زور مسلمانۍ ته مجبور کړي بلکې دنیا يې د همدې لپاره اباده کړي ده چې خلک په خپله خوښه دنیکۍ او یا بدۍ لار ونیسي( ابن جریر الطبري).
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلَّا مَنْ رَّحِمَ رَبُّكَ ؕ— وَلِذٰلِكَ خَلَقَهُمْ ؕ— وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟
مګر یوازې هغه خلک به ترې وژغورل شي چې ستا رب پرې مهربان شي. او د همدغه ( واک د ترلاسه کولو) لپاره يي انسانان پیدا کړي دي. او ستا ر هغه خبره پوره شوه چې زه به خامخا جهنم له پیریانو او انسانانو نه ډکوم.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَكُلًّا نَّقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهٖ فُؤَادَكَ ۚ— وَجَآءَكَ فِیْ هٰذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَّذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او ای محمده! مونږ تا ته د پیغمبرانو کیسې په تفصیل سره بیانوو چې ستا زړه پرې کلک او مطمئن کړو. او د همدې کیسو په اوږدو کې تا ته ححق او د مؤمنانو لپاره پند او یادونه راغلې ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقُلْ لِّلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ ؕ— اِنَّا عٰمِلُوْنَ ۟ۙ
او هغو کسانو ته چې ایمان نه راوړي ووایه چې تاسې په خپل دریځ مخ په وړاندې ولاړ او مونږ په خپل لار ځو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَانْتَظِرُوْا ۚ— اِنَّا مُنْتَظِرُوْنَ ۟
تاسې انتظار وکړئ مونږ هم منتظر یو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاِلَیْهِ یُرْجَعُ الْاَمْرُ كُلُّهٗ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَیْهِ ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
د اسمانونو او ځمکي ټول پټ رازونه د الله په واک کې دي او یوازې همغه ته د ټولو کارونو بیرته ورګرځیدل دي نوا ی محمده! د هغه عبادت وکړه او پر هغه توکل وکړه، ستا رب ستاسو له کړنو نه بې خبره نه دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: ஹூத்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக