Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: யாஸீன்   வசனம்:
اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَ ۟ۚ
نن به جنتیان په خوندونو اخیستلو بوخت وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
هُمْ وَاَزْوَاجُهُمْ فِیْ ظِلٰلٍ عَلَی الْاَرَآىِٕكِ مُتَّكِـُٔوْنَ ۟ۚ
هغوی او میرمني به يې په کڼو سیورو کې پرتختونو تکیه کوونکي وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَهُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّلَهُمْ مَّا یَدَّعُوْنَ ۟ۚ
په جنت کې به يې هر ډول میوې په برخه او د څه هیله چې وکړي ورته به حاضر وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
سَلٰمٌ ۫— قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ ۟
د مهربان رب له لورې به ورته سلام وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَامْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟
او ای مجرمانو! نن تاسې جلا شئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
ای د ادم اولادې! ایا تاسې ته مو نه وو ویلي چې د شیطان مننه مه کوئ؟ بې له شکه چې هغه ستاسې ډاګیز دښمن دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّاَنِ اعْبُدُوْنِیْ ؔؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او یوازې زما بندګي وکړئ! بس همدغه روغه لار ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَقَدْ اَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِیْرًا ؕ— اَفَلَمْ تَكُوْنُوْا تَعْقِلُوْنَ ۟
شیطان ستاسې سخت ډیر خلک بې لارې کړي وو ایا تاسې له عقل څخه کار نه اخیست؟
அரபு விரிவுரைகள்:
هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟
او دا هغه دوزخ دی چې له تاسې سره يي وعده شوې وه.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟
د هغو کفري کارونو په بدل کې چې تاسو به کول نن همدغه دوزخ ته ورننوځئ!
அரபு விரிவுரைகள்:
اَلْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلٰۤی اَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَاۤ اَیْدِیْهِمْ وَتَشْهَدُ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
نن به مونږ د هغوی خولې بندې کړو او لاسونه به يې له مونږ سره خبرې وکړي او پښې به يې په هغه څه شهادت ووايې چې دوی کول.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلٰۤی اَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَاَنّٰی یُبْصِرُوْنَ ۟
او که مونږ غوښتي وای نو د هغوی سترګې به مو له مخ سره اوارې کړې وای نو چې لارې ته وړاندې شوي وای نو څرنګه به يې لیدلې وای؟
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنٰهُمْ عَلٰی مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوْا مُضِیًّا وَّلَا یَرْجِعُوْنَ ۟۠
او که مونږ غوښتې وای نو ځای په ځای به مو مسخ کړي وای بیا به نه د وړاندې تګ توان ورسره وو او نه به بیرته ګرځیدای شو.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ ؕ— اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ ۟
او چې چاته مونږ اوږد عمر ورکووو نو جوړښت يې په بل مخ اړوو[۵] ایا دوی له عقل نه کار نه اخلي؟
[۵] ورو، ورو په همغه شان کیږي چې په اول پیدایښت کې ؤ( فتح القدیر د امام الشوکاني)
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ وَّقُرْاٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
مونږ محمد ته نه شعر ښوولی او نه له هغه سره شعر او شاعري وړ ده. مونږ هغه ته پند ورکوونکی روښانه قران ورکړی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
لِّیُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَیًّا وَّیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
تر څو ژوندي خلک وډاروي. او پر کافرانو اخرنۍ خبره پخه شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: யாஸீன்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக