Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்பால்   வசனம்:
وَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَاَنَّ لِلّٰهِ خُمُسَهٗ وَلِلرَّسُوْلِ وَلِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی عَبْدِنَا یَوْمَ الْفُرْقَانِ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ای مسلمانانو! پوه شئ چې څه مو غنیمت کړل نو پنځمه برخه یې د الله رسول ،د رسول د خپلوانو ،یتیمانو،مسکینانو او مسافرو حق دی که تاسې په الله او هغه څه ایمان راوړی وي چې مونږ پر خپل غلام د پریکړې په ورځ چې دواړه ډلې سره مخ په مخ شوې نازل کړی دی او باور ولرئ چې الله پاک په هر څه توانا دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذْ اَنْتُمْ بِالْعُدْوَةِ الدُّنْیَا وَهُمْ بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوٰی وَالرَّكْبُ اَسْفَلَ مِنْكُمْ ؕ— وَلَوْ تَوَاعَدْتُّمْ لَاخْتَلَفْتُمْ فِی الْمِیْعٰدِ ۙ— وَلٰكِنْ لِّیَقْضِیَ اللّٰهُ اَمْرًا كَانَ مَفْعُوْلًا ۙ۬— لِّیَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنْ بَیِّنَةٍ وَّیَحْیٰی مَنْ حَیَّ عَنْ بَیِّنَةٍ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَسَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ
هغه وخت درپه زړه کوئ چې تاسې د وادی په هغه څنډه کې واست چې مدینې ته نژدې ده او کافران یې په هغه څنډه کې وو چې له مدینې نه لرې او قافله له تاسې نه خورا ښکته وه[۱]که تاسې له پخوانه د مخامخ کیدلو تړون سره کړی وای نو هرومرو به مو په وعده کې ښکته پورته کړی وای(خو الله پاک تاسې سره مخ په مخ کړئ)تر څو هغه څه وشي چې الله یې فیصله کړې وه او تر څو هلاکیدونکي له ښکاره دلیل سره هلاک او هغه څوک ژوندي پاتې شي چې په ښکاره دلیل ژوندي دي او بې شکه الله ښه اوریدونکی او پوه دی.
[۱] د ساحل په برخه کې.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذْ یُرِیْكَهُمُ اللّٰهُ فِیْ مَنَامِكَ قَلِیْلًا ؕ— وَلَوْ اَرٰىكَهُمْ كَثِیْرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ سَلَّمَ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
او هغه وخت را په زړه کړه چې الله تاته کافران په خوب کې[۲]لږ درښوول او که چیرې یې ډیر درښوولې وای نو تاسې به بې زړه شوي او همت به مو له لاسه ورکړی او د جنګ په هکله به مو یو له بل نا ندرۍ وهلې وای،خو الله پاک تاسې وژغورلئ بي شکه چې هغه ته د زړونو پټ اسرار ډیر ښه معلوم دي.
[۲] ـ في منامک دوه پمه معنا شوې چې هغه ځای چې ته پرې خوب کوي یعنې په سترګو کې(ابن جریر الطبری)
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِذْ یُرِیْكُمُوْهُمْ اِذِ الْتَقَیْتُمْ فِیْۤ اَعْیُنِكُمْ قَلِیْلًا وَّیُقَلِّلُكُمْ فِیْۤ اَعْیُنِهِمْ لِیَقْضِیَ اللّٰهُ اَمْرًا كَانَ مَفْعُوْلًا ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟۠
او هغه وخت هم در په زړه کړئ چې الله تاسې ته کافران د نښتې په وخت کې لږ در ښکاره کړل. او هم یې تاسې هغوی ته لږ وبریښولۍ تر څو هغه څه وشي چې الله یې د کړنې پریکړه کړې وه او په پای کې ټولې چارې الله ته ورګرځي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا لَقِیْتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوْا وَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟ۚ
ای مؤمنانو! کله چې د دښمن له کومې ډلې سره مخ شوئ نو پښې مو کلکې کړئ او الله ډير یادوئ ښایي چې بری مو په برخه شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்அன்பால்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

புனித அல் குர்ஆனுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு- மெளலவி ஜான்பாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக