Check out the new design

పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం * - అనువాదాల విషయసూచిక


భావార్ధాల అనువాదం సూరహ్: అల-కహఫ్   వచనం:
اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا ۟ۙ
یقینا مونږ طاقت ورکړی و هغه لره په ځمکه کې، او ورکړی مو و دې ته د هر یو شي نه چې د هغه ورته ضرورت و یوه لاره چې خپل مقصد ته پرې ورسېږي.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
فَاَتْبَعَ سَبَبًا ۟
نو له ځان سره یې هغه لارې چارې واخستې چې مونږ ورکړې وې تر څو پرې خپل مقصد ته ورسیږي، نو لویدیځ لور ته روان شوی.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ؕ۬— قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَاِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا ۟
او هغه په ځمکه کې ولاړ، تردې چې د لمرلوېدو لوري ته په ښکاره د ځمکې پای ته ورسېد، لمر داسې ورته ښکاره شو لکه په توده د تورو خټو په چينه کې چې ډوبيږي، د لمرلوېدو سره يې کافر قوم وليد، موږ ورته د اختيار په ډول وويل: اې د دوو ښکرو والا! يا خو دغو خلکو ته په وژلو يا بل څه سزا ورکړه او يا ښېګڼه ورسره وکړه.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا ۟
نو وویل ذو القرنین: پس هر چا چې شرک کړی وي په الله تعالی باندې او په خپل شرک باندې همیشوالی وکړ وروسته زمونږ د دعوت نه هغه ته د الله تعالی بندګۍ طرف ته نو زر دی چې سزا به ورکړو مونږ دې ته په وژلو سره په دنیا کې، بیا د قیامت په ورځ خپل رب ته وروګرځي نو عذاب به ورله ورکړي عذاب سخت ویروونکی.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
وَاَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ ١لْحُسْنٰی ۚ— وَسَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًا ۟ؕ
او هر هغه څوک چې د دوی څخه ئې په الله تعالی ایمان راوړ او عمل ئې وکړو عمل نیک نو خامخا وي به دې لره جنت؛ دا بدله ده دې لره د خپل رب له طرفه د دې په ایمان او نیک عمل باندې، او زر دی چې وبه وایو مونږ دې ته زمونږ د کار د دین نه د نرمۍ خبرې.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
بیا روان شو په بله لاره پرته د خپلې لمړۍ لارې نه په طرف د ختیځ (لمر راختلو).
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًا ۟ۙ
او هغه ولاړی تردې چې د لمرختو لوري ته د سترګو تر ليدو ورسېدی، لمر يې وليد چې پر داسې يو قوم را خېژي چې هغوی لره مو له لمر څخه د خونديتوب کورونه او د ونو سيوری نه وو ګرځولي.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
كَذٰلِكَ ؕ— وَقَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا ۟
همداسې و حال د ذو القرنېن او یقینا راګیر کړی و زمونږ علم په تفصیل سره هغه قوت او بادشاهۍ لره چې د دې سره وه.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
بیا روان شو په بله لاره پرته د هغو لمړنیو داوړو لارو نه چې وه په منځ د ختیځ او لویدېځ کې.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا ۙ— لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا ۟
او روان وو تر دې چې ورسېده یو کنډو ته په منځ د دوو غرونو کې نو وئې مونده د دې دواړو په خوا کې داسې یو قوم چې نږدې نه و چې د بل چا په خبرو پوهه شوی وی.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَمَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَبَیْنَهُمْ سَدًّا ۟
دوی وویل: ای ذو القرنین! بیشکه یاجوج او ماجوج (چې دا د بنې آدمو څخه دوه لوی امتونه دي) فساد کوونکي دي په ځمکه کې د هغو مرګونو او فسادونو په وجه چې دوی ئې کوي، نو آیا مونږ نه راجمع کوو تا لره څه مال په دې شرط چې ته جوړ کړي زمونږ او د دوی ترمنځ یو دیوال؟.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ رَدْمًا ۟ۙ
وویل ذو القرنین: هغه بادشاهي او ملک چې زما رب ما ته راکړی ډیر غوره دی د هغه مال نه چې تاسې ئې ما ته راکوي، نو پس تاسې زما مدد وکړئ په سړو او سامان آلاتو سره زه به جوړ کړم ستاسې او د دوی ترمنځ پوخ دیوال.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا ۙ— قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًا ۟ؕ
راوړئ ما ته د اوسپنې ټوټې، نو هغوی راوړلې نو شروع شو چې کیښودلې ئې دا په منځ د دواړو غرونو کې، تر دې چې دا دواړه غرونه د دې تختو په کیښودلو سره برابر کړل نو کاریګرو ته ئې وویل: په دې ټوټو باندې اور بل کړئ، تر دې چې ښې سرې او ګرمې شوې د اوسپنې ټوټي وئې ویل: راوړئ ما ته پیتل (زیړ) چې په دې باندې واړووم.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَمَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا ۟
نو طاقت نه لرو یاجوج ماجوج چې په دې باندې وخیژي د دې د اوچتوالي د وجې نه، او دا طاقت هم نه لري چې دا سوری کړي د لاندې طرف نه د دې د کلکوالي د وجې.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• أن ذا القرنين أحد الملوك المؤمنين الذين ملكوا الدنيا وسيطروا على أهلها، فقد آتاه الله ملكًا واسعًا، ومنحه حكمة وهيبة وعلمًا نافعًا.
یقینا ذو القرنین یو د هغو مسلمانو بادشاهانو څخه و چې په ټوله نړې ئې بادشاهي کړې او ټول خلک ئې د تسلط لاندې وو، نو یقینا الله تعالی دې ته پراخه بادشاهي ورکړې وه، او همدارنګه دې ته ئې حکمت او ویره (رعب) او فایده مند علم وربښلی وو.

• من واجب الملك أو الحاكم أن يقوم بحماية الخلق في حفظ ديارهم، وإصلاح ثغورهم من أموالهم.
د بادشاه او مشر د واجباتو څخه دا دي چې په کورونو کې د خلکو ساتنه وکړي، او د هغوی نیمګړتیاوې د هغوی د مالونو څخه برابر کړي.

• أهل الصلاح والإخلاص يحرصون على إنجاز الأعمال ابتغاء وجه الله.
مخلصین او اصلاح کوونکي خلک همیشه کوښښ کوي چې کارونه د الله تعالی د رضا د حاصلولو په خاطر سر ته ورسوي.

 
భావార్ధాల అనువాదం సూరహ్: అల-కహఫ్
సూరాల విషయసూచిక పేజీ నెంబరు
 
పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం - అనువాదాల విషయసూచిక

ఇది తఫ్సీర్ అధ్యయన కేంద్రం ద్వారా విడుదల చేయబడింది.

మూసివేయటం