Check out the new design

పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం * - అనువాదాల విషయసూచిక


భావార్ధాల అనువాదం సూరహ్: అల్-బఖరహ్   వచనం:
تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ۘ— مِنْهُمْ مَّنْ كَلَّمَ اللّٰهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍ ؕ— وَاٰتَیْنَا عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ الْبَیِّنٰتِ وَاَیَّدْنٰهُ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ وَلٰكِنِ اخْتَلَفُوْا فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ وَمِنْهُمْ مَّنْ كَفَرَ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلُوْا ۫— وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟۠
دا هغه پیغمبران دي چې مونږ یې تاته یادونه وکړه، مونږ غوره والی ورکړی ځینو د دوی ته پر ځینو نورو په وحې کولو او پر ډیرو پېروانو او په ډیرو درجو، ځینې په دوی کې هغه دي چې الله تعالی ورسره خبرې کړي لکه موسی-علیه السلام- او ځیني په دوی کې هغه دي چې الله تعالی اوچت کړي په ډیرو لوړو درجو لکه محمد -صلی الله علیه وسلم- ځکه چې الله تعالی د ټولو خلکو لپاره پیغمبر لیږلی دی، او نبوت ورباندې ختم شوی، او غوره والی ورکړ شوی د هغه امت لره په ټولو امتونو، او ورکړي مونږ عیسی زوی د مریم ته ډیرې معجزې چې هغه روښانه اوڅرګنده دلایل دي د هغه په نبوت، لکه د مړو ژوندي کول او د مور زاد ړوند او برګي ناروغۍ والا روغول، او مضبوط کړی و مونږ دې لره په جبریل علیه السلام- د دې لپاره چې د الله تعالی په امر یې کلک ودروي. که چېرته الله غوښتلی نو جنګ به نه وای کړی هغه کسانو چې له پېغمبرانو څخه وروسته راغلې وو، وروسته له دې چې ښکاره او واضحه آیاتونه ورته راغلې وو، لیکن هغوی اختلاف وکړ او ډلې شول؛ نو ځینو یې په الله ایمان راوړ او ځینو یې ورباندې کفر وکړ، که خامخا الله غوښتلی چې دوی دې جنګ ونه کړي نه به یې وای کړی، لیکن الله هغه څه کوي چې ویې غواړي. پس د ایمان هدایت کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل فضل او مهربانۍ سره، او ګمراه کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل عدل اوحکمت سره.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خُلَّةٌ وَّلَا شَفَاعَةٌ ؕ— وَالْكٰفِرُوْنَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی په الله او پېروي یې کړې ده د هغه د پېغمبر، ولګوئ ځینې له هغه څه څخه چې مونږ تاسو ته درکړي له مختلفو حلالو مالونو څخه، مخکې له دې چې د قیامت ورځ راشي، پر دغه مهال اخیستل خرڅول نشته چې له لارې یې انسان خپل ځان لپاره ګټه ترلاسه کړي، او نه ملګرتیا شته چې ګټه به ورکړي ده ته په دې سخت وخت کې او نه واسطه شته چې تاوان به ورڅخه لرې کړي اویا به ګټه ور ورسوي مګر که الله اجازه وکړي د هغه چا لپاره چې خوښه یې شي او ور څخه راضي وي، او همدا کافران ظالمان دي په رښتیا سره د دوی د کفر له امله چې په الله تعالی یې کفر کړی دی.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— اَلْحَیُّ الْقَیُّوْمُ ۚ۬— لَا تَاْخُذُهٗ سِنَةٌ وَّلَا نَوْمٌ ؕ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— مَنْ ذَا الَّذِیْ یَشْفَعُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۚ— وَلَا یُحِیْطُوْنَ بِشَیْءٍ مِّنْ عِلْمِهٖۤ اِلَّا بِمَا شَآءَ ۚ— وَسِعَ كُرْسِیُّهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— وَلَا یَـُٔوْدُهٗ حِفْظُهُمَا ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟
الله هغه ذات دی چې نشته بل اله په حق سره د عبادت وړ، مګر همدا یوازې پرته له بل چا دی، ژوندی دی په بشپړ ژوند سره داسې بشپړ ژوند چې نه پکې مرګ شته اونه پکې کمی شته، قیوم ذات[په خپل قیام کې چا ته محتاج نه دی یا په بل عبارت د کاملې پاملرنې خاوند دی] چې په خپل ذات ولاړ او له ټولو مخلوقاتو بې پروا دی، او ټول مخلوق د ده په ساتنه اوتدبیر ولاړ دي چې له ده څخه په هېڅ حال هم بې پروا کېدلی نه شي، الله تعالی باندې پرکالي نه راځي او نه ورباندې خوب راځي، او یوازې ده لره هغه څه دي چې په آسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، د هیچا په اختیار کې نشته چې د الله په دربار کې د چا لپاره سپارښتنه وکړي مګر پس د هغه له اجازې او خوښې څخه، او پوه دی الله په هغه تېر شوو کارونو د مخلوق چې واقع شوي، او په هغه کارونو چې په اینده کې راځي او تر اوسه نه دي واقع شوي، او مخلوق نه شي راګیرولای د الله تعالی د علم څخه هیڅ شی مګر هغه چې الله تعالی یې پخپله وغواړي او دوی ته د هغې اطلاع ورکړي، او راګیر کړی د ده څوکۍ -چې د الله د قدمونو ځای دی- اسمانونو او ځمکې لره سره د پراخوالي او لویوالي د دوی، او نه یې دی دروند کړی او نه یې په تکلیف کړی ساتنې د اسمانونو او ځمکې، او الله اوچت دی په اعتبار د ذات او د مرتبې او د غلبې سره او لوی دی پخپله پاچاهي کې.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
لَاۤ اِكْرَاهَ فِی الدِّیْنِ ۚ— قَدْ تَّبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ ۚ— فَمَنْ یَّكْفُرْ بِالطَّاغُوْتِ وَیُؤْمِنْ بِاللّٰهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی ۗ— لَا انْفِصَامَ لَهَا ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
نشته زور کول پر هیچا د اسلام دین ته په راننوتلو؛ ځکه چې دا حق او څرګند دین دی، د دې په منلو کې چا باندې زور کولو ته اړتیا نشته، په تحقیق سره جدا شوی هدایت له ګمراهۍ څخه، پس هر هغه څوک چې له الله پرته هر معبود څخه انکار وکړي او ترې بېزاره شي او یوازې په الله کلک باور ولري، پس په تحقیق سره منګولې ولګولې ده د دین په کلکې رسۍ چې د قیامت په ورځ دخلاصون نه پرې کېدونکې وسیله ده، او الله تعالی د بندګانو د ویناوو اورېدونکی، او په کړنو پوه دی، او زر دی چې بدله به یې ورکړي.
అరబీ భాషలోని ఖుర్ఆన్ వ్యాఖ్యానాలు:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• أن الله تعالى قد فاضل بين رسله وأنبيائه، بعلمه وحكمته سبحانه.
بیشکه الله تعالی په تحقیق سره غوره والی کړی د خپلو پېغمبرانو او رسولانو تر منځ، د خپل علم او حکمت پر بنسټ.

• إثبات صفة الكلام لله تعالى على ما يليق بجلاله، وأنه قد كلم بعض رسله كموسى ومحمد عليهما الصلاة والسلام.
الله تعالی ته د خبرو کولو (کلام) صفت ثابت دی، څرنګه چې د هغه جلال سره ښایي،او بېشکه هغه خپلو ځینو پېغمبرانو سره خبرې کړې دي لکه موسی او محمد- علیهما الصلاة والسلام-.

• الإيمان والهدى والكفر والضلال كلها بمشيئة الله وتقديره، فله الحكمة البالغة، ولو شاء لهدى الخلق جميعًا.
ایمان او هدایت کفر او ګمراهي ټول د الله په خوښه او تقدیر دي، او یوازې الله لپاره کامل حکمت دی، او که الله وغواړي ټول مخلوق ته به هدایت وکړي.

• آية الكرسي هي أعظم آية في كتاب الله، لما تضمنته من ربوبية الله وألوهيته وبيان أوصافه .
آیت الکرسي د الله د کتاب تر ټولو لوی(عظیم) آیت دی، ځکه چې دې آیت کې د الله تعالی ربوبیت او الوهیت او د هغه صفتونه بیان شوي دي.( البته دا لوی والی د محتوا او مضمون په لحاظ دی، کنه د حجم له اړخه نور آیتونه له آیت الکرسي څخه لوی دی لکه د بقرې سورت د مداینې آیت).

• اتباع الإسلام والدخول فيه يجب أن يكون عن رضًا وقَبول، فلا إكراه في دين الله تعالى.
د اسلام پیروي او یا په کې داخلیدل باید په خوښۍ سره وي، نو په دین منلو کې زور کول نشته.

• الاستمساك بكتاب الله وسُنَّة رسوله أعظم وسيلة للسعادة في الدنيا، والفوز في الآخرة.
د الله تعالی پر کتاب او د پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- پر سنتو منګولې لګول د دنیوي نیکبختۍ، او د اخرت د کامیابۍ ستره وسیله ده.

 
భావార్ధాల అనువాదం సూరహ్: అల్-బఖరహ్
సూరాల విషయసూచిక పేజీ నెంబరు
 
పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం - అనువాదాల విషయసూచిక

ఇది తఫ్సీర్ అధ్యయన కేంద్రం ద్వారా విడుదల చేయబడింది.

మూసివేయటం