Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah   Ayah:
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِی اسْتَوْقَدَ نَارًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَضَآءَتْ مَا حَوْلَهٗ ذَهَبَ اللّٰهُ بِنُوْرِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِیْ ظُلُمٰتٍ لَّا یُبْصِرُوْنَ ۟
د دوی منافقانو لپاره الله تعالی دوه مثالونه (بېلګې) بیانوي:یوه بېلګه ناري (د اور بېلګه) او بل مثال (بېلګه) مائي (د اوبو بېلګه) ده، د اور بېلګه دا ده چې دوی په شان د هغه کس دی چې د رڼا لپاره یې اور بل کړی وي، نو هر کله چې رڼا تېزه شي او ګومان وکړي چې اوس ترې ګټه پورته کولای شي، نو اور پرې مړ شي او رڼا لاړه شي او یوازې سوځول يې پاتې شي، نو خاوندان یې په توره تیاره کې پاتې شي او هیڅ نه ویني او نه لاره موندلای شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْیٌ فَهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟ۙ
نو دوی کاڼه دي، حق د منلو په نیت نه اوري، ګونګیان دي (حق) وینا نه کوي، د حق کتلو څخه ړانده دي، نو دوی لهخپلې ګمراهۍ څخه نه را ګرځي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَوْ كَصَیِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِیْهِ ظُلُمٰتٌ وَّرَعْدٌ وَّبَرْقٌ ۚ— یَجْعَلُوْنَ اَصَابِعَهُمْ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ؕ— وَاللّٰهُ مُحِیْطٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟
او مائي (د اوبو) مثال یې داسې دی چې دوی په شان د ډېر باران دي، چې ورېځې وي او په هغې کې یو د بل د پاسه تیارې وي، تندر او برېښنا وي، دا حالت په یو قوم نازل شي نو سخته وېره یې واخلي، نو خپل غوږونه د ګوتو په سرونو بندوي، د تندر د آوازونو له کبله چې وېرېږي د مرګ څخه، نو الله تعالی د کافرانو راګېرونکی دیاو هېڅ یې نشي عاجزه کولی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یَكَادُ الْبَرْقُ یَخْطَفُ اَبْصَارَهُمْ ؕ— كُلَّمَاۤ اَضَآءَ لَهُمْ مَّشَوْا فِیْهِ ۙۗ— وَاِذَاۤ اَظْلَمَ عَلَیْهِمْ قَامُوْا ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
نږدې ده برېښنا د ډېرې تېزې رڼا له کبله د دوی سترګې واخلي، هر کله چې بریښنا څرک وهي او رڼا شي ورباندې نو مخکې شي او کله چې رڼا نه وي نو په تیاره کې پاتې شي، نو خوځېدلی نه شي او که چېرې د الله تعالی خوښه شي نو په خپل قدرت سره به د دوی غوږونه او سترګي یوسي؛ چې بیا به نه را ګرځي؛ ځکه چې دوی له حق څخه مخ اړوي، نو باران د قرآن مثال دی او د تندر آوازونه د قرآن کریم د زواجرو (وېرونو) مثال دي او د بریښنا رڼا دوی ته کله نا کله د حق څرګندېدل دي او د سخت تندرونو له کبله غوږونه بندول د دوی له حق څخه د مخ اړولو او نه منلو مثال دی او د تشبیه لامل د منافقانو او د دې مثال د خاوندانو تر مینځ ګټه نه اخیستل دي، نو په ناري مثال (د اور بېلګه) کې: اور بلوونکي پرته له تیارې او سوځېدلو بله هېڅ ګټه ترلاسه نه کړه او په مائي مثال (د اوبو بېلګه) کې: د باران خاوندانو پرته له دې چې تالنده او برېښنا یې ووېروي، له باران څخه بله ګټه پورته نه کړه، نو منافقان هم همداسې دي، چې له سختۍ او زیاتۍ پرته په اسلام کې کې بل څه نه ويني.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوْا رَبَّكُمُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟ۙ
ای خلکو! یوازې د الله تعالی عبادت کوئ او د بل چا عبادت مه کوئ؛ځکه چې هغه (الله) تاسې او له تاسو څخه وړاندې امتونه پیدا کړي دي، په دې هیله (عبادت وکړئ) چې ستاسو او د هغه د عذاب تر مینځ د هغه د حکمونو منلو او د بندیزونو څخه ځان ژغورلو په مټ پرده پېدا شي (د الله له عذاب څخه وژغورل شئ).
Ang mga Tafsir na Arabe:
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ فِرَاشًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً ۪— وَّاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— فَلَا تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا وَّاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې زمکه هواره کړې ده او د هغې له پاسه یې ښه قوي آسمان پیدا کړی دی او په تاسو د باران نعمت هم وروي، چې د دهغه پر مټ ګنې مېوې له زمکې څخه را زرغونوي، چې ستاسو لپاره روزي شي، نو تاسو هم له الله تعالی سره شریکان او بېلګې مه ګرځوئ، په داسې حال کې چې تاسي ښه پوهېږئ چې له الله تعالی پرته بل پیداکوونکی نه شته.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَاِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰی عَبْدِنَا فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهٖ ۪— وَادْعُوْا شُهَدَآءَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ای خلکو! که چېرې تاسي د هغه قرآن په اړه په شک کې یاست چې مونږ پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی، نو تاسو ته چلنج (ننګونه) درکوو، چې د دې مقابله وکړئ او د دې په شان یو سورت راوړئ، که څه هم تر ټولو وړوکی سورت وي او هغه خلک چې ستاسې مرستندویان دي هغوی هم راوبلئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې ریښتیني یاست.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا وَلَنْ تَفْعَلُوْا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْ وَقُوْدُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖۚ— اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ ۟
پس که چېرې مو دا کار ونه کړ -او هېڅکله به د دې کار کولو وس ونلرئ- نو پس له هغه اور څخه ځانونه وساتئ چې د عذاب وړ انسانان پکې سوځېږي، او هغه کټې (تیږې) به هم پکې سوځي چې عبادت یې کېده، همدا اور الله تعالی د کافرانو لپاره چمتو او تیار کړی دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• أن الله تعالى يخذل المنافقين في أشد أحوالهم حاجة وأكثرها شدة؛ جزاء نفاقهم وإعراضهم عن الهدى.
بېشکه الله تعالی د اړتیا په سختو حالاتو کې منافقان رسوا کوي؛ د دوی د منافقت او له هدایت څخه د مخ اړولو په بدله کې.

• من أعظم الأدلة على وجوب إفراد الله بالعبادة أنه تعالى هو الذي خلق لنا ما في الكون وجعله مسخَّرًا لنا.
په بندګۍ (عبادت) کې د الله تعالی د یووالي په وجوب تر ټولو لوی دلیل دا دی چې الله تعالی زمونږ لپاره په کائناتو کې هر څه پیدا کړي او بیا یې مونږ ته مسخر کړي دي.

• عجز الخلق عن الإتيان بمثل سورة من القرآن الكريم يدل على أنه تنزيل من حكيم عليم.
له دې څخه د ټول مخلوق نا توانه کېدل چې د قرآن کریم د یو سورت په څېر یو سورت راوړي، په دې دلالت کوي چې دا کتاب د حکیم او پوه ذات له لوري نازل شوی (کتاب) دی.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Baqarah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara