Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Tā-ha   Ayah:
قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ فِیْ كِتٰبٍ ۚ— لَا یَضِلُّ رَبِّیْ وَلَا یَنْسَی ۟ؗ
موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: علم د هغو حالاتو چې دغه امتونه پرې وو زما د رب سره دی، لیکل شوی په لوح محفوظ کې، نه خطا کیږي رب زما د دوی په علم کې، او نه هیروي هغه څه چې یاد کړي یې دي د دوی نه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّسَلَكَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا وَّاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؕ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْ نَّبَاتٍ شَتّٰی ۟
زما د هغه رب سره چې ګرځولې ئې ده تاسې لره ځمکه همواره د اوسېدلو لپاره، او جوړې کړې یې دي تاسې لره په دې کې لارې برابرې د تګ لپاره په هغوی باندې، او راورولي یې دي د بره نه اوبه د باران، پس راوباسو مونږ په دې اوبو سره بېلا بېل ډولونه د بوټو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
كُلُوْا وَارْعَوْا اَنْعَامَكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی ۟۠
خورئ -ای خلکو- د هغه څه نه چې راویستلي مونږ تاسې لره د پاکو شیانو نه، او څروئ په دې کې خپل څاروي، بېشکه په دې ذکر شویو نعمتونو کې خامخا دلیلونه دی د الله تعالی په قدرت او یووالي باندې د عقلونو والاو لره.
Ang mga Tafsir na Arabe:
مِنْهَا خَلَقْنٰكُمْ وَفِیْهَا نُعِیْدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً اُخْرٰی ۟
د زمکې د خاورې نه مونږ ستاسې پلار آدم -علیه السلام- پیداکړی، او په دې کې به بېرته تاسې ورګرځوو په خښولو سره کله چې مړه شئ، او د دې نه به مو بېرته راوباسو بل کرت د دویم ځل زندګۍ لپاره د قیامت په ورځ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَقَدْ اَرَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَاَبٰی ۟
او یقینا مونږ ورښودلې فرعون ته زمونږ نهه معجزات ټول، نو هغه دروغ وګڼلې دا ټولې، او بند شو د قبلولو د ایمان نه په الله تعالی باندې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَالَ اَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ اَرْضِنَا بِسِحْرِكَ یٰمُوْسٰی ۟
فرعون وویل: ایا ته مونږ ته راغلی ئې د دې لپاره چې وباسې مونږ د مصر نه د هغه جادو په وجه چې تا پرې راتلل کړي -ای موسی- د دې لپاره چې پاتي شي تاته پادشاهي د مصر؟.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَلَنَاْتِیَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهٖ فَاجْعَلْ بَیْنَنَا وَبَیْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهٗ نَحْنُ وَلَاۤ اَنْتَ مَكَانًا سُوًی ۟
نو خامخا رابه وړو مونږ تاته -ای موسی- جادو ستا د جادو په شان، نو مقرر کړه زمونږ او ستا ترمنځ یوه نیټه په معلوم وخت کې او معلوم ځای کې، چې نه به وروسته کیږو مونږ د هغې نه او ته به هم د هغې نیټې څخه نه وروسته کیږې، او دا ځای باید د دواړو ترمنځ وي او هموار هم وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَالَ مَوْعِدُكُمْ یَوْمُ الزِّیْنَةِ وَاَنْ یُّحْشَرَ النَّاسُ ضُحًی ۟
موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: وعده زمونږ او ستاسې ترمنځ د اختر ورځ شوه په کوم وخت کې چې خلک راجمع کیږي او خپل اختر (جشن) لمانځي د څاښت په وخت کې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَتَوَلّٰی فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَیْدَهٗ ثُمَّ اَتٰی ۟
نو شا کړه فرعون او وګرځېده، او خپل چلونه او فریبونه یې راټول کړل، بیا راغې په هغه مقرر وخت کې مقرر ځای ته لپاره د غلبې حاصلولو (لپاره د مقابلې).
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰی وَیْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا فَیُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ ۚ— وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرٰی ۟
موسی -علیه السلام- د فرعون جادوګرانو ته د نصیحت په ډول وویل: ځان وساتئ، په الله تعالی باندې دروغ مه جوړوئ د هغه جادو په وجه چې تاسې پرې خلک دوکه کوئ ګنې نو هغه به تاسې هلاک کړي په خپل عذاب سره، او یقینا تاواني شوی هغه څوک چې په الله تعالی ئې دروغ جوړکړي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَتَنَازَعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ وَاَسَرُّوا النَّجْوٰی ۟
نو د یو بل سره مناظره (جګړه) وکړه جادوګرانو کله چې ئې د موسی -علیه السلام- خبرې واوریدلې، او په خپل منځ کې پټې مشورې وکړې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَالُوْۤا اِنْ هٰذٰنِ لَسٰحِرٰنِ یُرِیْدٰنِ اَنْ یُّخْرِجٰكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَیَذْهَبَا بِطَرِیْقَتِكُمُ الْمُثْلٰی ۟
ځینو جادوګرانو ځینو نورو ته په پټه وویل: بېشکه موسی او هارون جادوګران دي، غواړي چې تاسې په خپل راوړل شوي جادو باندې د مصر د ښار نه وباسي، او ختم کړي ستاسې اوچت دود په زندګۍ کې، او ستاسې اوچت دین.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَاَجْمِعُوْا كَیْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوْا صَفًّا ۚ— وَقَدْ اَفْلَحَ الْیَوْمَ مَنِ اسْتَعْلٰی ۟
نو تاسې خپل کار مضبوط کړئ، او په دې کې اختلاف مه کوئ، بیا مخکې شئ صف صف، او وغورځوئ هغه څه چې تاسې سره دي په یو ځل، او یقینا کامیاب شو په خپل مقصد باندې نن ورځ هغه څوک چې په خپل دښمن برلاسی شو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• إخراج أصناف من النبات المختلفة الأنواع والألوان من الأرض دليل واضح على قدرة الله تعالى ووجود الصانع.
د زمکې نه مختلف قسم بوټي په مختلفو رنګونو کې راوېستل ښکاره دلیل دی د الله تعالی په قدرت باندې او په موجودیت د پیداکوونکي.

• ذكرت الآيات دليلين عقليين واضحين على الإعادة: إخراج النبات من الأرض بعد موتها، وإخراج المكلفين منها وإيجادهم.
په دې ایتونو کې په بېرته راژوندي کولو باندې دوه ښکاره عقلي دلېلونه ذکر شول: راوېستل د بوټو د ځمکې نه وروسته د شړوالي د هغې نه، او راوېستل د خلکو د هغې نه او پیداکول د هغوی.

• كفر فرعون كفر عناد؛ لأنه رأى الآيات عيانًا لا خبرًا، واقتنع بها في أعماق نفسه.
د فرعون کفر د ضد د وجې و؛ ځکه چې هغه معجزې په سترګو مخامخ ولیدلې نه د خبر د لارې، او د زړه په تل کې په دې باندې قانع شوی هم و.

• اختار موسى يوم العيد؛ لتعلو كلمة الله، ويظهر دينه، ويكبت الكفر، أمام الناس قاطبة في المجمع العام ليَشِيع الخبر.
موسی -علیه السلام- د اختر ورځ (د جشن ورځ) غوره کړه؛ د دې لپاره چې د الله تعالی کلمه اوچته شي، او د هغه دین ښکاره شي، او ختم کړی شي (برباد شي) کفر لره، د ټولو خلکو په وړاندې په عامه مجمعه کې د دې لپاره چې دا خبر خپور شي.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Tā-ha
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara