Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

external-link copy
78 : 27

اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ

بېشکه پالونکی دې ای رسوله! د خلکو ترمنځ - چې مؤمنان هم دي او کافران هم دي - د قيامت په ورځ په انصاف پرېکړه کوي، پر مؤمن رحم کوي او کافر ته سزا ورکوي، هغه برلاسی دی چې له خپلو دوښمنانو غچ اخلي او هيڅوک پر هغه نشي برلاسی کېدلای، داسې پوه دی چې حق او باطل نه ور څخه ګډوډيږي. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• أهمية التوكل على الله.
پر الله د بروسې اهميت. info

• تزكية النبي صلى الله عليه وسلم بأنه على الحق الواضح.
د نبي صلی الله عليه وسلم پاکي چې هغه پر څرګند حق دی. info

• هداية التوفيق بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
د لارښوونې توفيق د الله په لاس کې دی، نه د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس کې. info

• دلالة النوم على الموت، والاستيقاظ على البعث.
د خوب دلالت پر مرګ، او د را وېښېدو دلالت پر بېرته را ژوندي کېدو باندې. info