Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Āl-‘Imrān   Ayah:
وَیُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَّمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او هغه به خلکو سره خبرې کوي په داسې حال کې چې وړوکی به وي د خبرو کولو مهال ته به نه وي رسېدلی، او خبرې به ورسره هم کوي چې ستر وي پوره ځواک او سړیتوب ته رسېدلی وي، د هغه څه په اړه به ورسره خبرې کوي چې د دوی د دین او دنیا رغونه پکې وي، او دی به په وینا او کړنو کې له نېکانو وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
قَالَتْ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ وَلَدٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ ؕ— قَالَ كَذٰلِكِ اللّٰهُ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
مريم په حيرانتيا سره وويل: آيا هغې لره به پرته له مېړه زوی وي، څنګه به ما لره زوی وي، سره له دې چې هيڅوک نه دي را نېږدې شوي، نه په روا او نه په ناروا ډول، پرېښتې ورته وويل لکه څنګه الله ستا بچی پرته له پلاره پيداکوي، هغه هر څه چې وغواړي د عادت او عامې کړنلارې خلاف يې پيداکوي، کله چې هغه د يو څه اراده وکړي، ورته وايي: شه؛ نو هغه شي، هيڅ شی يې هم نشي بې وسې کولای.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَیُعَلِّمُهُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ ۟ۚ
ور زده به کړي لیکل او حق ته رسېدنه او په وینا او کړنه کې وس او توفیق، او ور به ښایي هغه تورات کوم یې چې په موسی علیه السلام نازل کړی، او ور وبه ښایي هغه انجیل چې پر ده به نازل شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَرَسُوْلًا اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— اَنِّیْ قَدْ جِئْتُكُمْ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ۙۚ— اَنِّیْۤ اَخْلُقُ لَكُمْ مِّنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ فَاَنْفُخُ فِیْهِ فَیَكُوْنُ طَیْرًا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— وَاُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَالْاَبْرَصَ وَاُحْیِ الْمَوْتٰی بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— وَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَاْكُلُوْنَ وَمَا تَدَّخِرُوْنَ ۙ— فِیْ بُیُوْتِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
او وبه یې ګرځوي -همدا راز- بني اسرائیلو ته پېغمبر، چې ورته به وایي: زه تاسو ته د الله پېغمبر یم، تاسو ته د نښې سره راغلی یم چې زما په پېغمبرۍ دلالت کوي هغه دا چې: زه تاسو ته د خټې څخه د مرغه څېره انځوروم، بیا پکې پوکی کوم نو د الله په حکم سره ژوندی مرغه ګرځي، او مور زاده ړوند روغوم نو بینا کېږي، او چاته چې برګي ناروغي رسېدلې وي نو پوستکی یې روغ ګرځي، او مړی ژوندی کوم، دا ټول کارونه د الله په حکم سره تر سره کوم، او تاسو ته د هغه څه خبر درکوم چې تاسو په خپلو کورونو کې کوم خوراک کوئ او کوم پټوئ، بېشکه کومو شیانو کې چې تاسو ته مې یاد کړل چې د بشر وس پرې نه رسي؛ خامخا ښکاره نښه ده چې زه د الله پېغمبر یم تاسو ته، که چېرې تاسو ایمان لرئ، او په دلائلو باور لرئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَلِاُحِلَّ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ حُرِّمَ عَلَیْكُمْ وَجِئْتُكُمْ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ۫— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟
او -همدا راز- تاسو ته مې زما څخه مخکې نازل شوی تورات راوړ، او راغلم چې تاسو ته ځینې هغه څه چې مخکې پر تاسو حرام شوي وو حلال وګرځوم، پر تاسو د اسانتیا او کمي له کبله، او تاسو ته مې ښکاره دلیل راوړی زما د ویناوو په صحت سره، نو د الله څخه ووېرېږئ د اوامرو په منلو او نواهیو څخه ځان ساتلو باندې، او زما تابعداري وکړئ په هغه څه کې چې زه مو ورته رابلم.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
دا ځکه چې بېشکه الله زما او ستاسو پالونکی دی، نو هماغه یوازې د تابعدارۍ او وېرې وړ دی، یوازې د هغه عبادت وکړئ، همدا څه چې مې تاسو ته پرې امر وکړ چې د الله عبادت او تقوی ده همدا نېغه لار ده چې کوږوالی پکې نشته.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَلَمَّاۤ اَحَسَّ عِیْسٰی مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ اَنْصَارِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ نَحْنُ اَنْصَارُ اللّٰهِ ۚ— اٰمَنَّا بِاللّٰهِ ۚ— وَاشْهَدْ بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ ۟
کله چې عیسی علیه السلام د دوی په کفر پاتې کېدلو پوه شو، نو بني اسرائیلو ته یې وویل: څوک به الله ته په رابللو کې راسره مرسته وکړي؟ غوره شوو تابعدارانو یې وویل: مونږ د الله د دین مرستندوی یو، مونږ پر الله باور لرو او ستا تابعداري کوو، او -ای عیسی- شاهد اوسه چې مونږ الله ته په توحید او تابعدارۍ غاړه ایښودونکي یو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• شرف الكتابة والخط وعلو منزلتهما، حيث بدأ الله تعالى بذكرهما قبل غيرهما.
دلیکلو او خط فضیلت او مرتبه او د هغې لوړه درجه، پدې وجه چې الله د دې دواړو یادونه له نورو مخکې وکړه.

• من سنن الله تعالى أن يؤيد رسله بالآيات الدالة على صدقهم، مما لا يقدر عليه البشر.
د الله تعالی تګلاره دا ده چې خپلو پېغمبرانو ته د هغوی د ريښتنولۍ ثابتولو لپاره داسې نښې ورکوي چې بشر یې توان نلري.

• جاء عيسى بالتخفيف على بني إسرائيل فيما شُدِّد عليهم في بعض شرائع التوراة، وفي هذا دلالة على وقوع النسخ بين الشرائع.
عیسی بني اسرائيلو ته په هغه څه کې له تخفيف سره راغی چې په تورات کې ځينې حکمونه پرې سخت راغلي وو، دا د شريعتونو ترمنځ د نسخې (منسوخېدو) د رامنځته کېدو دليل دی.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Āl-‘Imrān
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara