Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

external-link copy
49 : 33

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوْهُنَّ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَمَسُّوْهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَیْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّوْنَهَا ۚ— فَمَتِّعُوْهُنَّ وَسَرِّحُوْهُنَّ سَرَاحًا جَمِیْلًا ۟

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله مو چې پر مؤمنو مېرمنو تړون وکړ د نکاح تړون، بيا مو هغوی له دخول مخکې طلاقې کړې، نو ستاسو لپاره پر هغوی عدت نشته، هغه بيا که په حيضونو سره وي او که مياشتو، ځکه دا خبره څرګنده شوه چې د هغوی په رحمونو کې څه نه دي جوړ شوي، له خپل توان سره سم مو هغوی ته په مالونو متعې ورکړئ، ترڅو په طلاق مات شوي زړونه يې لږ جوړ شي او پرته له ازاره يې په ښه توګه لاره پرېږدئ.
info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• الصبر على الأذى من صفات الداعية الناجح.
پر اذيت صبر کول د بريالي بلونکي له صفتونو څخه دی. info

• يُنْدَب للزوج أن يعطي مطلقته قبل الدخول بها بعض المال جبرًا لخاطرها.
د مېړه لپاره مستحب دي چې له کوروالي مخکې طلاق کړې مېرمنې ته يې د هغې د زړه خوشالولو لپاره څه مال ورکړي. info

• خصوصية النبي صلى الله عليه وسلم بجواز نكاح الهبة، وإن لم يحدث منه.
د نبي صلی الله عليه وسلم دا ځانګړتیا ده چې د هغه لپاره د ډالۍ نکاح روا ده که څه هم دا پېښه شوې نه ده. info