Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Ash-Shūra   Ayah:
فَاطِرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّمِنَ الْاَنْعَامِ اَزْوَاجًا ۚ— یَذْرَؤُكُمْ فِیْهِ ؕ— لَیْسَ كَمِثْلِهٖ شَیْءٌ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
الله پرته له پخوانۍ بېلګې د آسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، تاسو لره يې له خپلو ځانونو جوړې (مېرمنې) پيداکړې دي، او له اوښانو، غواوو او پسونو يې هم جوړې پيداکړې دي، تر څو ستاسو لپاره څاروي زيات شي، تاسو پيدا کوي داسې چې ستاسو لپاره یې د واده کولو لپاره جوړې پيدا کړي او تاسو ته ژوند درکوي داسې چې ستاسو لپاره د څارويو غوښې او شېدې پيداکوي، د هغه په مخلوقاتو کې هیح شی د هغه مماثل نه شي کیدای، هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اوورېدونکی او کړنو لره يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، او ژر به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير و، نو خير او که شر و، نو شر به وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
يوازې هغه لره د آسمانونو او ځمکې د زېرمو چابيانې دي، له بندګانو يې چې چاته وغواړي د ازموينې په توګه يې روزي ورپراخوي، چې آيا شکر کوي او که کفر کوي؟ او چاته چې وغواړي د ازميښت په ډول يې روزي تنګوي چې صبر کوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟ له شک پرته هغه پر هر څه پوه دی له هغو شيانو هيڅ هم ترې پټ نه دي په هغو کې يې د بندګانو ګتې وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
شَرَعَ لَكُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا وَصّٰی بِهٖ نُوْحًا وَّالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَمَا وَصَّیْنَا بِهٖۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی وَعِیْسٰۤی اَنْ اَقِیْمُوا الدِّیْنَ وَلَا تَتَفَرَّقُوْا فِیْهِ ؕ— كَبُرَ عَلَی الْمُشْرِكِیْنَ مَا تَدْعُوْهُمْ اِلَیْهِ ؕ— اَللّٰهُ یَجْتَبِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یُّنِیْبُ ۟ؕ
ستاسو لپاره يې هغه دين د شريعت په توګه درکړ، چې نوح ته مو د هغه په رسولو او عمل کولو امر کړی و، او ای رسوله! تاسوته مو هم وحي کړی دی، او تاسو ته يې د هغه څه سپارښتنه کړې چې ابراهيم، موسی او عیسی ته مو يې د رسولو او عمل کولو امر کړی و او لنډه دا چې: په دين نېغ ودرېږئ او په هغو کې اختلاف کول پرېږدئ، پر مشرکانو ستا لخوا د هغوی د الله يووالي او له هغه پرته د بل چا عبادت پرېښودلو ته را بلنه درنده شوه، الله چې له بندګانو يې چاته وغواړي غوره کوي ېې د خپل عبادت او پيروۍ توفيق ورکوي، او له بندګانو يې چې څوک هغه ته له خپلو ګناهونو په توبه اېستلو رجوع کوي خپل لوري ته يې لارښوونه کوي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَمَا تَفَرَّقُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی لَّقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اُوْرِثُوا الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟
او کافران او مشرکان وروسته تر هغې په اختلاف کې شول چې هغوی ته د محمد صلی الله عليه وسلم پر رالېږلو پر هغوی حجت قائم شو، د هغوی اختلاف يوازې د سرکښۍ او ظلم له امله و، که چېرې د الله په پوهه کې دا خبره نه وای تېره شوې چې هغه په خپله پوهه کې له هغوی تر يوې ټاکلې مودې چې د قيامت ورځ ده عذاب وروسته کوي، نو الله به د هغوی ترمنځ پرېکړه کړې وای، چې د هغوی پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله به يې په عذاب ورکولو کې بيړه کړې وای، او بېشکه هغه کسان چې تورات يې له يهودو او انجيل يې له نصاراوو وروسته له خپلو پخوانيو او وروسته له دغو مشرکانو څخه په ميراث ترلاسه کړل، هغوی هرمرو د دغه قرآن په اړه چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی په شک کې دي او درواغ ګڼونکي يې دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
فَلِذٰلِكَ فَادْعُ ۚ— وَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ ۚ— وَقُلْ اٰمَنْتُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنْ كِتٰبٍ ۚ— وَاُمِرْتُ لِاَعْدِلَ بَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ؕ— لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؕ— لَا حُجَّةَ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ یَجْمَعُ بَیْنَنَا ۚ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟ؕ
دغه مستقيم (نېغ) دين ته بلنه کوه، د الله له امر سره سم پرې ټينګ اوسه، او د هغوی د باطلو هوسونو پيروي مه کوه، او د هغوی د شخړې پر مهال ووايه: پر الله او پر هغو کتابونو مې ايمان راوړی چې پر رسولانو يې نازل کړي دي، او الله امر راته کړی چې ستاسو ترمنځ په عدل پرېکړه وکړم، الله هغه ذات دی چې بنده ګي يې کوم، زموږ او ستاسو ټولو پالونکی دی، زموږ لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، ستاسو لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، وروسته تردې چې دليل څرګند او سمه لار په ډاګه شوه زموږ او ستاسو تر منځ جګړه نشته، الله به موږ ټول را غونډ کړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو هر چاته به هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، چې هغه مهال به رېښتينی له درواغجن او حق والا به د باطل والا څخه بېل شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• دين الأنبياء في أصوله دين واحد.
د نبيانو دين په اصولو کې يو دين دی.

• أهمية وحدة الكلمة، وخطر الاختلاف فيها.
د خبرې[فکر او نظر] د يووالي اهميت او په هغې کې د اختلاف خطر.

• من مقومات نجاح الدعوة إلى الله: صحة المبدأ، والاستقامة عليه، والبعد عن اتباع الأهواء، والعدل، والتركيز على المشترك، وترك الجدال العقيم، والتذكير بالمصير المشترك.
د الله لوري ته د بلنې د بريا له لارو څخه د بنسټ سموالی، پر هغو ټينګ درېدل، د هوسونو له پيروۍ لرې والی، عدالت، مشترک شي ته ډېره پاملرنه کول، د شنډې شخړې پرېښودل، او د ګډې لارې ور په يادونه دي.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Ash-Shūra
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara