Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Ayah: (43) Surah: Al-Mā’idah
وَكَیْفَ یُحَكِّمُوْنَكَ وَعِنْدَهُمُ التَّوْرٰىةُ فِیْهَا حُكْمُ اللّٰهِ ثُمَّ یَتَوَلَّوْنَ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ؕ— وَمَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
او یقینا د دوی کار خو عجیب دی، نو دوی په تا باندې کفر کوي، او بیا تاته فیصلې هم راوړي په دې امید چې شاید ته به د دوی د خواهشاتو موافق فیصله وکړې، او دوی چې دي د دوی سره تورات دی هغه چې ګمان کوي چې دوی پرې ایمان لري، په دې کې د الله تعالی فیصلې دي، بیا دوی مخ اړوي ستا د فیصلې څخه کله چې د دوی د خواهشاتو سره موافق نه وي، نو دوی یوځای کړ کفر په هغه څه چې د دوی په کتاب کې دی، او مخ اړول ستا د فیصلې څخه، او د دوی دا کار د مومنانو د کار په شان ندی، نو دوی په دغه وخت کې ایمان لرونکي ندي په تا باندې او په هغه دین چې تا پرې راتګ کړی دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• تعداد بعض صفات اليهود، مثل الكذب وأكل الربا ومحبة التحاكم لغير الشرع؛ لبيان ضلالهم وللتحذير منها.
د یهودو ځینو صفتونو ته اشاره لکه دروغ وییل، سود خوړل، او د الله له شریعت څخه بل قانون ته د فیصلې وړلو ته لیوالتیا، دا د دې لپاره چې د دوی ګمراهۍ ښکاره شي او خلک ورڅخه وویرول شي.

• بيان شرعة القصاص العادل في الأنفس والجراحات، وهي أمر فرضه الله تعالى على من قبلنا.
په نفسونو او زخمونو کې د عادلانه قصاص روا والی، او دا چې دا د الله تعالی امر دی چې دا کار یي فرض کړی زمونږ څخه وړاندې په نورو خلکو هم.

• الحث على فضيلة العفو عن القصاص، وبيان أجرها العظيم المتمثّل في تكفير الذنوب.
د قصاص پر ځای بخښني ته د هڅولو غوره والی، او بیان د لوی اجر د عفوی چې د ګناهونو بخل دي.

• الترهيب من الحكم بغير ما أنزل الله في شأن القصاص وغيره.
په قصاص او نورو حکمونو کې پرته له هغه څه چې الله نازل کړي دي له فیصلې کولو څخه ویرول.

 
Salin ng mga Kahulugan Ayah: (43) Surah: Al-Mā’idah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Indise ng mga Salin

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Isara