Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Mujādalah   Ayah:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَاجَیْتُمُ الرَّسُوْلَ فَقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقَةً ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لَّكُمْ وَاَطْهَرُ ؕ— فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
کله چې صحابه و له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پټې خبرې زياتې کړې، الله وفرمايل: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی کله مو چې له رسول سره د پټو خبرو اراده وکړه، نو له پټوخبرو مخکې مو صدقه وړاندې کړئ، دغه د خيرات وړاندې کول ستاسو لپاره ډېره غوره او پاکيزه دي، ځکه په هغې کې د الله هغه پيروي ده چې زړونه پاکوي، که هغه څه مو ونه موندل چې خيرات يې کړئ، نو بيا پر تاسو په پټو خبرو کې کومه ګناه نشته، بېشکه الله د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی، چې هغوی يوازې پر هغه څه مکلفوي چې په توان کې يې وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
ءَاَشْفَقْتُمْ اَنْ تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقٰتٍ ؕ— فَاِذْ لَمْ تَفْعَلُوْا وَتَابَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
آيا له رسول سره د پټو خبرو کولو پر مهال مخکې د خيرات ورکولو له امله له بې وزلۍ وډار شوئ؟! کله مو چې هغه څه ونه کړل چې الله له هغو امر پرې کړی دی، او ستاسو توبه يې ومنله چې د پرېښودلو رخصت يې درکړ؛ نو پر بشپړ ډول لمونځ کوئ، د خپلو مالونو زکات ورکوئ، د الله او د هغه د رسول پيروي کوئ، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې نه پټيږي، او ژر به پرې بدله درکړي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؕ— مَا هُمْ مِّنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ ۙ— وَیَحْلِفُوْنَ عَلَی الْكَذِبِ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۚ
اې رسوله! ايا تا هغو منافقانو ته نه دي کتلي چې له هغو يهودانو سره يې دوستي کړې چې الله د هغوی د کفر او ګناهونو له امله پرې غضب کړی، دغه منافقان نه له مؤمنانو او نه له يهودانو څخه دي، بلکې هغوی په منځ منځ کې دي نه له دغو څخه او نه له هغو څخه دي، او لوړې کوي چې هغوی مسلمانان دي او دا چې هغوی د مسلمانانو خبرې يهودو ته نه دي نقل کړې، او هغوی په خپلو لوړو کې درواغجن دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
الله د هغوی لپاره په آخرت کې سخت عذاب چمتو کړی، داسې چې د اور تر ټولو لاندې کندې ته به يې ننباسي، پرته له شکه بد دي د هغوی په دنيا کې د کفر اعمال.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟
هغوی خپلې هغه لوړې چې کوي يې د خپل کفر له امله له وژلو څخه ډال ګرځولې دي، داسې چې پر هغو يې اسلام ښکاره کړی تر څو يې وينې او مالونه خوندي کړي، نو خلک يې له حقه ګرځولي ځکه په هغو کې د مسلمانانو لپاره سپکاوی او ایسارول دي له هغه څه چې غواړي یې، نو د هغوی لپاره داسې سپکوونکی عذاب دی چې سپکوي او ذليلوي به يې.
Ang mga Tafsir na Arabe:
لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
هغوی ته به يې مالونه او اولادونه د الله په وړاندې هيڅ ګټه ونه رسوي، همدوی د اور والا دي چې ور ننوزي به، تل ترتله به پکې وي له هغوی به عذاب پرې نه شي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیَحْلِفُوْنَ لَهٗ كَمَا یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ عَلٰی شَیْءٍ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
په کومه ورځ چې الله هغوی ټول ژوندي راپورته کړي، له هغوی به يو هم داسې پرې نه ږدي مګر دا چې د بدلې لپاره به يې را پورته کړي، نو الله ته به لوړې کوي چې هغوی پر کفر او نفاق نه و، بلکې هغوی داسې مؤمنان وو چې پر هغه څه يې عمل کولو چې الله رضا کوي، اې مؤمنانو! هغوی به په آخرت کې هغه (الله) لره داسې لوړې کوي لکه په دنيا کې يې چې تاسو ته کولې، چې ګواکې هغوی مسلمانان دي، هغوی دا ګومان کوي چې پر دغو لوړو چې الله لره يې کوي پر څه داسې دليل دی چې هغوی ته ګټه رسوي او يا ضرر ور څخه دفع کوي، خبر اوسئ هغوی په رېښتيا په دنيا کې په خپلو قسمونو کې او په آخرت کې په خپلو قسمونو کې درواغجن دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِسْتَحْوَذَ عَلَیْهِمُ الشَّیْطٰنُ فَاَنْسٰىهُمْ ذِكْرَ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حِزْبُ الشَّیْطٰنِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ حِزْبَ الشَّیْطٰنِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
پر هغوی شيطان برلاسی شوی، چې په خپله وسوسه يې د الله ياد ترې هېر کړی، نو پر هغه څه يې عمل نه دی کړی چې الله رضا کوي، بلکې پر هغه څه يې عمل کړی چې په غوسه کوي يې، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي همدوی د ابلیس لښکر او د هغه پيروان دي، خبر اوسئ همدغه د شيطان لښکر او پيروان په دنيا او آخرت کې تاوانيان دي، چې لارښوونه يې پر لار ورکۍ او جنت يې په دوزخ پلورلي دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗۤ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْاَذَلِّیْنَ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي همدوی په هغه ډله کې دي چې الله په دنيا او آخرت کې رسوا کړي او له کافرانو امتونو څخه يې سپک کړي دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
كَتَبَ اللّٰهُ لَاَغْلِبَنَّ اَنَا وَرُسُلِیْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
الله په خپله پخوانۍ پوهه کې پرېکړه کړې چې هرومرو به زه او زما رسولان د خپلو دښمنانو پر وړاندې په حجت او ځواک سره برلاسي کيږو، پرته له شکه الله د خپلو رسولانو په مرسته ځواکمن، برلاسی دی چې د هغوی له دښمنانو به غچ اخلي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• لطف الله بنبيه صلى الله عليه وسلم؛ حيث أدَّب صحابته بعدم المشقَّة عليه بكثرة المناجاة.
د الله مهرباني پر خپل نبي صلی الله عليه وسلم باندې، داسې چې د هغه صحابه يې داسې و روزل چې په زياتو پټو خبرو کولو سره پر هغه کړاو نه راولي.

• ولاية اليهود من شأن المنافقين.
له يهودانو سره دوستي د منافقانو شان دی.

• خسران أهل الكفر وغلبة أهل الإيمان سُنَّة إلهية قد تتأخر، لكنها لا تتخلف.
د کافرانو زيانمن کېدل او مؤمنانو برلاسي کېدل يوه الهي کړنلار ده، کله وروسته کيږي خو خلاف نه کيږي.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Mujādalah
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara