Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Hashr   Ayah:

حشر

Ilan sa mga Layon ng Surah:
إظهار قوة الله وعزته في توهين اليهود والمنافقين، وإظهار تفرقهم، في مقابل إظهار تآلف المؤمنين.
د يهودو او منافقانو په سپکاوي کې د الله د ځواک او عزت ښکارندوينه، د هغوی د اختلاف ښکارندوينه، بل لوري ته د مؤمنانو د مينې ښکارندوينه.

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمکه کې له مخلوقاتو څخه دي د الله لويي او له هغه څه پاکي بيانوي چې له هغه سره نه ښايي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په مخلوق، شريعت او قدرت کې يې د حکمت والا دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
هُوَ الَّذِیْۤ اَخْرَجَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ دِیَارِهِمْ لِاَوَّلِ الْحَشْرِ ؔؕ— مَا ظَنَنْتُمْ اَنْ یَّخْرُجُوْا وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مَّا نِعَتُهُمْ حُصُوْنُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَاَتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوْا وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُوْنَ بُیُوْتَهُمْ بِاَیْدِیْهِمْ وَاَیْدِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۗ— فَاعْتَبِرُوْا یٰۤاُولِی الْاَبْصَارِ ۟
(الله) همغه ذات دی چې کومو بنو نضيرو پر الله کفر کړی و او د هغه رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې درواغجن ګڼلی و، په مدينه کې يې له کورونو په لومړنۍ اېستنه له مدينې څخه شام ته واېستل، او هغوی د اهل تورات له يهودو څخه وو، وروسته د ژمنې تر ماتولو او د هغه پر خلاف له مشرکانو سره تر يوځای کېدلو، هغوی يې د شام ځمکې ته و اېستل، په داسې حال کې چې اې مؤمنانو! تاسو ګومان نه کولو چې هغوی دې له کورونو څخه و اېستل شي، ځکه هغوی عزت او ځواک لرلو، او هغوی په خپله هم ګومان کولو چې د هغوی مضبوطې کلاګانې به هغوی د الله له نيونې او عذاب څخه وساتي، خو د الله عذاب له هغه لوري پرې راغی چې د راتګ اټکل يې هم نه و کړی، کله يې چې رسول ته د هغوی د وژلو او له کورونو څخه د اېستلو امر وکړ، او الله د هغوی په زړونو کې سخته وېره ورواچوله، هغوی خپل کورونه له ننې خوا نړول ترڅو مسلمانان ګټه ترې وانخلي، او مسلمانانو له بېرونه نړول، نو اې د سترګو څښتنانو له هغه څه پند واخلئ چې پر هغوی د خپل کفر له امله راغلل، د هغوی غوندې مه کېږئ، چې د هغوی سزا او عذاب به ترلاسه کړئ کوم چې هغوی ته ورکړل شو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَلَوْلَاۤ اَنْ كَتَبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمُ الْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیَا ؕ— وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ۟
او که الله د هغوی لپاره له کورونو يې ویستل نه وای ليکلي، نو په دنيا کې به يې په وژلو او بندي کولو سزا ورکړې وه او په آخرت کې به هغوی لره د اور سزا وي چې انتظار يې کوي او تل ترتله به پکې وي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• المحبة التي لا تجعل المسلم يتبرأ من دين الكافر ويكرهه، فإنها محرمة، أما المحبة الفطرية؛ كمحبة المسلم لقريبه الكافر، فإنها جائزة.
هغه محبت چې مسلمان د کافر له دين څخه نه بېزاره کوي او هغه بد نه ګڼي، نو هغه حرام دی، خو هغه فطري محبت، لکه د يو مسلمان له کافر خپلوان سره محبت دا بيا جائز دی.

• رابطة الإيمان أوثق الروابط بين أهل الإيمان.
د اهل ايمان ترمنځ د ايمان اړيکه ترټولو پياوړې اړيکه ده.

• قد يعلو أهل الباطل حتى يُظن أنهم لن ينهزموا، فتأتي هزيمتهم من حيث لا يتوقعون.
کله د باطل څښتنان لوړيږي تردې چې ګومان کيږي چې هغوی ماتې نه خوري، خو له هغه لوري يې ماتې راځي چې هيله يې نه کيږي.

• من قدر الله في الناس دفع المصائب بوقوع ما دونها من المصائب.
په خلکو کې د الله له تقدير څخه دا هم دی چې لويې ستونزې د کوچنيو ستونزو په راوستلو سره دفع کوي.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Hashr
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara