Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Ayah: (80) Surah: Al-A‘rāf
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او یاد کړه لوط -علیه السلام- کله چې هغه وویل پداسې حال کې چې انکار کوونکی و خپل قوم ته: آیا تاسو راتګ کوئ نا اشنا او بد کار ته چې هغه نارینو ته راتګ دی په شهوت سره (لواطت)؟! دا بد کار چې تاسو اول شروع کړی، نو ستاسو نه هیچا مخکې دا کار نه دی کړی!
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• الاستكبار يتولد غالبًا من كثرة المال والجاه، وقلة المال والجاه تحمل على الإيمان والتصديق والانقياد غالبًا.
تکبر او لویې زیاتره د ډیر مال او لوړې مرتبې نه پیداکیږي، او لږوالی د مال او د مرتبې زیاتره انسان لره په ایمان او ریښتنولۍ او غاړه کیښودلو باندې مجبوروي.

• جواز البناء الرفيع كالقصور ونحوها؛ لأن من آثار النعمة: البناء الحسن مع شكر المنعم.
د اوچتو ابادیو جوړول لکه قصرونه او نور جایز دي؛ ځکه د نعمت د اثارو څخه دا دي: ښایسته آبادي سره د شکر ویستلو د انعام کوونکي نه.

• الغالب في دعوة الأنبياء أن يبادر الضعفاء والفقراء إلى الإصغاء لكلمة الحق التي جاؤوا بها، وأما السادة والزعماء فيتمردون ويستعلون عليها.
د پیغمبرانو په دعوت کې زیات داسې وي چې کمزوري او غریبان مخکې کیږي غوږ کیخودلو د حق کلمې ته هغه چې دې پیغمبرانو پرې راتګ کړی وي، او هر چې مشران او ملکان دي نو هغوی سرکشي کوي او د حق نه لویې کوي.

• قد يعم عذاب الله المجتمع كله إذا كثر فيه الخَبَث، وعُدم فيه الإنكار.
ډیر کرتې د الله تعالی عذاب ټولې مجتمع ته رسیږي کله چې بد کاريانی زیاتې شي، او په دې باندې انکار کول ختم شي.

 
Salin ng mga Kahulugan Ayah: (80) Surah: Al-A‘rāf
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara