Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin

external-link copy
248 : 2

وَقَالَ لَهُمْ نَبِیُّهُمْ اِنَّ اٰیَةَ مُلْكِهٖۤ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ التَّابُوْتُ فِیْهِ سَكِیْنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَبَقِیَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ اٰلُ مُوْسٰی وَاٰلُ هٰرُوْنَ تَحْمِلُهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟۠

او د دوی نبي دوی ته وویل: چې بېشکه علامه د پادشاهۍ د ده (طالوت) دا ده چې تاسې ته به (یو) صندوق راشي چې په هغه کې به ستاسې د رب (له لوري) آرامتیا او د موسی او هارون د اولادې میراثونه وي چې هغه (صندوق) به ملایکې حمل کوي، بېشکه په دې کې ستاسو لپاره لویه نښه ده که چېرې تاسي مومنان یاست. info
التفاسير: