Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Sentro ng Rowad sa Pagsasalin

external-link copy
13 : 3

قَدْ كَانَ لَكُمْ اٰیَةٌ فِیْ فِئَتَیْنِ الْتَقَتَا ؕ— فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاُخْرٰی كَافِرَةٌ یَّرَوْنَهُمْ مِّثْلَیْهِمْ رَاْیَ الْعَیْنِ ؕ— وَاللّٰهُ یُؤَیِّدُ بِنَصْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّاُولِی الْاَبْصَارِ ۟

يقيناًِ تاسي لپاره په هغو دوو ډلو كې د عبرت يوه نښه وه، چې ( په بدر كې) يوه له بلې سره په جنګ شولې، يوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله ډله د كافرانو وه، ليدونكو په سترګو دوی لره خپل دوه چنده ليدل، او د الله چې چا ته خوښه شي په خپل بري او نصرت ورسره مرسته كوي د بصيرت خاوندانو لپاره په دې كې ستر درس پروت دى. info
التفاسير: