Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئىسرا   ئايەت:
وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَنَحْشُرُهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ عُمْیًا وَّبُكْمًا وَّصُمًّا ؕ— مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنٰهُمْ سَعِیْرًا ۟
او چا ته چې الله لار وښووله نو همغه لار میندونکی دی. او څوک يې چې لار ورکي کړل نو هیڅکله به پرته له الله د هغوی ملاتړي مینده نه کړې. او مونږ به همدا خلک د قیامت په ورځ پړمخ په داسې حال کې چې ړانده، ګونګیان او کاڼه به وي راټول او د ورتګ ځای يې جهنم دی. او چې کله هم د اور لمبې څه غلې او ښکته کیږي مونږ به يې لا ورته تیز وو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟
دا جزا ځکه ورکوو چې هغوی زمونږ په ایتونو کافر او ویلې به يي چې: کله مونږ زاړه هډوکي او ورستې خاورې شو بیا به هم له سره بیرته پیدا کیږو؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ اَجَلًا لَّا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَاَبَی الظّٰلِمُوْنَ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
ایا دې ته يې فکر نه رسیږي چې هغه الله چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي توان لري چې د پخوا په شان يې بیا پیدا کړي او د دوی لپاره يې یوه پخه نیټه ټاکلې ده. خو ظالمانو پرته له دې چې ناشکري وکړي نور يې هر څه ته شاه کړه.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قُلْ لَّوْ اَنْتُمْ تَمْلِكُوْنَ خَزَآىِٕنَ رَحْمَةِ رَبِّیْۤ اِذًا لَّاَمْسَكْتُمْ خَشْیَةَ الْاِنْفَاقِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ قَتُوْرًا ۟۠
ای محمده! هغوی ته وایه که زما د رب د رحمتونو خزانې ستاسې په واک کې وای، نو د فقر او مسکینۍ له له ډار نه به مو پوره بخیلي کړې وه. انسان خورا زړه تنګی او بخیل دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ فَسْـَٔلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِذْ جَآءَهُمْ فَقَالَ لَهٗ فِرْعَوْنُ اِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰمُوْسٰی مَسْحُوْرًا ۟
او مونږ موسی ته نهه ښکاره معجزې ورکړې وي. نو د هغو په هکله بنې اسرائیل پوښته. کله چې موسی هغوی ته ورغی نو فرعون ورته وویل: زه باور لرم چې جادو درباندې شوی دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَاۤ اَنْزَلَ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ بَصَآىِٕرَ ۚ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰفِرْعَوْنُ مَثْبُوْرًا ۟
موسی ورته وویل: ته ښه پوهیږې چې زما ښکاره معجزې د اسمانونو او ځمکې د رب له لورې دي. او ای فرعونه! زما پوخ باور دی چې ته به هلاک شې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَاَرَادَ اَنْ یَّسْتَفِزَّهُمْ مِّنَ الْاَرْضِ فَاَغْرَقْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ جَمِیْعًا ۟ۙ
فرعون هڅه وکړه چې موسی او ملګري يي له هیواد نه وشړي خو مونږ فرعون او د هغه ټول ملګري له یوې مخې په اوبو کې غرق کړل.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّقُلْنَا مِنْ بَعْدِهٖ لِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اسْكُنُوا الْاَرْضَ فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِیْفًا ۟ؕ
او له دې وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: چې اوس تاسې په هغه ځمکه کې اوسئ او کله چې د اخرت د ورځې وخت راشي نو بیا به تاسې او هغوی ټول یو ځای سره راولو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئىسرا
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش