Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئىسرا   ئايەت:
وَاِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِی الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُوْنَ اِلَّاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا نَجّٰىكُمْ اِلَی الْبَرِّ اَعْرَضْتُمْ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ كَفُوْرًا ۟
او کله چې تاسې ته د بحر په مینځ کې کومه سختي رسیدلې نو پرته له الله چې څومره شیان تاسې رابلئ ټول در نه ورک شوي او چې کله مو وچې ته په راویستلو سره ژغورلي يې نو مخ مو اړولی. په رښتیا چې انسان ډیر ناشکره دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَفَاَمِنْتُمْ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ اَوْ یُرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ وَكِیْلًا ۟ۙ
له دې نه بې غمه يې چې په وچه کې مو په ځمکه کې ننه باسي؟ او یا درباندې ډبرې وروونکی طوفان راوالوزوي؟ بیا به مو هیڅ ساتونکی نه وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ اَمِنْتُمْ اَنْ یُّعِیْدَكُمْ فِیْهِ تَارَةً اُخْرٰی فَیُرْسِلَ عَلَیْكُمْ قَاصِفًا مِّنَ الرِّیْحِ فَیُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ۙ— ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ عَلَیْنَا بِهٖ تَبِیْعًا ۟
او ایا له دې نه ډاډمن يې چې: تاسې په بل ځای بخر ته بوځي او هلته درباندې بل مخ اړوونکی باد راوالوزوي. او د ناشکرۍ په بدل کې مو غرق کړي؟ بیا به مو هیڅ ملاتړ نه وي چې له مونږ نه مو پوښتنه وکړي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِیْۤ اٰدَمَ وَحَمَلْنٰهُمْ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَفَضَّلْنٰهُمْ عَلٰی كَثِیْرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِیْلًا ۟۠
او په رښتیا چې مونږ بنې ادم ډیر عزت من کړی. په وچه او لمده کې مو هغه ته سپرلۍ ورکړې. له پاکو څیزونو نه مو هغه ته روزي ورکړې او په خپلو ډیرو مخلوقاتو مو هغه ته ډیر زیات غوره والی وربښلی دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یَوْمَ نَدْعُوْا كُلَّ اُنَاسٍ بِاِمَامِهِمْ ۚ— فَمَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ یَقْرَءُوْنَ كِتٰبَهُمْ وَلَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
او هغه ورځ په پام کې نیسه چې مونږ په هره ډله د هغوی له مشرانو سره راوغواړو نو چاته چې خپله عملنامه په ښي لاس ورکړای شوه نو هغوی به خپله عملنامه لولي او یو بڅری ظلم به هم پرې ونه کړای شي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمَنْ كَانَ فِیْ هٰذِهٖۤ اَعْمٰی فَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ اَعْمٰی وَاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟
او څوک چې په دنیا کې د حق له لیدلو او پیژندلو نه ړوند وي نو په اخرت کې به هم ړوند، بلکې له هغه نه به هم لار ورکی وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِنْ كَادُوْا لَیَفْتِنُوْنَكَ عَنِ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ لِتَفْتَرِیَ عَلَیْنَا غَیْرَهٗ ۖۗ— وَاِذًا لَّاتَّخَذُوْكَ خَلِیْلًا ۟
او ای محمده! نژدې وو چې مشرکان تا د هغه څه په هکله چې مونږ در ته وحې کړې په ازمیښت کې واچوي تر څو پر مونږ زمونږ له وحې نه جلا بل څه وتړې نو که دا کار دې کړی وای بیا به يې خپل دوست نیولی وای.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَوْلَاۤ اَنْ ثَبَّتْنٰكَ لَقَدْ كِدْتَّ تَرْكَنُ اِلَیْهِمْ شَیْـًٔا قَلِیْلًا ۟ۗۙ
او که مونږ ته کلک کړی نه وای نژدې وو چې د هغوی په لور لږ څه ور کوږ شي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِذًا لَّاَذَقْنٰكَ ضِعْفَ الْحَیٰوةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَیْنَا نَصِیْرًا ۟
نو که ته ورکوږ شوی وای نو مونږ به په دنیا کې دوه برابره عذاب درڅکلی وای او په اخرت کې هم بیا به تا زمونږ پر خلاف ملاتړ نه وای میندلای.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئىسرا
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش