Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: بەقەرە   ئايەت:
وَاذْكُرُوا اللّٰهَ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْدُوْدٰتٍ ؕ— فَمَنْ تَعَجَّلَ فِیْ یَوْمَیْنِ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ ۚ— وَمَنْ تَاَخَّرَ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ ۙ— لِمَنِ اتَّقٰی ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
او الله جل جلاله په شمارلو ورځو کې یاد کړئ نو که چا په دوه ورځو کې بیړه وکړه کومه ګناه پرې نشته، او که څوک وروسته ورځې ته پاتې شو هم ګناه پرې نشته خو دا د هغه چا لپاره چې له الله څخه ډاریږي له الله وډار شئ او پوه شئ چې هغه ته به ورټول کړای شئ.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّعْجِبُكَ قَوْلُهٗ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیُشْهِدُ اللّٰهَ عَلٰی مَا فِیْ قَلْبِهٖ ۙ— وَهُوَ اَلَدُّ الْخِصَامِ ۟
ځینې خلک لا هغه دي چې د دنیوي ژوند خبرې یې تا خوښوي او همیش الله پاک په هغه څه شاهد نیسي چې په زړه کې یې دي خو هغه خورا بد جګړه مار وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِذَا تَوَلّٰی سَعٰی فِی الْاَرْضِ لِیُفْسِدَ فِیْهَا وَیُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الْفَسَادَ ۟
او کله چې ستا له مخې ولاړ یا واکمن شي نو ټوله هڅه یې همدا وي چې په ځمکه کې فساد جوړ، کښتونه او نسلونه تباه کړي او الله پاک فساد نه خوښوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُ اتَّقِ اللّٰهَ اَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْاِثْمِ فَحَسْبُهٗ جَهَنَّمُ ؕ— وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟
او کله چې ورته وویل شو چې: له الله وډار شه! نو غرور او تکبر نور هم په ګناه ور ټینګ کړ نو جهنم یې بس دی هغه خورا بد استوګنځای دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْرِیْ نَفْسَهُ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ ۟
او ځینې کسان لا داسې دي چې : د الله جل جلاله د خوښې د ترلاسه کولو لپاره خپل ځان پلوري او الله په بنده ګانو ډیر مهربان دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ادْخُلُوْا فِی السِّلْمِ كَآفَّةً ۪— وَلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
ای مؤمنانو! په اسلام کې په بشپړ ډول ورننوځئ، او د شیطان پر پلونو مه ځئ، بې شکه چې شیطان ستاسې ښکاره دښمن دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَاِنْ زَلَلْتُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ الْبَیِّنٰتُ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
نو که بیا هم سره له دې چې تاسې ته روښانه دلیلونه راغلي دي وښوئیدلئ نو پوه شئ چې الله زوره ور او حکیم دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیَهُمُ اللّٰهُ فِیْ ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَقُضِیَ الْاَمْرُ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟۠
ایا دوی پرته له دې د بل څه انتظار کوي؟ چې الله ورته د وریځو په سیورو کې راشي او ملایکې هم او د کار پریکړه وشي او خاص الله ته ټول کارونه ورګرځول کیږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: بەقەرە
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش