Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: بەقەرە   ئايەت:
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوْتُ بِالْجُنُوْدِ ۙ— قَالَ اِنَّ اللّٰهَ مُبْتَلِیْكُمْ بِنَهَرٍ ۚ— فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَیْسَ مِنِّیْ ۚ— وَمَنْ لَّمْ یَطْعَمْهُ فَاِنَّهٗ مِنِّیْۤ اِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِیَدِهٖ ۚ— فَشَرِبُوْا مِنْهُ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ ؕ— فَلَمَّا جَاوَزَهٗ هُوَ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ ۙ— قَالُوْا لَا طَاقَةَ لَنَا الْیَوْمَ بِجَالُوْتَ وَجُنُوْدِهٖ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوا اللّٰهِ ۙ— كَمْ مِّنْ فِئَةٍ قَلِیْلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِیْرَةً بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
کله چې طالوت خپل لښکر جلا کړ نو ورته یې وویل: الله تاسې په یوې ویالې سره ازمايې، که چا له دې ویالې څخه اوبه وڅښلې نو هغه به زما ملګری نه وي، او که چا ونه څښلې نو بس هغه زما ملګری دی هو! یوازې هغه څوک زما ملګری کیدای شي چې دلاس په لپه کې اوبه را واخلي او ویې څښي همغه وو چې پرته له لږو خلکو نورو ټولو په مړه خیټه اوبه وڅښلې نو کله چې طالوت د خپلو مؤمنو ملګرو سره له ویالې تیر شو ملګرو یې وویل: نن په مونږ کې دا توان نشته چې د جالوت او د هغه دلښکر سره مقابله وکړو خو هغو چې باور یې درلود چې له الله سره مخ کیږي وویل: د الله په حکم ډیر ځله بیخي کوچنی ټولی په ډیرو لویو ډلو بریمن شوی دی او الله د صبر کوونکو مل دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَمَّا بَرَزُوْا لِجَالُوْتَ وَجُنُوْدِهٖ قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّثَبِّتْ اَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟ؕ
کله چې د جالوت او د هغه د لښکر مقابلې ته ووتل نو لاس په دعاء یې وویل: ای زمونږ ربه! په مونږ صبر راتوۍ کړه، قدمونه مو ټینګ او په کافر قوم مو برلاسي کړه.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَهَزَمُوْهُمْ بِاِذْنِ اللّٰهِ ۙ۫— وَقَتَلَ دَاوٗدُ جَالُوْتَ وَاٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهٗ مِمَّا یَشَآءُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْاَرْضُ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ ذُوْ فَضْلٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
د الله په حکم مسلمانانو جالوت او لښکر ته یې ماتې ورکړه او داود په خپل لاس جالوت وواژه، الله داود ته پاچايې، پوهه او پیغمبري ورکړه او د ځینو هغو شیانو پوهه یې ورکړه چې غوښتنه یې کوله که الله د ځینو خلکو مخه په ځینو نور نه نیوای نو ځمکه به له فساد څه ډکه شوې وه خو الله پر ګرد ( ټول) بشریت احسان کوونکی دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
ای محمده! دا د الله ایتونه دي چې مونږ یې په حقه پر تا لولو او له شک څخه وتلې خبره ده چې ته له رسولانو څخه یې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: بەقەرە
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش