قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ طٰہ   آیت:

طه

سورہ کے بعض مقاصد:
السعادة باتباع هدى القرآن وحمل رسالته، والشقاء بمخالفته.
نېکمرغي د قرآن د لارښوونې پيروۍ کې او له هغه پيغام اخېستلو کې ده او بدمرغي د هغو په مخالفت کې ده.

طٰهٰ ۟
(طه) د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی.
عربی تفاسیر:
مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لِتَشْقٰۤی ۟ۙ
مونږ قرآن کریم په تا باندې نه دی نازل کړی -ای پېغمبره- د دې لپاره چې دا ستا د مشقت سبب شي د وجې د غم كولو نه په مخ اړولو ستا د قوم په تا باندې د ایمان راوړلو نه.
عربی تفاسیر:
اِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ۙ
مونږ نه دی نازل کړی دا مګر د دې لپاره چې شي نصیحت د هغه چا لپاره چې الله تعالی ورته د خپل ځان نه د ویرې کولو توفیق ورکړی.
عربی تفاسیر:
تَنْزِیْلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْاَرْضَ وَالسَّمٰوٰتِ الْعُلٰی ۟ؕ
نازل کړی دې لره الله تعالی هغه ذات چې پیدا کړې یې ده ځمکه، او پيداکړي يې دي اسمانونه اوچت، نو پس دا لوی قرآن دی؛ ځکه چې دا د لوی ذات له طرفه نازل شوی.
عربی تفاسیر:
اَلرَّحْمٰنُ عَلَی الْعَرْشِ اسْتَوٰی ۟
رحمان ذات په عرش باندې اوچت شوی په داسې اوچتېدلو سره چې د هغه د لويي او ذات سره مناسب وي.
عربی تفاسیر:
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرٰی ۟
خاص یوازې هغه پاک ذات لره دي ټول هغه څه چې په اسمانونو کې دي او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي او هغه مخلوقات چې د خاورو لاندې دي، دا ټول الله تعالی پیداکړي او هغه یې مالک او کار ساز دی.
عربی تفاسیر:
وَاِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَاِنَّهٗ یَعْلَمُ السِّرَّ وَاَخْفٰی ۟
او که ښکاره کړې -ای پېغمبره- ته وینا خپلې لره، او که پټه یې کړې نو بېشکه هغه پاک ذات په دغو ټولو پوهیږي، نو پس هغه عالم دی په پټو شیانو او په هغه څه چې هغه ډیر پټ دي لکه د زړه خبرې، په هغه باندې د دې څخه هیڅ شي هم پټ نشي پاتې کیدلی.
عربی تفاسیر:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۟
الله تعالی دی نشته حقدار د بندګۍ پرته له هغه نه، یواځې هغه لره دي نومونه رسیدونکي کمال ته په ښایست کې.
عربی تفاسیر:
وَهَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰی ۟ۘ
او یقینا راغلی تاته -ای پېغمبره- خبر د موسی بن عمران -علیه السلام-.
عربی تفاسیر:
اِذْ رَاٰ نَارًا فَقَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِقَبَسٍ اَوْ اَجِدُ عَلَی النَّارِ هُدًی ۟
کله چې یې په خپل سفر کې اور ولیده، نو خپلې کور والا ته ئې وویل: تاسې په خپل دې ځای کې پاتی شئ، یقینا ما اور ولیده کیدای شي زه تاسې ته د دې اور نه یو لیتکی راوړم، او یا به بیاموم داسې څوک چې ما ته لار راوښايي.
عربی تفاسیر:
فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ یٰمُوْسٰی ۟ؕ
پس هر کله چې د اور خوا ته راغی الله تعالی ورته داسې اواز وکړ: ای موسی!
عربی تفاسیر:
اِنِّیْۤ اَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًی ۟ؕ
یقینا زه ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ لپاره د تیاري زما خاص خبرو ته، یقینا ته په پاکه دره د (طوی) کې ئې.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• ليس إنزال القرآن العظيم لإتعاب النفس في العبادة، وإذاقتها المشقة الفادحة، وإنما هو كتاب تذكرة ينتفع به الذين يخشون ربهم.
د قرآن کریم رالیږل په عبادت کې د ځان ستړي کولو لپاره نه دي، او نه هغه ته د زیات تکلیف رسولو لپاره دي، بیشکه دا د پند یو کتاب دی، هغه څوک پرې ګټه اخیستلی شي چې د خپل رب څخه ویریږي.

• قَرَن الله بين الخلق والأمر، فكما أن الخلق لا يخرج عن الحكمة؛ فكذلك لا يأمر ولا ينهى إلا بما هو عدل وحكمة.
الله تعالی پیداکول او امر کول دواړه یو ځای کړي، نو لکه څرنګه چې پيداکول د یو شي د حکمت نه بهر نه وي؛ همدارنګه الله تعالی په یو کار باندې امر نه کوي او نه د یو کار نه منع کول کوي مګر هغه چې انصاف او حکمت پکې وي.

• على الزوج واجب الإنفاق على الأهل (المرأة) من غذاء وكساء ومسكن ووسائل تدفئة وقت البرد.
په خاوند باندې د خپلې ښځې خرچه کول لازمه ده لکه خوراک او جامې او د اوسېدلو ځای او د یخنۍ په وخت کې ورله د ګرمولو اسباب برابرول.

وَاَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا یُوْحٰی ۟
او ته ما غوره کړی ئې -ای موسی- زما د پېغام رسولو لپاره، نو زه چې تا ته کومه وحې کوم هغې ته غوږ کیږده.
عربی تفاسیر:
اِنَّنِیْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِیْ ۙ— وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِیْ ۟
یقینا زه الله تعالی یم نشته حقدار د بندګۍ زما نه پغېر، نو یواځې زما بندګي وکړه، او لمونځ په پوره توګه سره ادا کړه د دې لپاره چې ما پکې یاد کړې.
عربی تفاسیر:
اِنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ اَكَادُ اُخْفِیْهَا لِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعٰی ۟
یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا او واقع کیدونکی دی، نږدی ده چې زه پټ کړم دې لره نو د دې د قاېمېدلو وخت هیڅ مخلوق نه پیژني، خو لیکن د دې علامې پیژني ځکه چې پېغمبر دوی په دې باندې خبر کړي؛ هر یو نفس ته به د هغه په عمل بدله ورکیدلی شي، که خیر وي او که شر.
عربی تفاسیر:
فَلَا یَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ فَتَرْدٰی ۟
نو تا دې وانه ړوي د تصدیق کولو نه په قیامت باندې- او هغه ته د تیاري کولو نه په نیک عمل سره - هغه څوک چې ایمان پرې نه راوړي د کافرانو څخه، او تابعداري یې کړې د هغو کارونو چې د دې نفس غوښتلي د محرماتو څخه، نو پس د دې په وجه به ته هم هلاک شې.
عربی تفاسیر:
وَمَا تِلْكَ بِیَمِیْنِكَ یٰمُوْسٰی ۟
او څه دی هغه شی چې ستا په ښي لاس کې دی ستا سره ای موسی؟
عربی تفاسیر:
قَالَ هِیَ عَصَایَ ۚ— اَتَوَكَّؤُا عَلَیْهَا وَاَهُشُّ بِهَا عَلٰی غَنَمِیْ وَلِیَ فِیْهَا مَاٰرِبُ اُخْرٰی ۟
موسی-علیه السلام- وفرمایل: دا زما امسا ده؛ په تللو کې په دې باندې تکیه کوم، او راڅنډم په دې سره ونې د دې لپاره چې پاڼې یې زما ګډو ته راوغورځيږي، او زما لپاره په دې کې د دې نه په غیر نورې فایدې هم شته.
عربی تفاسیر:
قَالَ اَلْقِهَا یٰمُوْسٰی ۟
الله تعالی وفرمایل: وغورځوه دې لره ای موسی.
عربی تفاسیر:
فَاَلْقٰىهَا فَاِذَا هِیَ حَیَّةٌ تَسْعٰی ۟
نو موسی هغه وغورځوله، پس ناڅاپه هغه بدل شوه په مار باندې چې په تیزۍ سره سپکه روانه وه.
عربی تفاسیر:
قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۫— سَنُعِیْدُهَا سِیْرَتَهَا الْاُوْلٰی ۟
الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وویل: امسا دې ونېسه، او مه ویریږه د هغې د بدلېدلو نه په مار باندې، کله چې یې ته راواخلې مونږ به ئې بیرته خپل لومړڼي حالت ته راوګرځوو.
عربی تفاسیر:
وَاضْمُمْ یَدَكَ اِلٰی جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ اٰیَةً اُخْرٰی ۟ۙ
او پیوست کړه لاس خپل ګریوان ته راوبه وځي تک سپين پغیر د برګي مرض نه؛ دا ستا لپاره دویمه معجزه ده.
عربی تفاسیر:
لِنُرِیَكَ مِنْ اٰیٰتِنَا الْكُبْرٰی ۟ۚ
مونږ تا ته دا دوه نښې دروښودلې د دې لپاره چې وښایو مونږ تا ته -ای موسی- زمونږ د لویو لویو نښو نه هغه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې، او په دې خبره چې بیشکه ته د الله تعالی له طرفه پیغمبر ئې.
عربی تفاسیر:
اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟۠
لاړ شه -ای موسی- فرعون ته، بېشکه هغه د حد نه وتلې په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې.
عربی تفاسیر:
قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِیْ صَدْرِیْ ۟ۙ
وویل موسی -علیه السلام-: ای ربه زما! پرانېځه زما سینه د مصیبتونو برداشت کولو ته.
عربی تفاسیر:
وَیَسِّرْ لِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ
او اسان کړه ما ته کار د دعوت او تبلیغ زما.
عربی تفاسیر:
وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّنْ لِّسَانِیْ ۟ۙ
او ما لره طاقت راکړه د فصېح او واضحه خبرو کولو.
عربی تفاسیر:
یَفْقَهُوْا قَوْلِیْ ۪۟
د دې لپاره چې پوهه شي زما په خبرو کله چې ورته زه ستا پېغام ورسوم.
عربی تفاسیر:
وَاجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَهْلِیْ ۟ۙ
او وګرځوه ما لره مرستیال زما د کورنۍ نه چې ما سره زما په چارو کې مرسته کوي.
عربی تفاسیر:
هٰرُوْنَ اَخِی ۟ۙ
هارون بن عمران چې زما ورور دی.
عربی تفاسیر:
اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِیْ ۟ۙ
مضبوطه کړه په دې سره ملا زما.
عربی تفاسیر:
وَاَشْرِكْهُ فِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ
او شرېک کړه دغه زما سره په پېغمبرۍ کې.
عربی تفاسیر:
كَیْ نُسَبِّحَكَ كَثِیْرًا ۟ۙ
د دې لپاره چې مونږ تسبېح ووایو ستا تسبېح ډیره.
عربی تفاسیر:
وَّنَذْكُرَكَ كَثِیْرًا ۟ؕ
او یاد کړو تا لره مونږ په ډیرو یادولو سره.
عربی تفاسیر:
اِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِیْرًا ۟
بېشکه ته مونږ لره وینې، په تا باندې زمونږ د کار نه هیڅ شی هم پټ پاتي نه دی.
عربی تفاسیر:
قَالَ قَدْ اُوْتِیْتَ سُؤْلَكَ یٰمُوْسٰی ۟
الله تعالی وفرماېل: بېشکه مونږ درکړي تا ته هغه څه چې تا غوښتلي ای موسی.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَیْكَ مَرَّةً اُخْرٰۤی ۟ۙ
او یقېنا مونږ انعام کړی په تا باندې بل ځل.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• وجوب حسن الاستماع في الأمور المهمة، وأهمها الوحي المنزل من عند الله.
واجب دي په ښه طرېقه سره غوږ کیښودل په مهمو کارونو کې، او د ټولو نه غوره کار د الله تعالی له طرفه رانازل شوې وحې ته غوږ کیښودل دي.

• اشتمل أول الوحي إلى موسى على أصلين في العقيدة وهما: الإقرار بتوحيد الله، والإيمان بالساعة (القيامة)، وعلى أهم فريضة بعد الإيمان وهي الصلاة.
موسی -علیه السلام- ته لومړنۍ وحې د عقېدې په دوو مهمو بناوو شامله وه او هغه دا وو: اقرار کول د الله تعالی په وحدانیت (یووالي)، او ایمان لرل په قیامت باندې، او په مهمه فرېضه باندې وروسته د ایمان نه چې هغه لمونځ دی.

• التعاون بين الدعاة ضروري لإنجاح المقصود؛ فقد جعل الله لموسى أخاه هارون نبيَّا ليعاونه في أداء الرسالة.
د دعوت کار د پرمختګ لپاره د داعیانو ترمنځ تعاون او مرسته لازمې ده؛ نو ځکه خو الله تعالی موسی -علیه السلام- لره د هغه ورور هارون -علیه السلام- پېغمبر مقرر کړی و د دې لپاره چې هغه سره د پېغمبرۍ په چارو کې مرسته وکړي.

• أهمية امتلاك الداعية لمهارة الإفهام للمدعوِّين.
د داعي لپاره د خلکو د پوهولو د ملکې لرلو اهمیت.

اِذْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّكَ مَا یُوْحٰۤی ۟ۙ
کله چې الهام وکړو مونږ ستا مور ته هغه څه چې مونږ ورته الهام کاوه د هغې طرېقې نه چې الله تعالی پرې ته د فرعون د چل او فرېب نه وساتلې.
عربی تفاسیر:
اَنِ اقْذِفِیْهِ فِی التَّابُوْتِ فَاقْذِفِیْهِ فِی الْیَمِّ فَلْیُلْقِهِ الْیَمُّ بِالسَّاحِلِ یَاْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّیْ وَعَدُوٌّ لَّهٗ ؕ— وَاَلْقَیْتُ عَلَیْكَ مَحَبَّةً مِّنِّیْ ۚ۬— وَلِتُصْنَعَ عَلٰی عَیْنِیْ ۟ۘ
نو یقینا مونږ ورته امر کړی و کله چې ورته مونږ الهام کاوه: چې وغورځوه دې لره وروسته د پیدایښت د هغه نه په صندوق کې، او وغورځوه دا صندوق په دریاب کې، نو وبه غورځوي یې دریاب په غاړه زمونږ په امر، نو راوبه نیسې دې لره دښمن زما او دښمن د هغه، او هغه فرعون دی، او اچولې ما په تا باندې مینه او محبت زما له طرفه، نو خلکو تا سره مېنه پیداکړه، او د دې لپاره چې ستا پالنه زما د سترګو په وړاندې وشي او زما په حفاظت کې وشي.
عربی تفاسیر:
اِذْ تَمْشِیْۤ اُخْتُكَ فَتَقُوْلُ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی مَنْ یَّكْفُلُهٗ ؕ— فَرَجَعْنٰكَ اِلٰۤی اُمِّكَ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ؕ۬— وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّیْنٰكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنّٰكَ فُتُوْنًا ۫۬— فَلَبِثْتَ سِنِیْنَ فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ ۙ۬— ثُمَّ جِئْتَ عَلٰی قَدَرٍ یّٰمُوْسٰی ۟
کله چې ووتله خور ستا روانه وه په کوم طرف چې صندوق روان و څاره یې دا صندوق، نو وئې ویل هغه چا ته چې دا صندوق یې ونېوه: آیا زه نه درښایم تاسې ته داسې څوک چې وبه ساتي دې لره او شیدې به ورکوي او پالنه به یې کوي؟ نو مونږ په تا باندې احسان وکړو چې ته مو خپلې مور ته بېرته راوګرځولې د دې لپاره چې هغه ستا په بېرته راګرځېدلو باندې خوشحاله شي، او ستا د وجې خفه نشي، او وواژه تا هغه قبطي چې تا په سوک وواهه، نو مونږ په تا باندې احسان وکړ چې ته مو د سزا نه بچ کړې، او ته مونږ بچ کړې څو څو وارې د هر قسم امتحان نه چې ته ورسره مخامخ شوی وې، پس ته ووتلې او د مدین والاو سره دې څو کاله تیر کړل، بیا ته راغلې په هغه وخت کې چې ستا لپاره لېکل شوي وو چې ته پکې راشې د دې لپاره چې ستا سره خبرې وشي ای موسی.
عربی تفاسیر:
وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِیْ ۟ۚ
او غوره کړی ئې ته ما د دې لپاره چې ته زما لپاره استازی (پېغمبر) شې، رسوي به خلکو ته هغه وحې چې ما تاته کړې.
عربی تفاسیر:
اِذْهَبْ اَنْتَ وَاَخُوْكَ بِاٰیٰتِیْ وَلَا تَنِیَا فِیْ ذِكْرِیْ ۟ۚ
لاړ شه ته -ای موسی- او ورور ستا هارون، زمونږ په معجزاتو هغه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت او یووالي د هغه، او تاسې کمزوري مه کوئ زما طرف ته په دعوت کولو کې، او زما په ذکر کولو (یادولو) کې.
عربی تفاسیر:
اِذْهَبَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ۚۖ
لاړ شئ تاسې دواړه فرعون ته، بېشکه هغه د حد نه وتلی په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې.
عربی تفاسیر:
فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّیِّنًا لَّعَلَّهٗ یَتَذَكَّرُ اَوْ یَخْشٰی ۟
نو ووایئ هغه ته وینا نرمه چې سختي پکې نه وي؛ شاید چې پند واخلي، او د الله تعالی څخه وویریږي نو توبه به وباسي.
عربی تفاسیر:
قَالَا رَبَّنَاۤ اِنَّنَا نَخَافُ اَنْ یَّفْرُطَ عَلَیْنَاۤ اَوْ اَنْ یَّطْغٰی ۟
موسی او هارون -علیهما السلام- وویل: بېشکه مونږ ویریږو د دې نه چې تلوار به وکړي په سزا کې مخکې د پوره کیدو د دعوت د هغه نه، او یا به د حد نه ووځي په مونږ باندې په ظلم کولو کې په وژلو او یا بل قسم ظلم سره.
عربی تفاسیر:
قَالَ لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِیْ مَعَكُمَاۤ اَسْمَعُ وَاَرٰی ۟
ویې وییل: تاسې مه ویریږئ؛ یقینا زه ستاسې سره یم په مرسته او تایید کولو کې، اورم او وینم هغه څه چې ستاسو ترمنځ کیږي.
عربی تفاسیر:
فَاْتِیٰهُ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلَا رَبِّكَ فَاَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ؕ— قَدْ جِئْنٰكَ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— وَالسَّلٰمُ عَلٰی مَنِ اتَّبَعَ الْهُدٰی ۟
نو ورشئ تاسې دواړه هغه ته نو ورته ووایئ: یقینا مونږ رسولان (استازي) یو ستا د رب -ای فرعونه- نو ولېږه زمونږ سره بني اسرایېل، او دوی ته سزا مه ورکوه په وژلو د ځامنو د دوی، او په بې حیا کولو د زنانو د دوی، یقینا مونږ راغلي یو تا ته په دلېل سره ستا د رب له طرفه زمونږ په ریښتنولۍ، او سلامتي ده له عذاب د الله تعالی نه هغه چا ته چې ایمان یې راوړی، او د الله تعالی د هدایت پیروي یې کړې.
عربی تفاسیر:
اِنَّا قَدْ اُوْحِیَ اِلَیْنَاۤ اَنَّ الْعَذَابَ عَلٰی مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟
بېشکه مونږ ته الله تعالی وحې کړې چې یقینا په دنیا او آخرت کې به عذاب په هغه چا وي چې نسبت د دروغو یې کړی د الله تعالی آیتونو ته، او مخ یې اړولی د هغه څه نه چې پېغمبرانو پرې راتلل کړي.
عربی تفاسیر:
قَالَ فَمَنْ رَّبُّكُمَا یٰمُوْسٰی ۟
فرعون وویل په داسې حال کې چې منکر و د هغې وحې نه چې دې دواړو پرې راتلل کړي و: نو څوک دی رب ستاسې هغه چې تاسې ګومان کوئ چې هغه تاسې ما ته رالیږلي یاستئ ای موسی؟.
عربی تفاسیر:
قَالَ رَبُّنَا الَّذِیْۤ اَعْطٰی كُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهٗ ثُمَّ هَدٰی ۟
وویل موسی: رب زمونږ هغه ذات دی چې ورکړی ئې دی هر یو شي ته د هغه مناسب صورت او شکل، بیا یې ښودنه کړې مخلوقاتو ته چې د څه لپاره یې پیدا کړي دي.
عربی تفاسیر:
قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُوْنِ الْاُوْلٰی ۟
فرعون وویل: نو څه دی حال د پخوانیو امتونو کوم چې په کفر باندې وو؟.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• كمال اعتناء الله بكليمه موسى عليه السلام والأنبياء والرسل، ولورثتهم نصيب من هذا الاعتناء على حسب أحوالهم مع الله.
پوره پاملرنه د الله تعالی په خپل خبرې کړی شوي موسی -علیه السلام- او نورو پېغمبرانو او رسولانو باندې، او د هغوی وارثانو لره هم د دې پاملرنې نه برخه شته د الله تعالی سره د هغوی د احوالو مطابق.

• من الهداية العامة للمخلوقات أن تجد كل مخلوق يسعى لما خلق له من المنافع، وفي دفع المضار عن نفسه.
مخلوقاتو ته د عامې ښودنې څخه دا دې چې ته به هر یو مخلوق وینې چې د خپلو فایدو حاصلولو لپاره به کوشش کوي، او د ځان څخه به د ضرر دفع کولو کوشش کوي.

• بيان فضيلة الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر، وأن ذلك يكون باللين من القول لمن معه القوة، وضُمِنَت له العصمة.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د غوروالي بیان، او دا به په نرمې وینا سره وي هغه چا ته چې قوت ورسره وي، او د هغه د بچاوو ذمه واري شوې وي.

• الله هو المختص بعلم الغيب في الماضي والحاضر والمستقبل.
یواځې الله تعالی لره علم دی په غیبو باندې په تیره زمانه کې او په اوسنۍ زمانه کې او په راتلونکې زمانه کې.

قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ فِیْ كِتٰبٍ ۚ— لَا یَضِلُّ رَبِّیْ وَلَا یَنْسَی ۟ؗ
موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: علم د هغو حالاتو چې دغه امتونه پرې وو زما د رب سره دی، لیکل شوی په لوح محفوظ کې، نه خطا کیږي رب زما د دوی په علم کې، او نه هیروي هغه څه چې یاد کړي یې دي د دوی نه.
عربی تفاسیر:
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّسَلَكَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا وَّاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؕ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْ نَّبَاتٍ شَتّٰی ۟
زما د هغه رب سره چې ګرځولې ئې ده تاسې لره ځمکه همواره د اوسېدلو لپاره، او جوړې کړې یې دي تاسې لره په دې کې لارې برابرې د تګ لپاره په هغوی باندې، او راورولي یې دي د بره نه اوبه د باران، پس راوباسو مونږ په دې اوبو سره بېلا بېل ډولونه د بوټو.
عربی تفاسیر:
كُلُوْا وَارْعَوْا اَنْعَامَكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی ۟۠
خورئ -ای خلکو- د هغه څه نه چې راویستلي مونږ تاسې لره د پاکو شیانو نه، او څروئ په دې کې خپل څاروي، بېشکه په دې ذکر شویو نعمتونو کې خامخا دلیلونه دی د الله تعالی په قدرت او یووالي باندې د عقلونو والاو لره.
عربی تفاسیر:
مِنْهَا خَلَقْنٰكُمْ وَفِیْهَا نُعِیْدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً اُخْرٰی ۟
د زمکې د خاورې نه مونږ ستاسې پلار آدم -علیه السلام- پیداکړی، او په دې کې به بېرته تاسې ورګرځوو په خښولو سره کله چې مړه شئ، او د دې نه به مو بېرته راوباسو بل کرت د دویم ځل زندګۍ لپاره د قیامت په ورځ.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ اَرَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَاَبٰی ۟
او یقینا مونږ ورښودلې فرعون ته زمونږ نهه معجزات ټول، نو هغه دروغ وګڼلې دا ټولې، او بند شو د قبلولو د ایمان نه په الله تعالی باندې.
عربی تفاسیر:
قَالَ اَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ اَرْضِنَا بِسِحْرِكَ یٰمُوْسٰی ۟
فرعون وویل: ایا ته مونږ ته راغلی ئې د دې لپاره چې وباسې مونږ د مصر نه د هغه جادو په وجه چې تا پرې راتلل کړي -ای موسی- د دې لپاره چې پاتي شي تاته پادشاهي د مصر؟.
عربی تفاسیر:
فَلَنَاْتِیَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهٖ فَاجْعَلْ بَیْنَنَا وَبَیْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهٗ نَحْنُ وَلَاۤ اَنْتَ مَكَانًا سُوًی ۟
نو خامخا رابه وړو مونږ تاته -ای موسی- جادو ستا د جادو په شان، نو مقرر کړه زمونږ او ستا ترمنځ یوه نیټه په معلوم وخت کې او معلوم ځای کې، چې نه به وروسته کیږو مونږ د هغې نه او ته به هم د هغې نیټې څخه نه وروسته کیږې، او دا ځای باید د دواړو ترمنځ وي او هموار هم وي.
عربی تفاسیر:
قَالَ مَوْعِدُكُمْ یَوْمُ الزِّیْنَةِ وَاَنْ یُّحْشَرَ النَّاسُ ضُحًی ۟
موسی -علیه السلام- فرعون ته وویل: وعده زمونږ او ستاسې ترمنځ د اختر ورځ شوه په کوم وخت کې چې خلک راجمع کیږي او خپل اختر (جشن) لمانځي د څاښت په وخت کې.
عربی تفاسیر:
فَتَوَلّٰی فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَیْدَهٗ ثُمَّ اَتٰی ۟
نو شا کړه فرعون او وګرځېده، او خپل چلونه او فریبونه یې راټول کړل، بیا راغې په هغه مقرر وخت کې مقرر ځای ته لپاره د غلبې حاصلولو (لپاره د مقابلې).
عربی تفاسیر:
قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰی وَیْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا فَیُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ ۚ— وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرٰی ۟
موسی -علیه السلام- د فرعون جادوګرانو ته د نصیحت په ډول وویل: ځان وساتئ، په الله تعالی باندې دروغ مه جوړوئ د هغه جادو په وجه چې تاسې پرې خلک دوکه کوئ ګنې نو هغه به تاسې هلاک کړي په خپل عذاب سره، او یقینا تاواني شوی هغه څوک چې په الله تعالی ئې دروغ جوړکړي.
عربی تفاسیر:
فَتَنَازَعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ وَاَسَرُّوا النَّجْوٰی ۟
نو د یو بل سره مناظره (جګړه) وکړه جادوګرانو کله چې ئې د موسی -علیه السلام- خبرې واوریدلې، او په خپل منځ کې پټې مشورې وکړې.
عربی تفاسیر:
قَالُوْۤا اِنْ هٰذٰنِ لَسٰحِرٰنِ یُرِیْدٰنِ اَنْ یُّخْرِجٰكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَیَذْهَبَا بِطَرِیْقَتِكُمُ الْمُثْلٰی ۟
ځینو جادوګرانو ځینو نورو ته په پټه وویل: بېشکه موسی او هارون جادوګران دي، غواړي چې تاسې په خپل راوړل شوي جادو باندې د مصر د ښار نه وباسي، او ختم کړي ستاسې اوچت دود په زندګۍ کې، او ستاسې اوچت دین.
عربی تفاسیر:
فَاَجْمِعُوْا كَیْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوْا صَفًّا ۚ— وَقَدْ اَفْلَحَ الْیَوْمَ مَنِ اسْتَعْلٰی ۟
نو تاسې خپل کار مضبوط کړئ، او په دې کې اختلاف مه کوئ، بیا مخکې شئ صف صف، او وغورځوئ هغه څه چې تاسې سره دي په یو ځل، او یقینا کامیاب شو په خپل مقصد باندې نن ورځ هغه څوک چې په خپل دښمن برلاسی شو.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• إخراج أصناف من النبات المختلفة الأنواع والألوان من الأرض دليل واضح على قدرة الله تعالى ووجود الصانع.
د زمکې نه مختلف قسم بوټي په مختلفو رنګونو کې راوېستل ښکاره دلیل دی د الله تعالی په قدرت باندې او په موجودیت د پیداکوونکي.

• ذكرت الآيات دليلين عقليين واضحين على الإعادة: إخراج النبات من الأرض بعد موتها، وإخراج المكلفين منها وإيجادهم.
په دې ایتونو کې په بېرته راژوندي کولو باندې دوه ښکاره عقلي دلېلونه ذکر شول: راوېستل د بوټو د ځمکې نه وروسته د شړوالي د هغې نه، او راوېستل د خلکو د هغې نه او پیداکول د هغوی.

• كفر فرعون كفر عناد؛ لأنه رأى الآيات عيانًا لا خبرًا، واقتنع بها في أعماق نفسه.
د فرعون کفر د ضد د وجې و؛ ځکه چې هغه معجزې په سترګو مخامخ ولیدلې نه د خبر د لارې، او د زړه په تل کې په دې باندې قانع شوی هم و.

• اختار موسى يوم العيد؛ لتعلو كلمة الله، ويظهر دينه، ويكبت الكفر، أمام الناس قاطبة في المجمع العام ليَشِيع الخبر.
موسی -علیه السلام- د اختر ورځ (د جشن ورځ) غوره کړه؛ د دې لپاره چې د الله تعالی کلمه اوچته شي، او د هغه دین ښکاره شي، او ختم کړی شي (برباد شي) کفر لره، د ټولو خلکو په وړاندې په عامه مجمعه کې د دې لپاره چې دا خبر خپور شي.

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَاِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَلْقٰی ۟
جادوګرانو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! ته یو د دوو کارونو څخه غوره کړه، یا دا چې ته لومړی خپل جادو وغورځوه، او یا به مونږ لومړی دا کار وکړو.
عربی تفاسیر:
قَالَ بَلْ اَلْقُوْا ۚ— فَاِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِیُّهُمْ یُخَیَّلُ اِلَیْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ اَنَّهَا تَسْعٰی ۟
موسی -علیه السلام- وویل: بلکې تاسې لومړی وغورځوئ هغه جادو چې ستاسې سره دی، نو هغوی وغورځولې هغه امساګانې او رسئ چې د دوی سره وي، نو پس ناڅاپه هغه رسۍ او امساګانې چې دوی وغورځولې موسی -علیه السلام- ته د دوی د جادو د وجې داسې په خیال کې راوستل کیدلې لکه دا چې ماران وي او په تیزۍ سره منډي وهي.
عربی تفاسیر:
فَاَوْجَسَ فِیْ نَفْسِهٖ خِیْفَةً مُّوْسٰی ۟
نو پټه کړه موسی -علیه السلام- ویره په خپل زړه کې د دوی د جادو د وجې.
عربی تفاسیر:
قُلْنَا لَا تَخَفْ اِنَّكَ اَنْتَ الْاَعْلٰی ۟
الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وویل: په داسې حال کې چې ډاډ ئې ورکاوه: ته مه ویریږه د هغه څه نه چې تا ته په خيال کې ښکاره کېدل، یقینا ته -ای موسی- خاص همدا ته اوچت یې په دوی باندې په غلبې او مرستې سره.
عربی تفاسیر:
وَاَلْقِ مَا فِیْ یَمِیْنِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوْا ؕ— اِنَّمَا صَنَعُوْا كَیْدُ سٰحِرٍ ؕ— وَلَا یُفْلِحُ السَّاحِرُ حَیْثُ اَتٰی ۟
او وغورځوه امسا دې هغه چې ستا په ښي لاس کې ده د دې نه به اژدها مار جوړ شي او روغ به تېر کړي ټول هغه جادو چې دوی جوړ کړی، نو دوی چې څه جوړ کړي نه دي دا مګر جادويي چل، او جادوګر سړی هیڅکله نشي کامیابېدلی په خپل مقصد کې هر چېرته چې وي.
عربی تفاسیر:
فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ هٰرُوْنَ وَمُوْسٰی ۟
نو موسی -علیه السلام- خپله امسا وغورځوله پس ناڅاپه د هغې نه اژدها مار جوړ شو، او جادوګرانو چې څه جوړ کړی و هغه ټول ئې وخوړل (تیر یې کړل)، نو سجده وکړه ټولو جادوګرانو الله تعالی ته هر کله چې دوی پوهه شول چې هغه څه چې د موسی سره دي؛ جادو نه دی، بلکې د الله تعالی له لورې دی، نو دوی وویل: مونږ ایمان راوړی په رب د موسی او هارون، چې رب د ټولو مخلوقاتو دی.
عربی تفاسیر:
قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ فِیْ جُذُوْعِ النَّخْلِ ؗ— وَلَتَعْلَمُنَّ اَیُّنَاۤ اَشَدُّ عَذَابًا وَّاَبْقٰی ۟
فرعون وویل په داسې حال کې چې انکار کوونکی و په جادوګرانو د هغوی د ایمان د وجې، او ګواښ کوونکی و هغوی ته: آیا تاسې ایمان راوړی په موسی باندې مخکې د دې نه چې زه تاسې ته اجازه وکړم په دې کار سره؟! بېشکه موسی ستاسې مشر دی -ای جادوګرانو- هغه چې تاسې ته یې جادو درښودلی، نو پس خامخا به زه پرې کړم د هر یو کس ستاسې نه یوه پښه او لاس ادل بدل، او خامخا په سولۍ به کړم (ځوړند به کړم) بدنونه ستاسې د کجورو په تنو پورې تر دې چې تاسې مړه شئ، او د نورو خلکو لپاره عبرت شئ، او په دغه وخت کې به تاسې پوهه شئ چې کوم یو زمونږ څخه د ډیر قوی او همیشني عذاب والا دی: زه او که د موسی رب؟!
عربی تفاسیر:
قَالُوْا لَنْ نُّؤْثِرَكَ عَلٰی مَا جَآءَنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَالَّذِیْ فَطَرَنَا فَاقْضِ مَاۤ اَنْتَ قَاضٍ ؕ— اِنَّمَا تَقْضِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ
جادوګرانو فرعون ته وویل: مونږ هیڅکله نه غوره کوو ستا تابعداري -ای فرعونه- په تابعدارئ د هغو ښکاره ایتونو چې مونږ ته راغلي، او مونږ هیڅکله تا نه غوره کوو په الله تعالی هغه ذات چې مونږ یې پیداکړی یو، نو وکړه ته څه چې کوي په مونږ باندې، ستا په مونږ باندې زور نشته مګر په دې ختمېدونکي دنیا کې، او زر دی خامخا ختمه به شه ستا پادشاهي او زور.
عربی تفاسیر:
اِنَّاۤ اٰمَنَّا بِرَبِّنَا لِیَغْفِرَ لَنَا خَطٰیٰنَا وَمَاۤ اَكْرَهْتَنَا عَلَیْهِ مِنَ السِّحْرِ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟
بېشکه مونږ ایمان راوړی په خپل رب باندې امید دی چې لری به کړي زمونږ نه زمونږ پخواني ګناهونه د کفر او نورو نه، او لرې به کړي زمونږ نه ګناه د جادو هغه چې تا یې مونږ په یادولو مجبوره کړي وو په موسی باندې د کامیابۍ لپاره، او د الله تعالی سره غوره بدلې دي د هغه څه نه چې تا پرې مونږ سره وعدې کړي، او د هغه عذاب ډیر همیشنی دی د هغه عذاب نه چې تا پرې مونږ ته ګواښ کړی.
عربی تفاسیر:
اِنَّهٗ مَنْ یَّاْتِ رَبَّهٗ مُجْرِمًا فَاِنَّ لَهٗ جَهَنَّمَ ؕ— لَا یَمُوْتُ فِیْهَا وَلَا یَحْیٰی ۟
یقینا شان دا دی چې بېشکه څوک چې راشي د قیامت په ورځ خپل رب ته په داسې حال کې چې په هغه یې کفر کړی وي نو د دې لپاره دی اور د جهنم ورننوځي به دې ته، همېشه به وي په دې کې همېشه، نه به مړ کیږي په دې کې چې د هغه د عذاب نه په ارام شي، او نه به پکې ښایسته زندګي تیروي.
عربی تفاسیر:
وَمَنْ یَّاْتِهٖ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصّٰلِحٰتِ فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الدَّرَجٰتُ الْعُلٰی ۟ۙ
او هغه څوک چې راشي خپل رب ته د قیامت په ورځ په داسې حال کې چې ایمان لري په هغه باندې او بېشکه کړي یې وي نیک عملونه، نو همدغه کسان چې دا لوی صفات لري یوازې دوی لره دي لوړې مرتبې، او اوچتې درجې.
عربی تفاسیر:
جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا مَنْ تَزَكّٰی ۟۠
دغه درجې دا جنتونه د همیشه اوسېدلو دي بهیږي به لاندې د ماڼیو (بنګلو) د دې ویالې، همیشه به وي دوی په دې کې همېشه، او دا ذکر شوي ثوابونه بدلې د هغه چا دي چې ځان ئې د کفر او ګناهونو څخه پاک وساته.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• لا يفوز ولا ينجو الساحر حيث أتى من الأرض أو حيث احتال، ولا يحصل مقصوده بالسحر خيرًا كان أو شرًّا.
جادوګر چې د ځمکې د هر ځای نه راشي او که یا هر څومره چل ول وکړي نه کامیابېدلی شي، او نه خلاصېدلی شي، او نه خپل هدف ته رسېدلی شي که خیر وي او که شر.

• الإيمان يصنع المعجزات؛ فقد كان إيمان السحرة أرسخ من الجبال، فهان عليهم عذاب الدنيا، ولم يبالوا بتهديد فرعون.
ایمان معجزې جوړوي؛ نو بېشکه د جادوګرو اېمان د غرونو څخه هم ډېر مضبوط وو،.نو په دوی باندې د دنیا عذاب سپک شو او د فرعون په ګواښونو ئې هیڅ پروا ونه کړه.

• دأب الطغاة التهديد بالعذاب الشديد لأهل الحق والإمعان في ذلك للإذلال والإهانة.
د سرکشانو طرېقه دا ده چې اهل حقو ته د سخت عذاب ګواښونه کول او په دې کې ورننوتل د کمزوري کولو او سپکولو لپاره.

وَلَقَدْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی ۙ۬— اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْ فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِیْقًا فِی الْبَحْرِ یَبَسًا ۙ— لَّا تَخٰفُ دَرَكًا وَّلَا تَخْشٰی ۟
او بېشکه مونږ وحې کړې وه موسی -علیه السلام- ته: چې د شپې بوځه بندګان زما د مصر نه چې هیڅوک پرې پوهه نشي، او دوی لره په دریاب کې وچه لاره جوړه کړه وروسته د وهلو د هغه نه په امسا سره، په امن کې به یاستې د دې نه به نه ویرېږې چې فرعون او د هغه لښکرې به تاسې رالاندې کړي، او په دریاب کې به د غرقېدلو څخه هم نه ویرېږئ.
عربی تفاسیر:
فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُوْدِهٖ فَغَشِیَهُمْ مِّنَ الْیَمِّ مَا غَشِیَهُمْ ۟ؕ
نو فرعون د خپلو لښکرو سره یو ځای په دوی پسې ورپسې شو، نو پټ کړو دې فرعون او د هغه لښکرو لره دریاب هغه هیبتناک شی چې دوی یې پټ کړل چې د هغه په حقیقت نه پوهېده مګر یوازې الله تعالی، نو ټول غرق شول او هلاک شول، او موسی -علیه السلام- او د هغه ملګري بچ شول.
عربی تفاسیر:
وَاَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهٗ وَمَا هَدٰی ۟
او ګمراه کړو فرعون قوم خپل په هغه کفر سره چې دوی ته یې ښایسته کړی و، او په هغه باطل سره چې دوی یې پرې دوکه کړي وو، او دوی ته یې د هدایت لاره نه وه ښودلې.
عربی تفاسیر:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ قَدْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوٰعَدْنٰكُمْ جَانِبَ الطُّوْرِ الْاَیْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰی ۟
او مونږ بني اسرایېلو ته وویل وروسته د دې نه چې بچ مو کړل د فرعون او د هغه د لښکرو نه: ای بني اسرایېلو! بېشکه مونږ تاسې بچ کړئ ستاسې د دښمن نه، او ستاسې سره مو وعده کړې وه چې مونږ به د موسی سره خبرې کوو په ښي طرف د وادي کې کوم چې د طور غره په څنګ کې واقع دی، او په تاسو مو د تیه په میدان کې زمونږ د نعمتونو څخه نازل کړي وو ښایسته څښل لکه د شاتو په شان او وړه مرغئ د پاکي او ښاېسته غوښې والا د مړز په شان.
عربی تفاسیر:
كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِیْهِ فَیَحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبِیْ ۚ— وَمَنْ یَّحْلِلْ عَلَیْهِ غَضَبِیْ فَقَدْ هَوٰی ۟
خورئ تاسې د پاکو هغه شیانو څخه چې مونږ تاسې ته درکړي د حلالو خوراکونو څخه، او تاسې تیری مه کوئ د هغه څه نه چې مونږ تاسې ته حلال کړي هغه څه ته چې مونږ پر تاسې حرام کړي، کنه نازل به شي په تاسې باندې زما غضب، او په چا چې زما غضب نازل شو نو یقینا دا په دنیا او اخرت کې هلاک او بد بخته شو.
عربی تفاسیر:
وَاِنِّیْ لَغَفَّارٌ لِّمَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدٰی ۟
او بېشکه زه ډیر بخښنه کوونکی او عفوه کوونکی یم هغه چا ته چې توبه وباسي ماته او ایمان راوړي، نیک عمل عمل وکړي او بیا په حق باندې کلک پاتي شي.
عربی تفاسیر:
وَمَاۤ اَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ یٰمُوْسٰی ۟
او څه وجه ده چې ته په تلوار سره راغلې د خپل قوم نه -ای موسی- نو د هغوی نه مخکې شوې او هغوی دې شاته پریښودل؟.
عربی تفاسیر:
قَالَ هُمْ اُولَآءِ عَلٰۤی اَثَرِیْ وَعَجِلْتُ اِلَیْكَ رَبِّ لِتَرْضٰی ۟
موسی-علیه السلام-وویل: دغه دی هغوی زما نه وروسته دي او زر دی چې زما سره به یو ځای شي، او زه د خپل قوم نه مخکې راغلم د دې لپاره چې ته زما نه راضي شې زما په تلوار کولو سره تا ته.
عربی تفاسیر:
قَالَ فَاِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِنْ بَعْدِكَ وَاَضَلَّهُمُ السَّامِرِیُّ ۟
الله تعالی وفرماېل: پس بېشکه مونږ ستا قوم لره چې تا وروسته تر شا پریښی دی د خوسي په عبادت کولو امتحان کړ، نو یقېنا سامري هغوی د خوسي عبادت ته راوبلل، نو په دې سره یې ګمراه کړل.
عربی تفاسیر:
فَرَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا ۚ۬— قَالَ یٰقَوْمِ اَلَمْ یَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ؕ۬— اَفَطَالَ عَلَیْكُمُ الْعَهْدُ اَمْ اَرَدْتُّمْ اَنْ یَّحِلَّ عَلَیْكُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَخْلَفْتُمْ مَّوْعِدِیْ ۟
نو موسی -علیه السلام- خپل قوم ته په غصه راغی د دوی د عبادت کولو د وجې خوسي لره، غمجن و په دوی باندې، موسی -علیه السلام- وفرماېل: ای زما قومه! ایا وعده نه وه کړی الله تعالی ستاسې سره وعده ښاېسته چې په تاسې به تورات نازلوي، او تاسې به جنت ته داخلوي، نو آیا په تاسې دا وخت اوږد شو نو دا وعده مو هیره کړه؟ او که یا تاسې په خپل دې کار سره اراده کړې چې رانازل شي په تاسې باندې غضب ستاسې د رب له طرفه، او په تاسې د هغه عذاب راشي، نو لدې امله تاسې زما د وعدې مخالفت وکړ، پدې سره چې کلک پاتې نه شوئ په تابعدارۍ زما، تر دې چې زه تاسې ته بېرته راشم؟!.
عربی تفاسیر:
قَالُوْا مَاۤ اَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلٰكِنَّا حُمِّلْنَاۤ اَوْزَارًا مِّنْ زِیْنَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنٰهَا فَكَذٰلِكَ اَلْقَی السَّامِرِیُّ ۟ۙ
د موسی -علیه السلام- قوم وویل: مونږ وعده خلافي نه ده کړی ستا د وعدې -ای موسی- په خپل اختیار سره، بلکې مونږ مجبور شو، نو یقېنا مونږ ته رابار شو پیټي د ګناهونو د وجې د ګاڼې د فرعونیانو، نو مونږ هغه په یوه کنستل شوي کنده کې وغورځول د هغه نه د خلاصي په خاطر، نو لکه څرنګه چې مونږ هغه په کنستل شوي کنده کې وغورځول همدغه شان سامري هم هغه خاوره واچوله کومه چې د هغه سره وه د جبریل -علیه السلام- د اس د قدم څخه.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• من سُنَّة الله انتقامه من المجرمين بما يشفي صدور المؤمنين، ويقر أعينهم، ويذهب غيظ قلوبهم.
د الله تعالی د طرېقو څخه دا ده چې د مجرمانو څخه انتقام اخلي په داسې طرېقه چې د مومنانو سینې پرې یخې شي، او د هغوی سترګې پرې یخې شي، او د زړونو غوصه یې ختمه شي.

• الطاغية شؤم على نفسه وعلى قومه؛ لأنه يضلهم عن الرشد، وما يهديهم إلى خير ولا إلى نجاة.
سرکش مشر د خپل ځان لپاره هم بد وي او د خپل قوم لپاره هم؛ ځکه چې دی خپل قوم د سمې لارې نه اړوي، او د هدایت او خلاصي لار ورته نه ورښايي.

• النعم تقتضي الحفظ والشكر المقرون بالمزيد، وجحودها يوجب حلول غضب الله ونزوله.
نعمتونه تقاضا کوي د ساتلو او شکر ایستلو سره د غوښتلو د نورو نعمتونو، او د نعمتونو ناشکري کول د الله تعالی د غضب د راتللو سبب ګرځي.

• الله غفور على الدوام لمن تاب من الشرك والكفر والمعصية، وآمن به وعمل الصالحات، ثم ثبت على ذلك حتى مات عليه.
الله تعالی همېشه بخښونکی دی هغه چا ته چې د شرک، کفر او ګناهونو څخه توبه وباسي، او په هغه باندې ایمان راوړي او نیک عملونه وکړي، او بیا تر مرګه په دې باندې کلک پاتي شي.

• أن العجلة وإن كانت في الجملة مذمومة فهي ممدوحة في الدين.
اګر چې تلوار په ټوله کې بد شی دی خو په دېن کې بیا هغه د ستایلو صفت دی.

فَاَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ فَقَالُوْا هٰذَاۤ اِلٰهُكُمْ وَاِلٰهُ مُوْسٰی ۚۙ۬— فَنَسِیَ ۟ؕ
نو سامري د دغو ګاڼو څخه بني اسرایېلو لره د خوسي جسد راوویسته چې روح پکې نه و، د غوا په شان اواز به یې کاوه، نو کوم کسان چې اخته شوي و د دوی نه د سامري په کار باندې هغوی ووېل: دا ستاسې معبود دی او د موسی معبود هم دی، هغه دا هیر کړی او دلته یې پریښودلی.
عربی تفاسیر:
اَفَلَا یَرَوْنَ اَلَّا یَرْجِعُ اِلَیْهِمْ قَوْلًا ۙ۬— وَّلَا یَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا ۟۠
آیا نه ګوري دا کسان چې فتنه کې واقع شوي د خوسي په وجه نو بندګي یې ورله شروع کړې، بېشکه خوسی چې دی نه د دوی سره خبرې کولی شي او نه ورته څه جواب ورکولی شي، او طاقت نه لري په دفع کولو د ضرر د دوی نه او نه د نور چا نه، او طاقت نه لري د فاېدې رسولو خپل ځان ته، او نه بل چا ته.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هٰرُوْنُ مِنْ قَبْلُ یٰقَوْمِ اِنَّمَا فُتِنْتُمْ بِهٖ ۚ— وَاِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمٰنُ فَاتَّبِعُوْنِیْ وَاَطِیْعُوْۤا اَمْرِیْ ۟
او یقېنا ویلي و دوی ته هارون -علیه السلام- مخکې د راتللو د موسی -علیه السلام- نه: نه دی په شکل د خوسي کې د سرو زرو نه او اواز د هغه مګر ازمېښت دي په تاسو د دې لپاره چې ښکاره شي مومن له کافر څخه، او یقېنا رب ستاسې -ای قومه- هغه ذات دی چې واک لري د مهربانۍ او رحمت، نه هغه څوک چې اختیار نه لري تاسې نه د ضرر دفع کولو او یا د فاېدې دررسولو، پاتې لا دا چې په تاسې دې رحم وکړي، نو زما تابعداري وکړئ یواځې د الله تعالی په بندګۍ کې، او زما خبره ومنئ په پريښودلو د بندګۍ د بل چا کې.
عربی تفاسیر:
قَالُوْا لَنْ نَّبْرَحَ عَلَیْهِ عٰكِفِیْنَ حَتّٰی یَرْجِعَ اِلَیْنَا مُوْسٰی ۟
وویل هغو کسانو چې په امتحان کې غورځېدلي وو د خوسي په عبادت سره: مونږ به همېشه د خوسي په بندګۍ باندې یو تر دې چې بېرته راوګرځي مونږ ته موسی.
عربی تفاسیر:
قَالَ یٰهٰرُوْنُ مَا مَنَعَكَ اِذْ رَاَیْتَهُمْ ضَلُّوْۤا ۟ۙ
موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته ووېل: څه شي ته منع کړی وې کله چې تا لېدلي وو دوی چې ګمراه شوي وو د خوسي په بندګۍ کولو سره پغېر له الله تعالی نه.
عربی تفاسیر:
اَلَّا تَتَّبِعَنِ ؕ— اَفَعَصَیْتَ اَمْرِیْ ۟
چې تا دوی پرېښودلې وو او په ما پسې راغلی وې؟! ایا تا زما د امر نافرماني وکړه کله چې ما ته په دوی باندې خلیفه (نایب) مقرر کړی وې.
عربی تفاسیر:
قَالَ یَبْنَؤُمَّ لَا تَاْخُذْ بِلِحْیَتِیْ وَلَا بِرَاْسِیْ ۚ— اِنِّیْ خَشِیْتُ اَنْ تَقُوْلَ فَرَّقْتَ بَیْنَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِیْ ۟
او هر کله چې موسی-علیه السلام- د خپل ورور ږېره او د سر وېښتان ونېول او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ په داسې حال کې چې انکار کوونکی و په هغه باندې د هغه د دې کار په وجه؛ هارون -علیه السلام- ورته وویل په داسې حال کې چې د هغه نه یې د مهربانۍ او نرمۍ غوښتنه کوله: زما ږېره او د سر ویختان مه نېسه، ځکه زما سره یو عذر شته زما د پاتي کېدلو د هغوی سره، نو بېشکه زه ویرېدلم که دوی یواځې پريږدم نو دوی به یو بل سره اختلاف پیداکړي، نو ته به بېا وایې: تا د دوی ترمنځ اختلاف پیداکړی، او د دوی باره کې دې زما وصیت نه دی ساتلی.
عربی تفاسیر:
قَالَ فَمَا خَطْبُكَ یٰسَامِرِیُّ ۟
موسی -علیه السلام- سامري ته ووېل: څه دی لوی کار ستا ای سامري؟ او څه شي ته دې کار ته مجبوره کړې؟
عربی تفاسیر:
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ یَبْصُرُوْا بِهٖ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ اَثَرِ الرَّسُوْلِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذٰلِكَ سَوَّلَتْ لِیْ نَفْسِیْ ۟
سامري موسی -علیه السلام- ته ووېل: ما لېدلي وو هغه څه چې دوی نه وو لېدلي، پس بېشکه ما جبریل په اس باندې لیدلی وو، نو ما راواخېسته یوه لپه د خاورې د هغه د اس د پښو د قدم نه، نو هغه ما په دې ویلي کړی شوی د خوسي په شکل کې ګاڼه باندې واچوله، نو د دې نه یو خوسی جوړ شو چې اواز یې درلود، او همدارنګه ښاېسته کړی و ما ته زما نفس ما چې کوم کار کړی دی.
عربی تفاسیر:
قَالَ فَاذْهَبْ فَاِنَّ لَكَ فِی الْحَیٰوةِ اَنْ تَقُوْلَ لَا مِسَاسَ ۪— وَاِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهٗ ۚ— وَانْظُرْ اِلٰۤی اِلٰهِكَ الَّذِیْ ظَلْتَ عَلَیْهِ عَاكِفًا ؕ— لَنُحَرِّقَنَّهٗ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهٗ فِی الْیَمِّ نَسْفًا ۟
موسی -علیه السلام- سامري ته وویل: لاړ شه ته نو یقېنا تا لره دا خبره ده چې ته به وایې تر څو چې ته ژوندی یې: نه زه د چا سره لاس لګوم او نه دې زما سره څوک لاس لګوي، نو ته به اوسېږې شړل شوی (یوازې پريښودل شوی)، او یقېنا شته دی ستا لپاره یوه نېټه د قیامت په ورځ چې ستا سره به حساب کیږي او تا ته به پکې سزا درکول کېږي، الله تعالی به دې له دې نېټي نه وروسته کوي، او وګوره خپل خوسي ته چې تا ترې معبود جوړ کړی و، او د دې په بندګۍ باندې ولاړ وې پغېر له الله تعالی نه، مونږ به خامخا په دې باندې اور لګوو تر څو چې ویلي شي، بیا به وغورځوو مونږ دې لره په دریاب کې تر دې چې هیڅ اثر یې پاتې نشي.
عربی تفاسیر:
اِنَّمَاۤ اِلٰهُكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَسِعَ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ۟
بېشکه معبود ستاسې په حقه سره -ای خلکو- هغه الله تعالی دی نشته څوک حقدار د بندګۍ په حقه سره پغیر له هغه نه، هر یو شی یې په خپل علم کې راګیر کړی، نو د هغه پاک ذات څخه د هیڅ شي علم نشي پاتي کیدلی.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• خداع الناس بتزوير الحقائق مسلك أهل الضلال.
د حقیقتونو په بدلولو سره د خلکو دوکه کول د ګمراهانو طریقه کار دی.

• الغضب المحمود هو الذي يكون عند انتهاكِ محارم الله.
ستايل شوې غصه هغه ده چې د الله د محارمو د له منځه تلو پر مهال وي.

• في الآيات أصل في نفي أهل البدع والمعاصي وهجرانهم، وألا يُخَالَطوا.
په دې آیتونو کې اصل دی په شړلو د بدعتیانو او ګمراهانو او د هغوی پرېښودل، او باید د هغوی سره څوک یوځای نشي.

• في الآيات وجوب التفكر في معرفة الله تعالى من خلال مفعولاته في الكون.
آیتونه پدې دلالت کوي چې د الله تعالی د پيژندګلوۍ په موخه د هغه په کایناتو او په کایناتو کې د هغه په کړنو کې فکر کول یو واجب عمل دی.

كَذٰلِكَ نَقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ— وَقَدْ اٰتَیْنٰكَ مِنْ لَّدُنَّا ذِكْرًا ۟ۖۚ
لکه څرنګه چې مونږ تا ته د موسی او فرعون قصه وکړه -ای پېغمبره- او قصه د قومونو د هغو دواړو همدارنګه مونږ بیانوو په تا باندې خبرونه او قصې د هغو پېغمبرانو او امتونو چې ستا څخه مخکې تیر شوي د دې لپاره چې دا ستا لپاره تسلي شي، او یقېنا مونږ درکړی تا ته زمونږ له طرفه قرآن کریم په دې سره پند اخلي هغه څوک چې پند یې پرې اخیستلی.
عربی تفاسیر:
مَنْ اَعْرَضَ عَنْهُ فَاِنَّهٗ یَحْمِلُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وِزْرًا ۟ۙ
چا چې مخ واړوه لدې قرآن کریم څخه کوم چې په تا باندې نازل شوی او ایمان یې پرې رانه وړ، او په هغه څه یې عمل ونه کړ کوم چې په دې کې دي؛ نو دا به د قیامت په ورځ راځي په داسې حال کې چې باروونکی به وي ډیرې لویې ګناه لره، او د دردناک عذاب مستحق به وي.
عربی تفاسیر:
خٰلِدِیْنَ فِیْهِ ؕ— وَسَآءَ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ حِمْلًا ۟ۙ
وي به په دغه عذاب کې دهمېشه لپاره، او ډیر بد دی هغه پېټی چې دوی به یې باروي د قیامت په ورځ.
عربی تفاسیر:
یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ زُرْقًا ۟
په هغې ورځ چې ملاېک به په شپېلۍ کې د بېرته راژوندي کولو لپاره دویم پوکی وکړي، او راټول به کړو مونږ کافران په دغه ورځ سترګې به ئې شنې وي د وجې د بدلېدلو د رنګونو او سترګو د دوی د اخرت د هغو ډیرو سختو حالاتو له وجې چې دوی ورسره مخامخ شوي.
عربی تفاسیر:
یَّتَخَافَتُوْنَ بَیْنَهُمْ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا عَشْرًا ۟
دوی به په خپل منځ کې پټې پټې خبرې کوي چې: تاسې د مرګ نه وروسته په برزخ کې وخت نه وو تیر کړی مګر لس شپې.
عربی تفاسیر:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ اِذْ یَقُوْلُ اَمْثَلُهُمْ طَرِیْقَةً اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا یَوْمًا ۟۠
مونږ ښه پوهېږو په هغو پټو خبرو چې دوی یې کوي، زمونږ څخه د هغوی هیڅ شی هم نشي پاتي کیدلی، کله چې ووایي د دوی عقلمند: تاسې وخت نه دی تیر کړی د مرګ نه وروسته (برزخ کې) مګر یوه ورځ، نه د دې نه زیات.
عربی تفاسیر:
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ یَنْسِفُهَا رَبِّیْ نَسْفًا ۟ۙ
او پوښتنه کوي دوی ستا څخه -ای پېغمبره- د غرونو په باره کې د قیامت په ورځ، نو ته ورته ووایه: غرونه چې دي وبه باسي دې لره رب زما د بیخ نه او بیا به ئې والوځوي، نو شي به په شان د هوا.
عربی تفاسیر:
فَیَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا ۟ۙ
نو پرې به ږدي ځمکه هغه چې دا غرونه یې بار کړي همواره چې هیڅ ابادي او بوټي به پرې نه وي.
عربی تفاسیر:
لَّا تَرٰی فِیْهَا عِوَجًا وَّلَاۤ اَمْتًا ۟ؕ
ته به نه وینې -ای دې ته کتوونکېه- په ځمکه کې د هغې د پوره برابروالي د وجې نه هیڅ کوږوالی او نه اوچتوالی او نه ټیټوالی.
عربی تفاسیر:
یَوْمَىِٕذٍ یَّتَّبِعُوْنَ الدَّاعِیَ لَا عِوَجَ لَهٗ ۚ— وَخَشَعَتِ الْاَصْوَاتُ لِلرَّحْمٰنِ فَلَا تَسْمَعُ اِلَّا هَمْسًا ۟
په دغه ورځ کې به خلک د بلونکي اواز پسې ورپسې وي د محشر طرف ته، دوی لره به هیڅ کوږوالی نه وي د هغه د تابعدارۍ نه، او ټول اوازونه به رحمان ذات ته چپ شي د هغه د هیبت د وجې، نو ته به په دغه ورځ کې نه اورې مګر په ورو اواز (د قدمونو کشار).
عربی تفاسیر:
یَوْمَىِٕذٍ لَّا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَرَضِیَ لَهٗ قَوْلًا ۟
په دغه لویه ورځ کې به فاېده نه ورکوي سپارښتنه د هیچا مګر د هغه چا چې الله تعالی ورته اجازه ورکړي وي چې سپارش وکړي، او د هغه وینا په سپارش کې د الله تعالی خوښه شوي وي.
عربی تفاسیر:
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا یُحِیْطُوْنَ بِهٖ عِلْمًا ۟
عالم دی الله پاک په هغه څه چې دا خلک به ورسره په راتلونکي کې مخامخ کيږي د قیامت د حالاتو نه، او عالم دی په هغه څه چې دوی پرېښودي په خپله دنېا کې، او نشي راګېرولی ټول بندګان د الله تعالی ذات او صفات په خپلو علمونو کې.
عربی تفاسیر:
وَعَنَتِ الْوُجُوْهُ لِلْحَیِّ الْقَیُّوْمِ ؕ— وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا ۟
او عاجزه او ذلېله شوي مخونه د ټولو بندګانو خاص همېشه ژوندي ذات ته چې نه مړ کېږي، برابروونکی دی د خپلو بندګانوو د ټولو چارو او یقېنا تاواني دی هغه څوک چې د ګناه پیټی یې بار کړی په ننویستلو د خپل ځان سره د هلاکت ځایونو ته.
عربی تفاسیر:
وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا یَخٰفُ ظُلْمًا وَّلَا هَضْمًا ۟
او څوک چې وکړي نیک عملونه پداسې حال کې چې دا ایمان لري په الله تعالی او د هغه په پېغمبرانو نو زر دی چې وبه ویني هغه خپله بدله پوره پوره، او نه به وېرېږي د ظلم نه داسې چې دې ته به په هغې ګناه سزا ورکړل شي چې دې نه ده کړې، او نه به د دې د نېک عمل د ثواب نه څه شی کم شي.
عربی تفاسیر:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا وَّصَرَّفْنَا فِیْهِ مِنَ الْوَعِیْدِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ اَوْ یُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا ۟
او لکه څرنګه چې مونږ نازل کړي دي د پخوانیو کیسې همدغه شان نازل کړی مونږ دا قرآن کریم په عربي ښکاره (فصېحه) ژبه او مونږ په دې کې بیان کړي مختلف قسمونه د ګواښونو او وېرې ورکولو نه؛ شاید چې دوی د الله تعالی څخه ووېرېږي، او یا به دا قرآن کرېم دوی لره پند جوړ کړي او عبرت به ترې واخلي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• القرآن العظيم كله تذكير ومواعظ للأمم والشعوب والأفراد، وشرف وفخر للإنسانية.
قرآن کریم ټول پند او نصېحتونه دي د ملتونو، ولسونو او افرادو لپاره او دا ویاړ او عزت دی د انسانیت لپاره.

• لا تنفع الشفاعة أحدًا إلا شفاعة من أذن له الرحمن، ورضي قوله في الشفاعة.
هیچا ته سپارش فاېده نه ورکوي مګر سپارش د هغه چا چې رحمان ذات ورته اجازه کړي وي، او په سپارش کې یې د هغه وینا خوښه کړي.

• القرآن مشتمل على أحسن ما يكون من الأحكام التي تشهد العقول والفطر بحسنها وكمالها.
قرآن کریم ټولو هغه غوره او ښایسته احکامو ته شامل دی چې عقلونه او فطرت یې په ښایستوالي او پوره والي ګواهي کوي.

• من آداب التعامل مع القرآن تلقيه بالقبول والتسليم والتعظيم، والاهتداء بنوره إلى الصراط المستقيم، والإقبال عليه بالتعلم والتعليم.
د قرآن کریم سره د تعامل له ادابو څخه دا دي چې قبلول یې په منلو، ورته غاړه اېښودلو او درناوي سره وشي، ، او تلل د هغه په رڼا باندې سمې لارې ته، او هغه ته مخه کول په یادولو او بل چا ته ښودلو سره.

• ندم المجرمين يوم القيامة حيث ضيعوا الأوقات الكثيرة، وقطعوها ساهين لاهين، معرضين عما ينفعهم، مقبلين على ما يضرهم.
مجرمان به د قیامت په ورځ لدې امله پښیمانه وي ځکه چې هغوی ډیر وختونه ضاېع کړي دي، او وختونه ې بې ځایه تیر کړي په بې پروايي او لوبو کې، مخ اړوونکي وو د هغه څه نه چې دوی ته ئې ګټه رسوله، راتلونکي وو هغه څه ته چې دوی ته یې ضرر رساوه.

فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْاٰنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّقْضٰۤی اِلَیْكَ وَحْیُهٗ ؗ— وَقُلْ رَّبِّ زِدْنِیْ عِلْمًا ۟
نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی، بادشاه دی هغه ذات چې هغه لره بادشاهي د هر یو شي ده، هغه ذات چې هغه حق دی او وینا یې هم حقه ده، اوچت او پاک دی د هغو صفاتو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او ته تلوار مه کوه -ای پېغمبره- د قران کرېم په لوستلو د جبرېل سره وړاندې لدې چې هغه یې تاته تمام کړي، او ووایه: ای زما ربه! زیاته کړې مالره پوه د هغې پوهې سربیره چې تا راکړې ده.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اٰدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِیَ وَلَمْ نَجِدْ لَهٗ عَزْمًا ۟۠
او یقېنا حکم کړی و مونږ ادم -علیه السلام- ته مخکې له ونې څخه د نه خوړلو، او مونږ د دې نه منع کړی و، او د دې نه د خوړلو انجام مو ورته هم بیان کړی و، نو هغه دا حکم هیر کړی و او د دغې ونې نه یې خوراک وکړ، او د هغې نه یې ځان ونه ساته او مونږ نه و موندلې هغه لره پوخ عزم په ساتلو د هغه څه چې مونږ ورته پرې حکم کړی و.
عربی تفاسیر:
وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰی ۟
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ ووېل ملاېکو ته: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام، نو ټولو سجده وکړه مګر ابلېس -کوم چې د دوی سره و خو د دوی د جنس څخه نه و- بند شو د سجدې کولو نه د تکبر د وجې.
عربی تفاسیر:
فَقُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اِنَّ هٰذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا یُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقٰی ۟
پس ووېل مونږ: ای آدمه! بېشکه دا ابلېس دښمن ستا دی او دښمن ستا د ښځې دی، پس ودې نه باسي تا لره او بي بي ستا له جنته په خپلې تابعدارۍ سره، د هغو وسوسو په وجه چې کوي یې،نو ته به په تکلېف او مشقت کې پرېوځې.
عربی تفاسیر:
اِنَّ لَكَ اَلَّا تَجُوْعَ فِیْهَا وَلَا تَعْرٰی ۟ۙ
یقېنا ستا لپاره په الله تعالی باندې دا دي چې خوراک به درکوي په جنت کې نو نه به وږی کیږې، او جامې به درکوي نو نه به بربنډېږې.
عربی تفاسیر:
وَاَنَّكَ لَا تَظْمَؤُا فِیْهَا وَلَا تَضْحٰی ۟
او څښاک به درکوي نو نه به تږی کیږې، او سوری به درباندې راولي نو د لمر ګرمي به درته نه رسېږي.
عربی تفاسیر:
فَوَسْوَسَ اِلَیْهِ الشَّیْطٰنُ قَالَ یٰۤاٰدَمُ هَلْ اَدُلُّكَ عَلٰی شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا یَبْلٰی ۟
پس وسوسه واچوله شیطان آدم ته، او ورته یې ووېل: آیا نه درښاېم زه تا ته داسې یوه ونه چا چې د هغې نه خوراک وکړ نو هیڅکله به نه مړ کېږي، بلکې همېشه به ژوندی پاتي کیږي، او داسې پاچاهي به حاصلوي چې همېشه به وي نه به پرې کیږي او نه به ختمېږي.
عربی تفاسیر:
فَاَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؗ— وَعَصٰۤی اٰدَمُ رَبَّهٗ فَغَوٰی ۪۟ۖ
پس خوراک وکړ ادم او حواء د هغې ونې نه چې دا دواړه یې د خوراک نه منعه شوي وو، نو ښکاره شو دې دواړو ته عورتونه د دوی وروسته له دې نه چې پټ وو، او شروع شول دا دواړه چې راشکولی یې پاڼي د جنت د ونو نه، او په دې سره یې خپل عورتونه پټول، او خلاف وکړ ادم د حکم د رب خپل ځکه چې د هغه حکم یې عملي نه کړ په ځان ساتلو سره د خوراک د دغې ونې نه، نو تجاوز یې وکړ هغه څه ته چې ده لره نه وو جاېز.
عربی تفاسیر:
ثُمَّ اجْتَبٰهُ رَبُّهٗ فَتَابَ عَلَیْهِ وَهَدٰی ۟
بیا غوره کړ هغه لره الله تعالی او د هغه توبه یې قبوله کړه، او توفېق یې ورکړ د سمې لارې طرف ته.
عربی تفاسیر:
قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِیْعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی ۙ۬— فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَلَا یَشْقٰی ۟
الله تعالی ادم او حواء ته ووېل: کوز شئ د جنت نه تاسې دواړه او ابلېس هم، نو پس یقېنا هغه ستاسې د دواړو دښمن دی او تاسې دواړه د هغه دښمنان یاست، نو پس که راشي تاسې ته زما له طرفه بیان زما د لارې: نو ستاسې څخه چې چا زما د لارې د بیان تابعداري وکړه، او په هغه یې عمل وکړ او کوږ ترې نه شو؛ نو بېشکه دې به د حق څخه نه بې لارې کیږي، او په آخرت کې به هم بدبخته نشي په عذاب سره، بلکې الله تعالی به یې جنت ته داخلوي.
عربی تفاسیر:
وَمَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا وَّنَحْشُرُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَعْمٰی ۟
او هر چا چې زما د یاداشت نه مخ واړاوه او قبول یې نه کړ او هغه یې ونه مانه نو یقېنا وي به ده لره تنګه زندګي په دنیا کې او په برزخ کې (د مرګ نه وروسته تر قیامته پورې)، او راکش به کړو ده لره د محشر میدان ته د قیامت په ورځ پداسې حال کې چې سترګې او دلېل دواړه به ترې ورک وي.
عربی تفاسیر:
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِیْۤ اَعْمٰی وَقَدْ كُنْتُ بَصِیْرًا ۟
وایې به دا مخ اړوونکی د ذکر نه: ای زما ربه! ولې دی نن ورځ زه ړوند راپورته کړم، حال دا چې زه په دنیا کې بینا (لېدونکی) وم.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• الأدب في تلقي العلم، وأن المستمع للعلم ينبغي له أن يتأنى ويصبر حتى يفرغ المُمْلِي والمعلم من كلامه المتصل بعضه ببعض.
د علم په حاصلولو کې ادب لازمي دی، او علم ته غوږ کیښودونکي لره پکار دی چې زغم او صبر وکړي تر دی چې بیانوونکی او استاذ خپلې خبرې ختمې کړي کومې چې د یو بل سره پېوسته وي.

• نسي آدم فنسيت ذريته، ولم يثبت على العزم المؤكد، وهم كذلك، وبادر بالتوبة فغفر الله له، ومن يشابه أباه فما ظلم.
ادم -علیه السلام- خبره هیره کړه نو اولادې یې هم هیره کړه، او په خپل کلک عزم مضبوط نشو، او اولادونه یې هم دغه شان دي، او په تلوار سره یې توبه وکړه نو الله تعالی ورته بخښنه وکړه، او څوک چې د خپل پلار په شان کار وکړي نو ظلم یې نه دی کړی.

• فضيلة التوبة؛ لأن آدم عليه السلام كان بعد التوبة أحسن منه قبلها.
د توبې فضېلت؛ ځکه چې آدم -علیه السلام- د توبې څخه وروسته د خپل مخکني حالت نه ډیر ښه و.

• المعيشة الضنك في دار الدنيا، وفي دار البَرْزَخ، وفي الدار الآخرة لأهل الكفر والضلال.
تنګه زندګي په دنیا کې، او په برزخ کې، او په اخرت کې د کافرانو او ګمراهانو لپاره ده.

قَالَ كَذٰلِكَ اَتَتْكَ اٰیٰتُنَا فَنَسِیْتَهَا ۚ— وَكَذٰلِكَ الْیَوْمَ تُنْسٰی ۟
الله تعالی ورته په جواب کې ووېل: همدغه شان کارونه تا په دنیا کې کړي وو، نو یقېنا راغلي وو تا ته ایتونه زمونږ نو تا ترې مخ اړولی و او پریښودي دی وو، او همدارنګه ته به نن ورځ په عذاب کي پريښودل کیږې.
عربی تفاسیر:
وَكَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ اَسْرَفَ وَلَمْ یُؤْمِنْ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَدُّ وَاَبْقٰی ۟
او د دې په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې په حرامو شهوتونو کې ننوتلی وي، او د ایمان نه یې مخ اړولی وي سره د ښکاره دلیلونو څخه د خپل رب له طرفه، او بېشکه عذاب د الله تعالی په آخرت کې ډیر سخت او قوي دي د دنیا او برزخ د تنګې زندګۍ نه او همېشنی هم دی.
عربی تفاسیر:
اَفَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی ۟۠
آیا نه دي ښکاره شوي مشرکېنو ته ډیر د هغو امتونو چې مونږ د دوی نه مخکې هلاک کړي، دوی ګرځي په کورونو د هغو هلاک شوو امتونو کې، او د هغوی د هلاکت اثار ویني، یقېنا په هغه عذاب کې چې دغو امتونو ته رسېدلی و د هلاکت او ویجاړېدلو نه، خامخا عبرتونه دي د عقلمندو خلکو لپاره.
عربی تفاسیر:
وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَّاَجَلٌ مُّسَمًّی ۟ؕ
او که چېرې نه وی هغه خبره چې ستا د رب له طرفه مخکې شوې -ای پېغمبره- چې بېشکه هغه هیچا ته هم مخکې د دلېل قاېمولو نه عذاب نه ورکوي، او که چېرته د هغه سره نه وه مقرره نېته د دوي لپاره نو خامخا په تلوار سره به ئې هغوی ته عذاب ورکړی و؛ ځکه چې هغوی مستحق دي د دې عذاب.
عربی تفاسیر:
فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوْبِهَا ۚ— وَمِنْ اٰنَآئِ الَّیْلِ فَسَبِّحْ وَاَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضٰی ۟
نو صبر کوه -ای پېغمبره- په هغو خبرو چې تا ته د دروغو نسبت کوونکي خلک یې وایي د باطلو صفتونو نه، او پاکي بیانوه سره د حمدونو د رب ستا نه د سهار په لمانځه کې مخکې د لمر راختلو نه، او د مازدېګر په لمانځه کې مخکې د لمر پرېوتلو نه، او د ماښام او ماخوستن په لمونځونو کې د شپي په څه برخو کې، او د ماسپخین په لمانځه کې د لمر د کږېدلو په وخت وروسته د ختمېدو د ورځې د لمړۍ حصې نه او د ماښام په لمانځه کې د ورځې د دویمې حصې د ختمېدو نه وروسته؛ شاېد چې ته حاصل کړې د الله تعالی په نیزد هغه ثوابونه چې ته پرې راضي شې.
عربی تفاسیر:
وَلَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ۬— لِنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ ؕ— وَرِزْقُ رَبِّكَ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟
او ته مه ګوره هغو شیانو ته چې مونږ فایده ورکړي ده د دروغو نسبت کوونکو بېلابېلو خلکو ته تر څو د ژوند له ښایست نه خوند واخلي، دا د دې لپاره چې مونږ دوی امتحان کړو، نو بېشکه مونږ چې دوی ته څه ورکړي د دې دنیا نه دا ختمېدونکي دي، او ثواب د رب ستا هغه چې تا سره یې پرې وعده کړې تر دې چې ته پرې راضي شي ډیر غوره او تل پاتې دی د هغو شیانو نه چې دوی ته یې په دنیا کې ورکړي د ختمېدونکو خوندونو او مزو نه؛ ځکه چې هغه نه ختمېدونکی دی.
عربی تفاسیر:
وَاْمُرْ اَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَیْهَا ؕ— لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُكَ ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوٰی ۟
او حکم کوه -ای پېغمبره- خپلو تابعدارانو ته په کولو د لمونځونو، او د دې په ادا کولو ته هم کلک شه، مونږ نه غواړو ستا نه روزي ستا لپاره او نه د بل چا لپاره ، مونږ ستا د روزۍ درکولو ذمه واري اخلو، او ښایسته انجام په دنیا او اخرت کې د پرهېزګارانو لپاره دی هغه کسان چې د الله تعالی نه وېرېږي، نو د هغه حکمونه عملي کوي، او د هغه له منهیاتو ځان ژغوري.
عربی تفاسیر:
وَقَالُوْا لَوْلَا یَاْتِیْنَا بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— اَوَلَمْ تَاْتِهِمْ بَیِّنَةُ مَا فِی الصُّحُفِ الْاُوْلٰی ۟
او وایي دا کافران پېغمبر صپلی الله علیه وسلم ته د دروغو نسبت کوونکي: ولي نه راوړي مونږ ته محمد - صلی الله علیه وسلم - یوه معجزه چې دلالت وکړي د هغه په ريښتنولۍ او د هغه په پېغمبرۍ، آیا دې د دروغو نسبت کوونکو ته قرآن کریم نه دی راغلی کوم چې تصدیق کوونکی دی پخوانیو اسماني کتابونو لره؟!.
عربی تفاسیر:
وَلَوْ اَنَّاۤ اَهْلَكْنٰهُمْ بِعَذَابٍ مِّنْ قَبْلِهٖ لَقَالُوْا رَبَّنَا لَوْلَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ نَّذِلَّ وَنَخْزٰی ۟
او که چېرته مونږ هلاک کړي وو دا پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د دروغو نسبت کوونکي خلک په نازلولو د عذاب په دوی باندې، د دوی د کفر او ضد له امله مخکې له دې چې دوی ته پېغمبر ولېږم، او راولېږم په دوی باندې کتاب نو خامخا دوی به ویلي و د قیامت په ورځ بهانه به یې کوله د خپل کفر د وجې: ولې تا نه رالېږه -ای ربه- مونږ ته پېغمبر په دنیا کې، نو مونږ به اېمان راوړی وی په هغه باندې او تابعداري به مو کړې وه د هغو آیتونو چې هغه پرې راتګ کړی و وړاندې له دې چې ورسيږي مونږ ته ذلت او شرمندګي ستا د عذاب په وجه؟!.
عربی تفاسیر:
قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوْا ۚ— فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ اَصْحٰبُ الصِّرَاطِ السَّوِیِّ وَمَنِ اهْتَدٰی ۟۠
ووایه -ای پېغمبره- دې دروغجنانو ته: هر یو زمونږ او ستاسې څخه انتظار کوونکی دی د هغه څه چې الله تعالی به یې تر سره کوي، نو تاسې هم انتظار وباسئ، پس زر دی چې تاسې به پوه شئ -خامخا- چې څوک دی د سمې لارې والا، او څوک په هدایت باندې روان دي: مونږ او که تاسې.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• من الأسباب المعينة على تحمل إيذاء المعرضين استثمار الأوقات الفاضلة في التسبيح بحمد الله.
د الله جل جلاله په حمد او ثنا ویلو سره د خپلو غوره وختونو تېرول مرسته کوي چې انسان د ازار او آذیت رسوونکو په وړاندې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

• ينبغي على العبد إذا رأى من نفسه طموحًا إلى زينة الدنيا وإقبالًا عليها أن يوازن بين زينتها الزائلة ونعيم الآخرة الدائم.
انسان لره پکار دي چې کله د دنیا ډول او ښاېست ته مایله شي او هغې ته یې مخه شي باېد د دنیا ختمېدونکی ښاېست د اخرت د تل پاتې نعمتونو سره پرتله کړي.

• على العبد أن يقيم الصلاة حق الإقامة، وإذا حَزَبَهُ أمْر صلى وأَمَر أهله بالصلاة، وصبر عليهم تأسيًا بالرسول صلى الله عليه وسلم.
بنده ته لازم دي چې لمونځ په سمه طرېقه ادا کړي، او کله چې څه ورپیښ شي باېد لمونځ وکړي او خپل اهل (تابعدارانو) ته هم د لمانځه امر وکړي، او په هغوی دې صبر وکړي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د تابعدارۍ د وجې.

• العاقبة الجميلة المحمودة هي الجنة لأهل التقوى.
ښاېسته انجام کوم چې ستایلی شوی هغه یوازې جنت دی د پرهېزګارانو لپاره.

 
معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ طٰہ
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - ترجمے کی لسٹ

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بند کریں