Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: قلم   آیت:

قلم

سورہ کے بعض مقاصد:
شهادة الله للنبي بحسن الخُلق، والدفاع عنه وتثبيته.
د الله له لوري د نبي په ښو اخلاقو شاهدي، له هغه دفاع او د هغه پر خپل حال ټينګ ساتل.

نٓ وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُوْنَ ۟ۙ
ن) د دغه ډول تورو په اړه خبره د البقرې سورت په پيل کې تېره شوه. الله پر قلم لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې خلک يې پر خپلو قلمونو ليکي.
عربی تفاسیر:
مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ
اې رسوله! ته د هغه نبوت له امله چې الله درباندې پېرزو کړی لېونی نه يې، بلکې ته له هغه لېونتوبه روغ يې چې مشرکان يې درپسې تړي.
عربی تفاسیر:
وَاِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍ ۟ۚ
پرته له شکه ستا لپاره پر هغه څه چې خلکو ته يې د پیغام په وړلو کې ګالې نه ختمېدونکې بدله ده او د هغې له امله پرتا د هيچا احسان هم نشته.
عربی تفاسیر:
وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ ۟
او پرته له شکه ته پر داسې لويو اخلاقو يې چې قرآن راوړي دي، نو ته په بشپړ ډول پر هغو اخلاقو متصف يې.
عربی تفاسیر:
فَسَتُبْصِرُ وَیُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
نو ته به هم ووينې، او دغه درواغ ګڼونکي به هم وويني.
عربی تفاسیر:
بِاَیِّىكُمُ الْمَفْتُوْنُ ۟
کله چې حق په ډاګه شي څرګند به شي چې له تاسو کوم يو لېونی و؟!.
عربی تفاسیر:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۪— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
اې رسوله! پرته له شکه هغه پوهيږي چې څوک يې له لارې اوښتي او هغه ښه پوه دی پر هغو کسانو چې لارموندونکي دي، او پوهيږي چې هغوی ترې لار ورکي دي، او پرته له شکه ته هغه څوک يې چې پرسمه لار یې.
عربی تفاسیر:
فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
نو اې رسوله! پر هغه څه چې ته ورسره راغلی يې د درواغ ګڼونکو پيروي مه کوه.
عربی تفاسیر:
وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ۟
هغوی هيله لري که چېرې نرمي ورسره وکړې او د دين پر حساب ورسره مهربانه واوسې؛ نو هغوی به هم درسره نرمي وکړي او مهرباني به درسره وکړي.
عربی تفاسیر:
وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ
او پيروي مه کوه د هغه چا چې په باطله ډیر قسم کوونکی دی او سپک هم دی.
عربی تفاسیر:
هَمَّازٍ مَّشَّآءٍ بِنَمِیْمٍ ۟ۙ
د خلکو زيات غيبت کوونکی وي، او د هغوی ترمنځ زيات د خبرو وړونکی راوړونکی وي؛ تر څو د هغوی تر منځ بېلوالی راولي.
عربی تفاسیر:
مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
د ښېګڼې زيات ايساروونکی، پر خلکو د هغوی په مالونو، عزتونو او نفسونو کې تېری کوونکی وي، او زيات بدکاره او ګناهکاره وي.
عربی تفاسیر:
عُتُلٍّۢ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ ۟ۙ
بدخویه خالي، په خپل قوم کې پر بل پورې تړلی حرامونی دی.
عربی تفاسیر:
اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ؕ
له دې امله چې هغه د مال او اولادونو څښتن دی پر الله او د هغه پر رسول يې له ايمان راوړلو لويي کړې ده.
عربی تفاسیر:
اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
کله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دغه خو د پخوانيو چټیات دي.
عربی تفاسیر:
سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ ۟
ژر به يې پر پوزه داسې نښه ورکېږدو چې عيبجنوي يې او تل به ورسره وي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• اتصاف الرسول صلى الله عليه وسلم بأخلاق القرآن.
د رسول -صلی الله عليه وسلم- پر قرآني اخلاقو متصف والی.

• صفات الكفار صفات ذميمة يجب على المؤمن الابتعاد عنها، وعن طاعة أهلها.
د کافرانو صفتونه بد صفتونه دي د مؤمنانو لپاره له هغو او د هغو د څښتنانو له پيروۍ څخه لېرې والی په کار دی.

• من أكثر الحلف هان على الرحمن، ونزلت مرتبته عند الناس.
څوک چې زياتې لوړې کوي د رحمان پر وړاندې به سپک وي، او د خلکو پر وړاندې به يې مرتبه راولوېږي.

 
معانی کا ترجمہ سورت: قلم
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں