Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: قلم   آیت:
اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
پرته له شکه موږ دغه مشرکان په وچکالۍ او لوږه و ازمويل، لکه څنګه مو چې د هغه بڼ څښتنان ازمويلي وو کله چې هغوی لوړې کولې چې هرومرو به يې سهار مهال په منډه منډه مېوې شکوي ترڅو يې کوم بې وزله ترې ونه خوري.
عربی تفاسیر:
وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟
او هغوی په خپلو لوړو کې د (ان شاء الله) په ويلو سره استثناء نه کوله.
عربی تفاسیر:
فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟
نو الله يو اور ورولېږی چې هغه بڼ يې وخوړی په داسې حال کې چې څښتنان يې ويده وو او هغوی اور ترې نه شو ايسارولای.
عربی تفاسیر:
فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ
نو هغه د تياره شپې غوندې تک تور وګرځېدی.
عربی تفاسیر:
فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
نو ځينو يې ځينو ته سهار مهال نارې کړې.
عربی تفاسیر:
اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟
په دې ويلو سره: چې سهار وختي د بې وزلو له راتلو مخکې مو کښت ته ووځئ که چېرې تاسو يې د مېوې پرې کوونکي ياست.
عربی تفاسیر:
فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ
نو خپل کښت ته په منډه منډه ورغلل يو له بل سره يې په ټيټ آواز خبرې کولې.
عربی تفاسیر:
اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ
ځينو يې ځينو ته ويل: نن پرتاسو باغ ته هيڅ بې وزله هم در ننه نه وځي.
عربی تفاسیر:
وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟
او سهار وختي روان شول په داسې حال کې چې د خپلو مېوو د منع کولو هوډ يې لرلو.
عربی تفاسیر:
فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ
نو کله يې چې هغه سوزېدلی وليد ځينو يې ځينو ته وويل: هرومرو موږ يې لاره غلطه کړې ده.
عربی تفاسیر:
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟
بلکې موږ يې د مېوو له راټولولو بې برخې کړل شوي يو د هغه څه له امله چې موږ ترې د بې وزلو د ايسارولو هوډ کړی وو.
عربی تفاسیر:
قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟
تر ټولو غوره يې وويل: آيا ما نه درته ويل کله مو چې ترې د بې وزلو د بې برخې کولو هوډ کړی و: چې ولې د الله پاکي نه وايئ، او هغه ته توبه نه باسئ؟!.
عربی تفاسیر:
قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
هغوی وويل: زموږ پالونکي لره پاکي ده، بېشکه موږ پر خپلو ځانو ظلم کوونکي وو کله مو چې د خپل باغ له مېوو څخه د بې وزلو د منع کولو هوډ وکړ.
عربی تفاسیر:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟
نو مخ يې را واړولو او د ملامتيا په ډول يې يو پر بل خبرې ورګرځولې.
عربی تفاسیر:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟
د پښېمانتيا له امله يې ويل: های زموږ زيانه، پرته له شکه موږ له بريده اوښتونکي وو چې بې وزله مو يې له حقه ايسارول.
عربی تفاسیر:
عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟
کېدای شي زموږ پالونکی له دغه باغ څخه غوره بدله راکړي، پرته له شکه موږ يوازې يو الله ته ورګرځېدونکي يو، له هغه د بښنې هيله لرو، او ښېګڼه ترې غواړو.
عربی تفاسیر:
كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
همدغه له روزي څخه د بې برخې کولو عذاب غوندې موږ هغه چاته سزا ورکوو چې له موږ سرغړونه کوي او د آخرت عذاب تر دې هم لوی دی که چېرې هغوی يې په سختۍ او دوام پوهېدلای.
عربی تفاسیر:
اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ډاريږي، د خپل پالونکي په وړاندې تلپاتې جنتونه دي چې خوندونه به پکې اخلي، نعمتونه به يې نه ختميږي.
عربی تفاسیر:
اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ
نو آيا موږ به مسلمانان په بدله کې د کافرانو غوندې کړو لکه څنګه چې د مکې مشرکان ګومان کوي؟!.
عربی تفاسیر:
مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
اې مشرکانو تاسو لره څه دي څنګه دا ډول ظالمانه کږه پرېکړه کوئ؟!.
عربی تفاسیر:
اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ
يا له تاسې سره کوم داسې کتاب دی چې د پيروي کوونکي او سرغړوونکي ترمنځ برابري پکې لولئ؟!.
عربی تفاسیر:
اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ
بېشکه تاسې لره په دغه کتاب کې هغه څه دي چې تاسو يې په آخرت کې د ځانونو لپاره غوره کوئ.
عربی تفاسیر:
اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
يا تاسې لره پر موږ داسې په قسمونو ټينګې کړل شوې ژمنې دي چې د هغو د غوښتنو پر بنسټ به تاسو لره هغه څه وي چې د ځانونو لپاره يې پرېکړه کوئ؟!.
عربی تفاسیر:
سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ
اې رسوله! د دغې خبرې له ويناوالو وپوښته: له هغوی کوم يو يې ضامن دی؟!.
عربی تفاسیر:
اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟
يا هغوی لره له الله پرته داسې شريکان دي چې هغوی په بدله کې له مؤمنانو سره برابروي؟! نو خپل دغه شريکان دې راولي که هغوی په هغه څه کې رېښتيني وي چې دعوی يې کوي چې هغوی له مؤمنانو سره په بدله کې برابر دي.
عربی تفاسیر:
یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ
د قيامت په ورځ به سختي څرګنده شي او زموږ پالونکی به خپله (بلا کیف) پنډۍ ښکاره کړي او خلک به سجدې کولو ته وبلل شي چې مؤمن به سجده وکړي، کافران او منافقان به همداسې پاتې شي د سجدې کولو توان به نه لري.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• منع حق الفقير سبب في هلاك المال.
د بې وزله د حق نه ورکول د مال د تباهۍ لامل کيږي.

• تعجيل العقوبة في الدنيا من إرادة الخير بالعبد ليتوب ويرجع.
په دنيا کې د سزا په ورکړه کې بيړه کول د بنده په حق کې د خير اراده ده ترڅو توبه وباسي او رجوع وکړي.

• لا يستوي المؤمن والكافر في الجزاء، كما لا تستوي صفاتهما.
مؤمن او کافر په بدله کې نه سره برابريږي، لکه څنګه يې چې صفتونه نه سره برابريږي.

 
معانی کا ترجمہ سورت: قلم
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں