قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ طارق   آیت:

الطارق

سورہ کے بعض مقاصد:
بيان قدرة الله وإحاطته في خلق الإنسان وإعادته.
د الله د قدرت او د انسان په پيدايښت او بېرته را ګرځولو کې يې د چاپېره کېدو بيان.

وَالسَّمَآءِ وَالطَّارِقِ ۟ۙ
الله پر اسمان لوړه وکړه او پر هغه ستوري يې لوړه وکړه چې د شپې راځي.
عربی تفاسیر:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الطَّارِقُ ۟ۙ
او اې رسوله! تاته څه معلوم دي چې د هغه لوی ستوري شان څه دی؟!.
عربی تفاسیر:
النَّجْمُ الثَّاقِبُ ۟ۙ
هغه داسې ستوری دی چې په خپله زياته رڼا اسمان ځلوي.
عربی تفاسیر:
اِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَیْهَا حَافِظٌ ۟ؕ
هيڅ نفس داسې نشته مګر دا چې الله پر هغو يوه پرېښته ګومارلې ده چې د قيامت په ورځ د حساب لپاره د هغه د اعمالو ساتنه کوي.
عربی تفاسیر:
فَلْیَنْظُرِ الْاِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ ۟ؕ
نو انسان دې فکر وکړي چې الله له څه شي څخه پيداکړی دی، ترڅو د هغه لپاره د الله قدرت او د انسان بې وسي ښکاره شي.
عربی تفاسیر:
خُلِقَ مِنْ مَّآءٍ دَافِقٍ ۟ۙ
الله له داسې ټوپ وهونکو اوبو څخه پيداکړی دی چې په رحم کې تویيږي.
عربی تفاسیر:
یَّخْرُجُ مِنْ بَیْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَآىِٕبِ ۟ؕ
دغه اوبه د سړي د شا له لوی هډوکي او د ښځې د سينې له لوی هډوکي راوځي.
عربی تفاسیر:
اِنَّهٗ عَلٰی رَجْعِهٖ لَقَادِرٌ ۟ؕ
پرته له شکه هغه پاک ذات چې انسان يې له دغو سپکو اوبو پيداکړی هغه يې له مرګ وروسته د حساب او بدلې لپاره پر بېرته ژوندي راپاڅولو هم ځواکمن دی.
عربی تفاسیر:
یَوْمَ تُبْلَی السَّرَآىِٕرُ ۟ۙ
په کومه ورځ چې پټ شيان وازمويل شي، او هغه نيتونه، عقيدې او نور شيان ښکاره شي چې زړونه يې پټوي، نو له هغو څخه ښه له بدو څخه بېل شي.
عربی تفاسیر:
فَمَا لَهٗ مِنْ قُوَّةٍ وَّلَا نَاصِرٍ ۟ؕ
په دغه ورخ به انسان لره نه ځواک وي چې د الله د عذاب مخه پرې ونيسي او نه به مرستندوی وي چې مرسته يې وکړي.
عربی تفاسیر:
وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ۟ۙ
الله پر باران والا اسمان لوړه وکړه، ځکه هغه د اسمان له لوري په بار بار را اوريږي.
عربی تفاسیر:
وَالْاَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ۟ۙ
او پر هغه ځمکه يې لوړه وکړه چې چوي او شينګياوې، مېوې او ونې ترې راوځي.
عربی تفاسیر:
اِنَّهٗ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ۟ۙ
پرته له شکه دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو يوه داسې وينا ده چې د حق او باطل او رېښتيا او ددرواغو ترمنځ پرېکړه کوي.
عربی تفاسیر:
وَّمَا هُوَ بِالْهَزْلِ ۟ؕ
او هغه څه لوبه او باطل نه دی، بلکې هغه رېښتيا او حق دی.
عربی تفاسیر:
اِنَّهُمْ یَكِیْدُوْنَ كَیْدًا ۟ۙ
پرته له شکه د هغه څه درواغ ګڼونکي چې رسول يې ورته ورسره راغلی هغوی زيات چل کوونکي دي ترڅو د هغه بلنه رد او باطله کړي.
عربی تفاسیر:
وَّاَكِیْدُ كَیْدًا ۟ۚۖ
او زه هم د دين د ښکاره کولو او باطل د له منځه وړلو لپاره پلان جوړوم.
عربی تفاسیر:
فَمَهِّلِ الْكٰفِرِیْنَ اَمْهِلْهُمْ رُوَیْدًا ۟۠
نو اې رسوله! دغو کافرانو ته مهلت ورکړه، لږ يې پرېږده، د هغوی د عذاب او تباهۍ بيړه مه کوه.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• تحفظ الملائكة الإنسان وأعماله خيرها وشرها ليحاسب عليها.
پرېښتې انسان او د هغه د ښو او بدو اعمالو ساتنه کوي ترڅو ورسره پرې حساب وشي.

• ضعف كيد الكفار إذا قوبل بكيد الله سبحانه.
د کافرانو د چل کمزورتيا کله چې د الله له تدبير سره پرتله کړل شي.

• خشية الله تبعث على الاتعاظ.
د الله وېره د پند اخېستلو لامل کيږي.

 
معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ طارق
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - ترجمے کی لسٹ

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بند کریں