قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية - رواد * - ترجمے کی لسٹ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ ابراہیم   آیت:

ابراهيم

الٓرٰ ۫— كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— بِاِذْنِ رَبِّهِمْ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ
الر [1]، دا (قراّن) يو كتاب دى چې تا ته مو نازل كړى تر څو خلك د هغوى د رب په اراده له تيارو څخه رڼا ته را وباسې، د ستايل شوي برلاسي الله لارې ته.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
عربی تفاسیر:
اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَوَیْلٌ لِّلْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ شَدِیْدِ ۟ۙ
هغه الله چې د اسمانو او زمكې ټول شته هغه لره دي، او كافرانو لره د سخت عذاب تباهي ده.
عربی تفاسیر:
١لَّذِیْنَ یَسْتَحِبُّوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
هغوى چې پر اخرت باندې د دنيا ژوند خوښوي او د الله لارې نه ايسارول كوي او كوږوالى يې لټوي، هماغه كسان په لرې ګمراهۍ كې دي.
عربی تفاسیر:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهٖ لِیُبَیِّنَ لَهُمْ ؕ— فَیُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
او هيڅ پېغمبر مو د خپل قوم له ژبې پرته په بله نه دى لېږلى تر څو ښه څرګندونه ورته وكړي، نو بيا چې الله وغواړي څوك بې لارې كوي او چا ته سمه لار ښايي او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اَنْ اَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— وَذَكِّرْهُمْ بِاَیّٰىمِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
او شك نشته چې موسى مو له خپلو نښو سره لېږلى و، چې قوم دې له تيارو څخه رڼا ته راوباسه او د الله (عبرتناكې) ورځې وريادې كړه، بې شكه په دې (پېښو) كې هر صبرناك شكر وېستونكي لره خامخا (سترې) نښې دي.
عربی تفاسیر:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ اَنْجٰىكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ وَیُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠
او كله چې موسى خپل قوم ته وويل: پر تاسو د الله هغه نعمت درياد كړئ چې له فرعونیانو يې وژغورلئ، چې تاسو به يې سخت كړولئ، زامن به يې درته حلالول او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې مو د خپل رب له لوري لوى ازميښت و.
عربی تفاسیر:
وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّكُمْ وَلَىِٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِیْ لَشَدِیْدٌ ۟
او كله چې خپل رب مو خبردار كړئ چې كه شكر مو ووېستو نو خامخا به (نعمتونه) در زيات كړم، او كه ناشكري مو وكړه نو بې شکه زما عذاب ډېر سخت دى.
عربی تفاسیر:
وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنْ تَكْفُرُوْۤا اَنْتُمْ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
او كله چې موسى وويل: كه تاسو او څوك چې په زمكه كې دي ټول كافران شي نو بې شكه (بيا هم) الله خامخا بې نيازه ستايل شوى دى.
عربی تفاسیر:
اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۛؕ۬— وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۛؕ— لَا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرَدُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فِیْۤ اَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوْۤا اِنَّا كَفَرْنَا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ وَاِنَّا لَفِیْ شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُوْنَنَاۤ اِلَیْهِ مُرِیْبٍ ۟
اّيا تاسو ته د ړومبنيو خلكو څه خبر ندى راغلى؟ د نوح قوم، عاديان، ثموديان او تر دوى وروسته خلكو چې الله نه پرته بل چا ته ندي معلوم، چې زموږ پېغمبران له څرګندو نښو سره ورغلي وو خو هغوى پر خپلو خولو لاسونه كېښودل او ويل يې چې له كوم پيغام سره تاسو راغلي ياست موږ هغه نه منو او بې شکه موږ د هغه څه په هكله چې تاسو مو وربولئ پرېشانوونكي شك كې يو.
عربی تفاسیر:
قَالَتْ رُسُلُهُمْ اَفِی اللّٰهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَدْعُوْكُمْ لِیَغْفِرَ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُؤَخِّرَكُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— قَالُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ؕ— تُرِیْدُوْنَ اَنْ تَصُدُّوْنَا عَمَّا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا فَاْتُوْنَا بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
پېغمبرانو يې وويل: اّيا په الله كې شك دى چې د اسمانو او زمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته بلنه دركوي چې څه ګناهونه مو درته وبخښي او تر يوې ټاكلې مودې پورې مهلت دركړي، دوى وويل: نه یاست تاسي مګر زموږ په شان بشر ياست، غواړئ له هغه څه مو ايسار كړئ چې زموږ پلرونو یې عبادت کولو، پس يو څرګند دليل خو راته راوړئ.
عربی تفاسیر:
قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ اِنْ نَّحْنُ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَمُنُّ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَمَا كَانَ لَنَاۤ اَنْ نَّاْتِیَكُمْ بِسُلْطٰنٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
پېغمبرانو يې ورته وويل: موږ ستاسو په شان له بشر پرته نور څه نه يو، خو الله چې له خپلو بندګانو هر چا ته وغواړي احسان پرې كوي او دا مو هم په واك كې نده چې د الله له حكمه پرته كوم سند درته راوړو او پر هماغه الله دې مومنان بروسه كوي.
عربی تفاسیر:
وَمَا لَنَاۤ اَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنَا سُبُلَنَا ؕ— وَلَنَصْبِرَنَّ عَلٰی مَاۤ اٰذَیْتُمُوْنَا ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُوْنَ ۟۠
او ولې به پر الله توكل نه كوو حال دا چې هماغه موږ ته د خپلو لارو ښوونه كړې ده او خامخا به صبر كوو پر هغو كړاونو چې تاسو رارسولي او پر الله دې بروسه كوي بروسه كوونكي.
عربی تفاسیر:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِّنْ اَرْضِنَاۤ اَوْ لَتَعُوْدُنَّ فِیْ مِلَّتِنَا ؕ— فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او څوك چې كافران شوي وو خپلو پېغمبرانو ته يې وويل چې موږ به خامخا تاسو له خپلې سيمې وباسو او يا به بېرته زموږ دين ته راګرځئ، نو بيا هغوى ته خپل رب وحي وکړه چې موږ به دا ظالمان خامخا هلاكوو.
عربی تفاسیر:
وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِیْ وَخَافَ وَعِیْدِ ۟
او خامخا به دغه زمكه كې له دوى وروسته تاسو مېشت كړو، دا د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې درېدلو نه وېريږي او زما (د عذاب) له ژمنې وېريږي.
عربی تفاسیر:
وَاسْتَفْتَحُوْا وَخَابَ كُلُّ جَبَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ
او (كافرانو) فيصله وغوښته او هر كبرجن سركښ نامراده شو.
عربی تفاسیر:
مِّنْ وَّرَآىِٕهٖ جَهَنَّمُ وَیُسْقٰی مِنْ مَّآءٍ صَدِیْدٍ ۟ۙ
او له دې وړاندې جهنم دى او د زوو اوبه به ورڅښلى شي.
عربی تفاسیر:
یَّتَجَرَّعُهٗ وَلَا یَكَادُ یُسِیْغُهٗ وَیَاْتِیْهِ الْمَوْتُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَّمَا هُوَ بِمَیِّتٍ ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهٖ عَذَابٌ غَلِیْظٌ ۟
چې په غړپونو به يې څښي او په اسانه به يې تېرولى نه شي او له هرې خوا به مرګ ورته راځي خو دى به مړه كېدونكی نه وي او بيا وړاندې يې يو سخت عذاب دى.
عربی تفاسیر:
مَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ اَعْمَالُهُمْ كَرَمَادِ ١شْتَدَّتْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ یَوْمٍ عَاصِفٍ ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ مِمَّا كَسَبُوْا عَلٰی شَیْءٍ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟
د هغو مثال چې په خپل رب كافران شوي دي، عملونه يې د هغو ايرو په شان دي چې په كومه توپاني ورځ سخته سيلۍ ورباندې راشي، دوى به د خپلو عملونو په هيڅ (ګټه) وس ونشي، همدا (له حقه) لرې ګمراهي ده.
عربی تفاسیر:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۙ
آيا ته نه وينې چې الله اسمانونه او زمكه په حقه پيدا كړي كه هغه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او يو نوى مخلوق به راولي.
عربی تفاسیر:
وَّمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟
او دا خو الله ته هيڅ ګرانه نه ده.
عربی تفاسیر:
وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ جَمِیْعًا فَقَالَ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— قَالُوْا لَوْ هَدٰىنَا اللّٰهُ لَهَدَیْنٰكُمْ ؕ— سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَجَزِعْنَاۤ اَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَّحِیْصٍ ۟۠
او دوى ټول به د الله پر وړاندې ورڅرګند شي نو بيا به كمزوري هغو خلكو ته چې لويي يې كوله ووايي چې موږ خو ستاسو پېروان وو، نو آيا (اوس) تاسو د الله له عذابه څه شي رانه ايسارولى شئ؟ هغوى به ووايي: كه موږ ته الله سمه لار ښوولې وى نو خامخا به مو تاسو ته هم ښوولې وه، (اوس) پر موږ برابره ده، كه څه شور فرياد كوو او يا صبر كوو، هيڅ د خلاصي ځاي مو نشته.
عربی تفاسیر:
وَقَالَ الشَّیْطٰنُ لَمَّا قُضِیَ الْاَمْرُ اِنَّ اللّٰهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُّكُمْ فَاَخْلَفْتُكُمْ ؕ— وَمَا كَانَ لِیَ عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ— فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَلُوْمُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— مَاۤ اَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ ؕ— اِنِّیْ كَفَرْتُ بِمَاۤ اَشْرَكْتُمُوْنِ مِنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او شيطان به ووايي كله چې پرېکړه وكړى شي: بې شكه الله ریښتينې ژمنه درسره كړې وه او ما هم ژمنه كړې وه خو مخالفت مې وكړ، او پر تاسو خو مې څه واكمني نه وه، پرته له دې چې څه ژمنه مې درسره وكړه نو تاسو راسره ومنله نو (اوس) ما مه ګرموئ او خپل ځانونه پړ وګڼئ، (دلته) نه زه ستاسو فرياد ته رسېدلى شم او نه تاسو زما فرياد ته، بې شکه زه له هغه څه منكر يم چې تاسو مخكې شريك ګرځولى وم، د داسې ظالمانو لپاره خامخا دردناك عذاب دى.
عربی تفاسیر:
وَاُدْخِلَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْ ؕ— تَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ ۟
او چا چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي هغوى به د خپل رب په حكم داسې جنتونو ته ننوېستل شي چې ترې لاندې به ويالې بهيږي، تلپاتې په هغو كې، هلته به يې هر كلى د سلامتيا په مباركۍ ويلو سره وشي.
عربی تفاسیر:
اَلَمْ تَرَ كَیْفَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَیِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَیِّبَةٍ اَصْلُهَا ثَابِتٌ وَّفَرْعُهَا فِی السَّمَآءِ ۟ۙ
اّيا ته نه ګورې چې الله د سپېڅلې كلمې مثال څنګه ښودلى؟ لكه يوه ښه ونه چې جرړې يې (په ځمكه كې) خښې وي او څانګې يې تر اّسمانه رسېدلې وي.
عربی تفاسیر:
تُؤْتِیْۤ اُكُلَهَا كُلَّ حِیْنٍ بِاِذْنِ رَبِّهَا ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
چې هر وخت د خپل رب په حكم سره خپلې مېوې راوړي او الله خلكو ته دا مثالونه (ځكه) بيانوي چې ښايي هغوى پند واخلي.
عربی تفاسیر:
وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِیْثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِیْثَةِ ١جْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْاَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ۟
او د ناولې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په شان دى چې د زمكې (له مخ) نه راوېستل شوې او هيڅ کلکوالى يې نه وي.
عربی تفاسیر:
یُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَیُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ ۙ۫— وَیَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ۟۠
الله ايمان راوړونكي هم د دنيا په ژوند كې او هم اّخرت كې په (هماغه) ثابته خبره كلك پاتې كوي او ظالمان (له هغې نه) بې لارې كوي او الله چې څه وغواړي هماغه كوي.
عربی تفاسیر:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ كُفْرًا وَّاَحَلُّوْا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ۟ۙ
اّيا هغه خلك دې وليدل چې د الله نعمت يې په ناشكرۍ بدل كړ او خپل قوم يې هم د هلاكت په كور دېره كړ.
عربی تفاسیر:
جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ؕ— وَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟
جهنم چې ورننوځي به او ډېر بد استوګنځى دى.
عربی تفاسیر:
وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعُوْا فَاِنَّ مَصِیْرَكُمْ اِلَی النَّارِ ۟
او الله لره يې څه سيالان وټاكل تر څو د هغه له لارې يې واړوي، ورته ووايه: مزې كوئ، بې شکه ستاسو ورتګ (اّخر) د اور خوا ته دى.
عربی تفاسیر:
قُلْ لِّعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خِلٰلٌ ۟
زما هغو بندګانو ته ووايه چې ايمان يې راوړی دا چې لمونځ دې ترسره كوي او له هغه څه چې موږ ور په برخه كړي پټ او ښكاره لګښت وكړي، له هغه مخكې چې يوه (داسې) ورځ راشي چې نه پكې خرڅلاو وي او نه كومه دوستي.
عربی تفاسیر:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِیَ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْاَنْهٰرَ ۟ۚ
الله هماغه ذات دى چې اسمانونه او زمكه يې پيدا كړل او له اسمانه يې اوبه نازلې كړې چې بيا يې په هغو سره ستاسو د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راووېستې او ستاسو لپاره يې بېړۍ په كار واچوله چې د هغه په حكم په سمندر كې روانه شي او سيندونه يې (هم) ستاسو لپاره په كار واچول.
عربی تفاسیر:
وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآىِٕبَیْنِ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۟ۚ
او لمر او سپوږمۍ يې درته په كار لګولي چې له قانون سره سم چليږي او (همدارنګه) شپه او ورځ يې په كار درته لګولي.
عربی تفاسیر:
وَاٰتٰىكُمْ مِّنْ كُلِّ مَا سَاَلْتُمُوْهُ ؕ— وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَظَلُوْمٌ كَفَّارٌ ۟۠
او هر څه مو چې وغوښتل هغه يې دركړل او كه تاسو وغواړئ چې د الله نعمتونه وشمېرئ نو شمېرلى يې نه شئ، بې شكه انسان ډېر بې انصافه او نا شكره دى.
عربی تفاسیر:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا الْبَلَدَ اٰمِنًا وَّاجْنُبْنِیْ وَبَنِیَّ اَنْ نَّعْبُدَ الْاَصْنَامَ ۟ؕ
او كله چې ابراهيم وويل: زما ربه! دا يو د امن ښار وګرځوه او ما او زامن مې له دې وساتې چې د بتانو عبادت وکړو.
عربی تفاسیر:
رَبِّ اِنَّهُنَّ اَضْلَلْنَ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ ۚ— فَمَنْ تَبِعَنِیْ فَاِنَّهٗ مِنِّیْ ۚ— وَمَنْ عَصَانِیْ فَاِنَّكَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
زما ربه! دغو (بتانو) خو زياتره خلك بې لارې كړي دي نو څوك چې ما پسې ولاړ هغه زما دى او چا چې زما مخالفت وكړ نو بيا هم ته مهربان بخښونكى يې.
عربی تفاسیر:
رَبَّنَاۤ اِنِّیْۤ اَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ بِوَادٍ غَیْرِ ذِیْ زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِكَ الْمُحَرَّمِ ۙ— رَبَّنَا لِیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ فَاجْعَلْ اَفْىِٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِیْۤ اِلَیْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَشْكُرُوْنَ ۟
زموږ ربه! بې شكه ما خپله ځينې اولاده په يو بې كښته ناو كې ستا د عزتمند كور خواته مېشت كړې ده، زموږ ربه! دا د دې لپاره چې دوى لمونځ ترسره كړي نو د خلكو زړونه د دوى په طرف وهڅوه او د هر ډول مېوو نه روزي وركړې چې دوى شكر وباسي.
عربی تفاسیر:
رَبَّنَاۤ اِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِیْ وَمَا نُعْلِنُ ؕ— وَمَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ۟
زموږ ربه بې شکه تا ته هغه هم معلوم دي چې موږ يې پټوو او هغه څه هم چې څرګندوو يې او الله نه هيڅ شى نه په زمكه پټېډى شي او نه په اسمان كې.
عربی تفاسیر:
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ وَهَبَ لِیْ عَلَی الْكِبَرِ اِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَسَمِیْعُ الدُّعَآءِ ۟
هغه الله لره ستاينه ده چې بوډا توب كې يې اسماعيل او اسحاق (زامن) راكړل، بې شکه رب مې خامخا د دعا اورېدونكى دى.
عربی تفاسیر:
رَبِّ اجْعَلْنِیْ مُقِیْمَ الصَّلٰوةِ وَمِنْ ذُرِّیَّتِیْ ۖۗ— رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَآءِ ۟
زما ربه! ما (هم) ښه لمونځ كونكى وګرځوې او له اولادې مې هم (داسې خلك پيدا كړه) زموږ ربه! او دعا مو قبوله كړې.
عربی تفاسیر:
رَبَّنَا اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ یَوْمَ یَقُوْمُ الْحِسَابُ ۟۠
زموږ ربه! ما ته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې او مومنانو ته، هغه ورځ چې حساب قائميږي.
عربی تفاسیر:
وَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ غَافِلًا عَمَّا یَعْمَلُ الظّٰلِمُوْنَ ؕ۬— اِنَّمَا یُؤَخِّرُهُمْ لِیَوْمٍ تَشْخَصُ فِیْهِ الْاَبْصَارُ ۟ۙ
او هيڅكله الله د ظالمانو له هغو عملونو بې خبره مه ګڼه چې دوى يې كوي، بې شکه خبره دا ده چې هغې ورځې ته يې ځنډوي چې سترګې به وركې رډې پاتې شي.
عربی تفاسیر:
مُهْطِعِیْنَ مُقْنِعِیْ رُءُوْسِهِمْ لَا یَرْتَدُّ اِلَیْهِمْ طَرْفُهُمْ ۚ— وَاَفْـِٕدَتُهُمْ هَوَآءٌ ۟ؕ
نېغ سرونه به (بلونکي لور ته ذلیله) ځغلي، سترګې به يې نه رپيږي، او زړونه به یې تش وي.
عربی تفاسیر:
وَاَنْذِرِ النَّاسَ یَوْمَ یَاْتِیْهِمُ الْعَذَابُ فَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رَبَّنَاۤ اَخِّرْنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ؕ— اَوَلَمْ تَكُوْنُوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِّنْ زَوَالٍ ۟ۙ
او له هغې ورځې دا خلك ووېروه چې عذاب ورته راځي نو چا چې ظلم كړى وي هغوى به وايي: زموږ ربه! موږ تر يوې لنډې مودې پورې وځنډوه چې ستا بلنه ومنو او د پېغمبرانو پېروي وكړو، (ورته وبه ويل شي) آيا تاسو به قسمونه نه كول چې موږ هيڅ زوال نه لرو.
عربی تفاسیر:
وَّسَكَنْتُمْ فِیْ مَسٰكِنِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَتَبَیَّنَ لَكُمْ كَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْاَمْثَالَ ۟
او حال دا چې تاسو د هماغو خلكو په كليو كې اوسېدلئ چې پر خپلو ځانو يې ظلم كړى و او (دا هم) درته څرګنده شوه چې موږ له هغوى سره څه وكړل او (ډېر) مثالونه مو درته بيان كړي وو.
عربی تفاسیر:
وَقَدْ مَكَرُوْا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللّٰهِ مَكْرُهُمْ ؕ— وَاِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُوْلَ مِنْهُ الْجِبَالُ ۟
او خامخا هغوى خپلې دسيسې په كار واچولې خو الله سره يې هم د چلونو ځواب و، او چلونه خو يې څه داسې نه وو چې غرونه بې ځايه كړي.
عربی تفاسیر:
فَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ مُخْلِفَ وَعْدِهٖ رُسُلَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟ؕ
نو هيڅكله الله د خپلو پېغمبرانو سره د ژمنې ماتوونكى ونه ګڼې، بې شكه الله برلاسى بدل اخيستونكى دى.
عربی تفاسیر:
یَوْمَ تُبَدَّلُ الْاَرْضُ غَیْرَ الْاَرْضِ وَالسَّمٰوٰتُ وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟
هغه ورځ چې زمكه او اسمانونه به بدل كړى شي او ټول خلك به يو غالب الله ته ورڅرګند حاضر شي.
عربی تفاسیر:
وَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ مُّقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟ۚ
او په هغه ورځ به مجرمان ووینې چې په زولنو كې تړل شوي وي.
عربی تفاسیر:
سَرَابِیْلُهُمْ مِّنْ قَطِرَانٍ وَّتَغْشٰی وُجُوْهَهُمُ النَّارُ ۟ۙ
كميسونه به يې د تاركولو وي او پر مخونو به يې اور خپرېدونكى وي.
عربی تفاسیر:
لِیَجْزِیَ اللّٰهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
تر څو هر كس ته الله د خپل عمل بدله وركړي، بې شكه الله زر حساب كوونكى دى.
عربی تفاسیر:
هٰذَا بَلٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِیُنْذَرُوْا بِهٖ وَلِیَعْلَمُوْۤا اَنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّلِیَذَّكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠
دا د ټولو خلكو لپاره يو پيغام دى او د دې لپاره دى چې پرې خبردار كړى شي او په دې پوه شي چې بې شکه معبود يو دى او د عقلونو خاوندان پند واخلي.
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: سورۂ ابراہیم
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - الترجمة البشتوية - رواد - ترجمے کی لسٹ

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى لغة البشتو ترجمها فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع إسلام هاوس IslamHouse.com.

بند کریں