Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ * - ترجمے کی لسٹ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

معانی کا ترجمہ سورت: فرقان   آیت:
وَلَا یَاْتُوْنَكَ بِمَثَلٍ اِلَّا جِئْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاَحْسَنَ تَفْسِیْرًا ۟ؕ
او (د دې لپاره هم چې) هغوى كه تا ته هر ډول مثال (يا پوښتنه) راوړي، موږ يې سم ځواب او غوره بيان درته راوړو.
عربی تفاسیر:
اَلَّذِیْنَ یُحْشَرُوْنَ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ اِلٰی جَهَنَّمَ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠
هغه كسان چې پړمخې به د جهنم اور ته ورغونډيږي، په ډېر ناوړه دريځ او ډېره غلطه لار كې دي.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهٗۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ وَزِیْرًا ۟ۚۖ
او موسى ته مو كتاب وركړ او له هغه سره مو ورور يې هارون ورته مرستيال وګرځولو.
عربی تفاسیر:
فَقُلْنَا اذْهَبَاۤ اِلَی الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— فَدَمَّرْنٰهُمْ تَدْمِیْرًا ۟ؕ
بيا مو ورته وويل: دواړه هغو خلكو ته ورشئ چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، چې بيا مو هغه خلك يو مخ تباه كړل.
عربی تفاسیر:
وَقَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَجَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟ۚۙ
او د نوح قوم چې کله رسولان درواغجن وبلل نو غرق مو كړل او د خلكو لپاره مو نښانه وګرځول او موږ ظالمانو ته دردناك عذاب چمتو كړى.
عربی تفاسیر:
وَّعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَاَصْحٰبَ الرَّسِّ وَقُرُوْنًا بَیْنَ ذٰلِكَ كَثِیْرًا ۟
او عاديان، ثموديان، د كوهي خاوندان او د دې په منځ منځ كې ډېر ولسونه (مو تباه کړل).
عربی تفاسیر:
وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْاَمْثَالَ ؗ— وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِیْرًا ۟
او هغوى هر يوه ته موږ بېلګې (دلايل) بيان كړي وو او بيا مو هر يو تباه برباد كړل.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ اَتَوْا عَلَی الْقَرْیَةِ الَّتِیْۤ اُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ؕ— اَفَلَمْ یَكُوْنُوْا یَرَوْنَهَا ۚ— بَلْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ نُشُوْرًا ۟
او پر هغه كلي خو هغوى خامخا تېر شوي چې ډېر بد باران پرې اورول شوى و، آيا هغه يې نه و ليدلى؟ بلكى هغوى د بيا راژوندي كېدو هيله نه لري.
عربی تفاسیر:
وَاِذَا رَاَوْكَ اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ بَعَثَ اللّٰهُ رَسُوْلًا ۟
او كله چې هغوى تا وويني؛ نو ملنډې درپورې وهي، چې آيا دا هماغه كس دى چې الله د رسول په توګه رالېږلى؟
عربی تفاسیر:
اِنْ كَادَ لَیُضِلُّنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا لَوْلَاۤ اَنْ صَبَرْنَا عَلَیْهَا ؕ— وَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ حِیْنَ یَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟
دغه خو نږدې موږ له خپلو معبودانو اړولي وو، كه چېرې پرې ټينګ شوي نه واى! او هغوى چې کله عذاب وويني؛ نو زر به پوه شي چې څوك له لارې ډېر اوښتی و.
عربی تفاسیر:
اَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ ؕ— اَفَاَنْتَ تَكُوْنُ عَلَیْهِ وَكِیْلًا ۟ۙ
آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوس يې ځان ته معبود ګرځولى؟ آيا ته د هغوى ساتونكى (يا ذمه وار) يې؟
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: فرقان
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز رواد الترجمہ گروپ نے جمعیۃ الدعوۃ‘ ربوہ اور جمعیۃ خدمۃ المحتوى الاسلامی باللغات کے تعاون سے ترجمہ کیا۔

بند کریں