Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ * - ترجمے کی لسٹ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

معانی کا ترجمہ سورت: نساء   آیت:
وَاللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْكُمْ ۫— وَیُرِیْدُ الَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الشَّهَوٰتِ اَنْ تَمِیْلُوْا مَیْلًا عَظِیْمًا ۟
او الله غواړي چې په رحمت سره در باندې را وګرځي او هغه كسان چې په خپلو نفسي غوښتنو پسې ځي، غواړي چې تاسو ډېر زيات كاږه شئ.
عربی تفاسیر:
یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّخَفِّفَ عَنْكُمْ ۚ— وَخُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفًا ۟
الله غواړي چې له تاسو نه (بنديزونه) سپك كړي او انسان خو پيدا شوى دى كمزورى.
عربی تفاسیر:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِّنْكُمْ ۫— وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا ۟
ای مومنانو! مالونه مو خپلوكې په ناروا مه خورئ مګر دا چې ستاسو د خوښې كومه سودا وي، او خپل ځانونه مه وژنئ (كفر يا ګناه مه كوئ) بې شكه الله خو پر تاسو ډېر مهربان دى.
عربی تفاسیر:
وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ عُدْوَانًا وَّظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِیْهِ نَارًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟
او څوك چې په تېري او ظلم سره دا كاركوي، زر به يې اور ته ننباسو، او دا خو الله ته اسانه ده.
عربی تفاسیر:
اِنْ تَجْتَنِبُوْا كَبَآىِٕرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُّدْخَلًا كَرِیْمًا ۟
كه له هغو لويو (بديو) چې ترې منع شوي ياست، ډډه وکړئ نو واړه ګناهونه به مو ورژوو او د ننوتلو پتمن ځاى ته به مو داخل كړو.
عربی تفاسیر:
وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللّٰهُ بِهٖ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوْا ؕ— وَلِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ؕ— وَسْـَٔلُوا اللّٰهَ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟
او د هغه شي ارمانونه (هيلې) مه كوئ چې الله ستاسو ځينو ته پر ځينو زياتى وركړى، سړيو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده او ښځو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده، او الله نه د هغه لورينه وغواړئ يقيناً الله په هرڅه ښه پوه دى.
عربی تفاسیر:
وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِیَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ ؕ— وَالَّذِیْنَ عَقَدَتْ اَیْمَانُكُمْ فَاٰتُوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا ۟۠
او هر چا ته مو د هغه څه لپاره وارثان ټاكلي چې مور، پلار او خپلوانو پريښي او هغوى ته يې هم خپله برخه وركړئ چې لوړې (قسمونه) مو ورسره كړي، بې شكه الله په هر څه شاهد دى.
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: نساء
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - مرکز رواد الترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز رواد الترجمہ گروپ نے جمعیۃ الدعوۃ‘ ربوہ اور جمعیۃ خدمۃ المحتوى الاسلامی باللغات کے تعاون سے ترجمہ کیا۔

بند کریں