Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: بقرہ   آیت:
وَمَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ نَّفَقَةٍ اَوْ نَذَرْتُمْ مِّنْ نَّذْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُهٗ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ ۟
تاسو چې هر خیرات کړی او یا مو نذر منلی نو بې شکه چې الله ته معلوم دی او د ظالمانو هیڅ ملاتړ نشته.
عربی تفاسیر:
اِنْ تُبْدُوا الصَّدَقٰتِ فَنِعِمَّا هِیَ ۚ— وَاِنْ تُخْفُوْهَا وَتُؤْتُوْهَا الْفُقَرَآءَ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— وَیُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِّنْ سَیِّاٰتِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
که تاسې خیرات ښکاره کړئ، ښه کار دی، او که پټ په پټه یې مسکینانو ته ورکړئ نو دا ستاسې لپاره ‌ډیر غوره دی، او الله به ستاسې ګناهونه وبښي، او څه چې تاسې کوئ الله پرې ښه خبر دی.
عربی تفاسیر:
لَیْسَ عَلَیْكَ هُدٰىهُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ فَلِاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْنَ اِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ اللّٰهِ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ یُّوَفَّ اِلَیْكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ ۟
ای محمده! دا ستا په غاړه نه ده چې هرو، مرو به ورته هدایت کوې، دا د الله کار دی چې چا ته یې اراده وشي هدایت ورته کوي، او تاسې چې څه خیراتوئ د خپلو ځانو د ګټې لپاره یې کوئ او خیرات خو تاسې هسې هم د الله له مخه ورکوئ او چې څه مو خیرات کړل نو بدل به یې پرته له دې چې تیری درسره وشي پوره درکړل شي.
عربی تفاسیر:
لِلْفُقَرَآءِ الَّذِیْنَ اُحْصِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ضَرْبًا فِی الْاَرْضِ ؗ— یَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ اَغْنِیَآءَ مِنَ التَّعَفُّفِ ۚ— تَعْرِفُهُمْ بِسِیْمٰىهُمْ ۚ— لَا یَسْـَٔلُوْنَ النَّاسَ اِلْحَافًا ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ ۟۠
خیرات هغو مسکینانو ته ورکړئ چې د الله په لار کې مشغول وي، او نشي کولای چې په ځمکه کې ( د کار او کسب لپاره) وګرځي، له دې کبله چې له سوال څخه ډډه کوي نو ناخبره خلک پرې د مالدارو خیال کوي ته به یې د څیرو او مخونو له نښو څخه پيژنې، له خلکو څخه ټینګ او تړلی سوال نه کوي، او هر هغه مال چې تاسې خیرات کړ الله جل جلاله ته ښه معلوم دی.
عربی تفاسیر:
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ؔ
هغو کسانو ته چې خپل مالونه شپه او ورځ پټ او ښکاره د الله په لار کې مصرفوي د هغوی د رب په وړاندې پوره اجر او ثواب دی ، نه به پرې ډار وی او نه به غمجن کیږي.
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: بقرہ
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - سرفراز - ترجمے کی لسٹ

قرآن کریم کے معانی کا پشتو ترجمہ مولوی جانباز سرفراز نے کیا

بند کریں