Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - ابو زکریا * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: فاطر   آیت:
وَالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِعِبَادِهٖ لَخَبِیْرٌ بَصِیْرٌ ۟
35-31 او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
عربی تفاسیر:
ثُمَّ اَوْرَثْنَا الْكِتٰبَ الَّذِیْنَ اصْطَفَیْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۚ— فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— وَمِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ ۚ— وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَیْرٰتِ بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟ؕ
35-32 بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبى كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى
عربی تفاسیر:
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ۚ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟
35-33 د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي، دوى به په دغو (جنتونو) كې د سرو زرو په بنګړو سره او په ملغلرو سره زیور دار (اراسته) كولى شي او د دوى جامې به په دغو (جنتونو) كې ورېښم وي
عربی تفاسیر:
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ ؕ— اِنَّ رَبَّنَا لَغَفُوْرٌ شَكُوْرُ ۟ۙ
35-34 او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى
عربی تفاسیر:
١لَّذِیْۤ اَحَلَّنَا دَارَ الْمُقَامَةِ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— لَا یَمَسُّنَا فِیْهَا نَصَبٌ وَّلَا یَمَسُّنَا فِیْهَا لُغُوْبٌ ۟
35-35 هغه (الله) چې مونږ ته يې له خپله فضله د اوسېدنې كور ته راوستو، چې مونږ ته په دغو كې نه څه تكلیف رارسېږي او نه مونږ ته په دغو كې ستوماني رارسېږي
عربی تفاسیر:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ نَارُ جَهَنَّمَ ۚ— لَا یُقْضٰی عَلَیْهِمْ فَیَمُوْتُوْا وَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمْ مِّنْ عَذَابِهَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ كُلَّ كَفُوْرٍ ۟ۚ
35-36 او هغه كسان چې كافران شوي دي، د دوى لپاره د جهنّم اور دى، په دوى به نه ( د بل مرګ) فیصله كېږي، پس چې دوى مړه شي او نه به له دوى نه د دغه (جهنّم) له عذاب نه كمى كولى شي، همداسې مونږ هر ډېر ناشكره ( بې ایمانه) ته بدله وركوو
عربی تفاسیر:
وَهُمْ یَصْطَرِخُوْنَ فِیْهَا ۚ— رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ ؕ— اَوَلَمْ نُعَمِّرْكُمْ مَّا یَتَذَكَّرُ فِیْهِ مَنْ تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ النَّذِیْرُ ؕ— فَذُوْقُوْا فَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟۠
35-37 او دوى به په دغه (دوزخ) كې چغې سورې وهي، (وايي به:) اى زمونږه ربه! ته مونږ راوباسه، مونږ به نېك عمل وكړو غیر له هغه عمل نه چې مونږ به كاوه، او ایا مونږ تاسو ته دومره عمر نه و دركړى چې په هغه كې پند اخلي هر هغه څوك چې پند اخيستل غواړي، او تاسو ته وېروونكى هم راغلى و، نو تاسو (اوس عذاب) وڅكئ، پس د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته
عربی تفاسیر:
اِنَّ اللّٰهَ عٰلِمُ غَیْبِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
35-38 بېشكه چې الله د اسمانونو او ځمكې د غیبو عالم دى، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه پوهېدونكى دى
عربی تفاسیر:
 
معانی کا ترجمہ سورت: فاطر
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - پشتو ترجمہ - ابو زکریا - ترجمے کی لسٹ

ابو زکریا عبد السلام نے اس کا ترجمہ کیا۔

بند کریں