Check out the new design

Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Қуръон Каримнинг мухтасар тафсирининг паштунча таржимаси * - Таржималар мундарижаси


Маънолар таржимаси Сура: Ҳуд   Оят:
وَیَصْنَعُ الْفُلْكَ ۫— وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَیْهِ مَلَاٌ مِّنْ قَوْمِهٖ سَخِرُوْا مِنْهُ ؕ— قَالَ اِنْ تَسْخَرُوْا مِنَّا فَاِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُوْنَ ۟ؕ
نوح عليه السلام د خپل پالونکي امر ومانه، د کښتۍ جوړول يې پيل کړل، هر ځلې به چې د قوم لويان او سرداران يې پرې تېرېدل ملندې به يې پرې وهلې، د کښتۍ جوړولو له امله يې، حال دا چې په ځمکه کې يې نه اوبه شته او نه نهرونه، خو کله چې د هغوی ملنډې وهل زيات شول؛ نو ورته يې وويل: که نن ورځ تاسو ای اشرافو! پر موږ ملنډې وهئ چې کښتۍ جوړوو، خو موږ به ستاسو د ناپوهۍ له امله پرتاسو ملنډې وهو کله چې مو امر د ډوبېدو وشي.
Арабча тафсирлар:
فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۙ— مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
ژر به پوه شئ چې په دنيا کې چاته سزا راځي چې رسوا او سپک به يې کړي او د قيامت په ورځ تلپاتې نه پرې کېدونکې سزا به پرې نازله شي.
Арабча тафсирлар:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّوْرُ ۙ— قُلْنَا احْمِلْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَاَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ اٰمَنَ ؕ— وَمَاۤ اٰمَنَ مَعَهٗۤ اِلَّا قَلِیْلٌ ۟
نوح عليه السلام د هغې کښتۍ جوړول پای ته ورسول چې الله يې د جوړولو امر ورته کړی و، تر دې چې زموږ لخوا د هغوی د تباهۍ امر راغی، د طوفان د پيل د اعلان په ډول له هغه تنوره اوبه را وخوټې دې چې پخلی يې پرې کولو، موږ نوح عليه السلام ته وويل: د ځمکې پر مخ له هر ډول څارويو څخه يوه جوړه: نر او ښځه کښتۍ ته پورته کړه، خپله کورنۍ دې پورته کړه پرته له هغه چا چې په اړه يې پرېکړه شوې چې ډوبېدونکی به وي، ځکه چې ايمان نه راوړي اوله قوم څخه دې هغه خلک درسره پورته کړه چې ايمان راوړی، له هغه سره يې له قومه ايمان نه ور اوړی مګر لږ شمېر په دومره اوږده موده کې چې هغه پکښې تېره کړه، هغوی پر الله ايمان راوړلو ته رابلل.
Арабча тафсирлар:
وَقَالَ ارْكَبُوْا فِیْهَا بِسْمِ اللّٰهِ مَجْرٖىهَا وَمُرْسٰىهَا ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او نوح عليه السلام د خپلې کورنۍ او قوم هغو خلکو ته وويل چې ايمان يې راوړی و: کښتۍ ته پورته شئ، د الله په نوم به د کښتۍ تګ وي او د هغه په نوم به يې درېدل وي، بېشکه پالونکی مې له خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی او د هغه له لورېينې څخه داده چې مؤمنان يې له تباهۍ وژغورل.
Арабча тафсирлар:
وَهِیَ تَجْرِیْ بِهِمْ فِیْ مَوْجٍ كَالْجِبَالِ ۫— وَنَادٰی نُوْحُ ١بْنَهٗ وَكَانَ فِیْ مَعْزِلٍ یّٰبُنَیَّ ارْكَبْ مَّعَنَا وَلَا تَكُنْ مَّعَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
او کښتۍ چې خلک او نور شيان پکښې وو د غره په شان لويه څپه کې روانه وه، د پلارولۍ د زړه سوي له امله نوح عليه السلام خپل کافر زوی ته آواز وکړ، په داسې حال کې چې له پلار او قوم څخه يې بېل په يو ځای کې و: ای بچوړیه زموږ سره په کښتۍ کې سپور شه تر څو له ډوبېدو وژغورل شې، له کافرانو سره مه کېږه، چې د ډوبېدو تباهي به درته ورسيږي کومه چې هغوی ته رسيږي.
Арабча тафсирлар:
قَالَ سَاٰوِیْۤ اِلٰی جَبَلٍ یَّعْصِمُنِیْ مِنَ الْمَآءِ ؕ— قَالَ لَا عَاصِمَ الْیَوْمَ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ اِلَّا مَنْ رَّحِمَ ۚ— وَحَالَ بَیْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِیْنَ ۟
د نوح زوی نوح عليه السلام ته وويل: ژر ده چې لوړ غره ته به پناه يوسم، تر څو ماته د اوبو رسېدلو مخه ونيسي، نوح عليه السلام خپل زوی ته وويل: نن ورځ د الله د سزا په وړاندې چې په طوفان کې ډوبېدل دي کوم خنډ نشته، مګر همغه مهربان الله پاک چې په خپله لورېينه چاته وغواړي له ډوبېدو يې ژغوري، د نوح او کافر زوی تر منځ يې څپې بېلوالی راوستی او زوی يې په طوفان له ډوبېدونکو څخه شو د خپل کفر له امله.
Арабча тафсирлар:
وَقِیْلَ یٰۤاَرْضُ ابْلَعِیْ مَآءَكِ وَیٰسَمَآءُ اَقْلِعِیْ وَغِیْضَ الْمَآءُ وَقُضِیَ الْاَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَی الْجُوْدِیِّ وَقِیْلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
د طوفان له پای ته رسېدلو وروسته الله ځمکې ته وويل: ای ځمکې! له طوفانه چې کومې اوبه درباندې دي هغه وڅښه، او آسمان ته يې وويل: ای آسمانه! بند شه او باران مه وروه، اوبه کمې شوې آن تردې چې ځمکه وچه شوه، الله کافران تباه کړل، کښتۍ په جودي نومي غره ودرېده او وويل شول: لرې والی او تباهي ده هغه قوم لره چې په کفر سره د الله له پولو اوښتونکي دي.
Арабча тафсирлар:
وَنَادٰی نُوْحٌ رَّبَّهٗ فَقَالَ رَبِّ اِنَّ ابْنِیْ مِنْ اَهْلِیْ وَاِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَاَنْتَ اَحْكَمُ الْحٰكِمِیْنَ ۟
نوح عليه السلام خپل پالونکي ته د مرسته غوښتونکي په توګه آواز وکړ: ای زما پالونکيه! زما زوی زما له کورنۍ څخه دی چې تا يې د ژغورنې ژمنه کړې ده او ستا ژمنه داسې رښتيا ده چې په هغې کې خلاف نشته او ته ترټولو پرېکړه کوونکو زيات عادل او تر ټولو زيات پوه يې.
Арабча тафсирлар:
Ушбу саҳифадаги оят фойдаларидан:
• بيان عادة المشركين في الاستهزاء والسخرية بالأنبياء وأتباعهم.
پر انبياء عليهم السلام او د هغوی په پيروانو د ملنډو او مسخرو کې د مشرکانو د عادت بيان.

• بيان سُنَّة الله في الناس وهي أن أكثرهم لا يؤمنون.
د خلکو په اړه د الله د سنت (لارې) بيان چې ډېری يې ايمان نه راوړي.

• لا ملجأ من الله إلا إليه، ولا عاصم من أمره إلا هو سبحانه.
د الله پر وړاندې له هغه پرته هيڅ پناه ځای نشته، او د هغه پاک ذات له امر څخه هيڅ ساتونکی نشته.

 
Маънолар таржимаси Сура: Ҳуд
Суралар мундарижаси Бет рақами
 
Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Қуръон Каримнинг мухтасар тафсирининг паштунча таржимаси - Таржималар мундарижаси

Тафсир маркази томонидан нашр этилган.

Ёпиш