Check out the new design

Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Қуръон Каримнинг мухтасар тафсирининг паштунча таржимаси * - Таржималар мундарижаси


Маънолар таржимаси Сура: Юсуф   Оят:
وَمَاۤ اُبَرِّئُ نَفْسِیْ ۚ— اِنَّ النَّفْسَ لَاَمَّارَةٌ بِالسُّوْٓءِ اِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
د عزيز مېرمنې خپله خبره په دې ويلو اوږده کړه: زه خپل نفس د ناروا له ارادې پاک نه ګڼم، نه مې په دې د خپل نفس د پاکوالي اراده کړې ده، ځکه دانساني نفس شان دا دی چې په ناروا ډېر امرکوونکی دی، هغه څه ته د ورکوږوالي له امله چې غواړي يې او له هغه څخه د راګرځېدلو د سختوالي له امله، مګر له انسانانو چې پر چا الله رحم کړی وي، هغه يې په ناروا له امر کولو ساتلی وي، بېشکه زما پالونکی بښونکی دی هغه چا لره چې له بندګانو يې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.
Арабча тафсирлар:
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖۤ اَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِیْ ۚ— فَلَمَّا كَلَّمَهٗ قَالَ اِنَّكَ الْیَوْمَ لَدَیْنَا مَكِیْنٌ اَمِیْنٌ ۟
پاچا هغه مهال چې د يوسف بې ګناهي څرګنده شوه او پرې پوه شو خپلو مرستندويانو ته وويل: هغه ماته راولئ، زه يې د ځان لپاره ځانګړی کوم، نو هغوی راوستلو، کله يې چې خبرې ورسره وکړې او هغه ته يې پوهه او هوښيارتيا ښکاره شول، هغه ته يې وويل: پرته له شکه اې يوسفه ته نن زموږ په وړاندې د مرتبې، عزت او باور څښتن وګرځېدې.
Арабча тафсирлар:
قَالَ اجْعَلْنِیْ عَلٰی خَزَآىِٕنِ الْاَرْضِ ۚ— اِنِّیْ حَفِیْظٌ عَلِیْمٌ ۟
يوسف پاچا ته وويل: د مصر په ځمکه کې د مال او غلو د زېرمو ساتنه ماته را وسپاره، بېشکه زه باوري خزانچي، پوه او د هغه په اړه ځيرک يم چې پرې ګومارل کېږم.
Арабча тафсирлар:
وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ ۚ— یَتَبَوَّاُ مِنْهَا حَیْثُ یَشَآءُ ؕ— نُصِیْبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَّشَآءُ وَلَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
لکه څرنګه مو چې د يوسف په بې ګناهۍ او له زندانه په خلاصون احسان وکړ، پر هغه مو په مصر کې د ځای په ورکړه احسان وکړ، هر چېرې چې وغواړي تګ راتګ کوي؛ موږ چې له خپلو بندګانو چاته په دنيا کې وغواړو خپله لورېينه ورکوو، د نېکانو بدله نه ضايع کوو، بلکې هغه ته يې پرته له کمښته ورپوره کوو.
Арабча тафсирлар:
وَلَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟۠
د الله هغه بدله چې په آخرت کې يې چمتو کړې ده د دنيا له بدلې غوره ده د هغوکسانو لپاره چې پر الله يې ايمان راوړی او ترې وېريږي د هغه د حکمونو په پرځای کولو اوله نواهيوو يې په ډډه کولو سره.
Арабча тафсирлар:
وَجَآءَ اِخْوَةُ یُوْسُفَ فَدَخَلُوْا عَلَیْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟
د يوسف وروڼه له خپلو پیسو سره د مصر ځمکې ته راغلل، پر هغه ورننوتل، يوسف وپېژندل چې ورونه يې دي، هغوی ونه پېژانده چې هغه يې ورور دی، د مودې د اوږدوالي او د هغه د حالت د بدلون له امله، ځکه کوم وخت چې هغوی په څاه کې واچاوه هغه ماشوم و.
Арабча тафсирлар:
وَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُوْنِیْ بِاَخٍ لَّكُمْ مِّنْ اَبِیْكُمْ ۚ— اَلَا تَرَوْنَ اَنِّیْۤ اُوْفِی الْكَیْلَ وَاَنَا خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟
او کله يې چې هغوی ته کومه غله او توښه ورکړل چې ترې غوښتل يې، هغه وويل وروسته له دې چې هغوی خبرکړ چې دوی يو پلارنی ورور لري له پلار سره يې پرېښی دی: ستاسو پلارنی ورور ماته راولئ، يو اوښ بار به در زيات کړم، آيا تاسو نه وينئ چې زه پېمانه پوره کوم، کموم يې نه؛ او زه تر ټولو مېلمه پالو غوره يم.
Арабча тафсирлар:
فَاِنْ لَّمْ تَاْتُوْنِیْ بِهٖ فَلَا كَیْلَ لَكُمْ عِنْدِیْ وَلَا تَقْرَبُوْنِ ۟
که چېرې مو رانه ووست، ستاسو درواغ څرګندشول په دغه دعوی کې چې ستاسو يو پلارنی ورور شته؛ نو هيڅکله به تاسو ته غله در پېمانه نکړم او زما ښار ته مه را نېږدې کېږئ.
Арабча тафсирлар:
قَالُوْا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ اَبَاهُ وَاِنَّا لَفٰعِلُوْنَ ۟
وروڼو يې په دې ويلو ځواب ورکړ: له پلاره به يې وغواړو، په دې کې به کوښښ وکړو او موږ پرته له کمۍ د هغه څه کوونکي يو چې امر دې راته پرې وکړ.
Арабча тафсирлар:
وَقَالَ لِفِتْیٰنِهِ اجْعَلُوْا بِضَاعَتَهُمْ فِیْ رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَعْرِفُوْنَهَاۤ اِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
يوسف خپلو کار کوونکو ته وويل: د هغوی پيسې بېرته ورکړئ تر څو د تلو په وخت هغوی پوه شي، چې موږ ترې څه ندي اخېستي او دغه به يې بيا راوستلو ته اړ کړي، چې ورور به يې هم ورسره وي، تر څو هغوی د يوسف لپاره خپله رېښتينولي ثابته کړي او هغه ترې پيسې قبولې کړي.
Арабча тафсирлар:
فَلَمَّا رَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْهِمْ قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَیْلُ فَاَرْسِلْ مَعَنَاۤ اَخَانَا نَكْتَلْ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟
کله چې يې پلار ته را وګرځېدل او د يوسف لخوا يې د خپل درناوي کيسه ورته بيان کړه ويې ويل: ای زموږ پلاره له موږ څخه پېمانه وګرځول شوه، که مو له ځان سره خپل ورور بو نه تی! نو له موږ سره يې ولېږه، بېشکه که يې را سره ولېږې خوراکي توکي به را پېمانه کړو او موږ تاته د هغه د ساتنې ټينګه ژمنه درکوو ترڅو تاته روغ راوګرځي.
Арабча тафсирлар:
Ушбу саҳифадаги оят фойдаларидан:
• من أعداء المؤمن: نفسه التي بين جنبيه؛ لذا وجب عليه مراقبتها وتقويم اعوجاجها.
د مؤمن له دښمنانو:هغه نفس دی چې د خپلو دواړو اړخونو ترمنځ يې دی؛ نو د هغه څارنه او د کوږوالي سموالی يې پرې لازم دی.

• اشتراط العلم والأمانة فيمن يتولى منصبًا يصلح به أمر العامة.
د پوهې او امانت د شتون شرط په هغه چا کې چې په داسې دنده ګومارل کيږي چې د عامه چارو د سمون لپاره وي.

• بيان أن ما في الآخرة من فضل الله، إنما هو خير وأبقى وأفضل لأهل الإيمان.
د دې خبرې بيان چې په آخرت کې د الله لخوا پېرزوينه د مؤمنانو لپاره خیر، پاتې کېدونکې او غوره ده.

• جواز طلب الرجل المنصب ومدحه لنفسه إن دعت الحاجة، وكان مريدًا للخير والصلاح.
د يو چا لخوا د دندې د غوښتلو رواوالی او د ځان ستاينه که چېرې اړتيا وي او هغه د خير او سمون غوښتونکی وي.

 
Маънолар таржимаси Сура: Юсуф
Суралар мундарижаси Бет рақами
 
Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Қуръон Каримнинг мухтасар тафсирининг паштунча таржимаси - Таржималар мундарижаси

Тафсир маркази томонидан нашр этилган.

Ёпиш