Check out the new design

Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз * - Таржималар мундарижаси


Маънолар таржимаси Сура: Муҳаммад   Оят:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَتَمَتَّعُوْنَ وَیَاْكُلُوْنَ كَمَا تَاْكُلُ الْاَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ۟
بې شکه الله به هعه کسان چې ایمان يي راوړی او نیکې کړنې يې خپلې کړي هغو جنتونو ته ننه باسي چې لاندې به ترې ویالې روانې وي. او کافران د دنیا مزې اخلي او د څارویو په شان خوراک څښاک کوي، د هغوی اخرنی هستوګنځی اور دی.
Арабча тафсирлар:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ هِیَ اَشَدُّ قُوَّةً مِّنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ ۚ— اَهْلَكْنٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ۟
ای پیغمبره! خورا ډیر کلي وو چې ستا د هغه کلي نه ډیر پیاوړي وو چې ته يي ایستلی يې مونږ ټول له مینځه یوړل او هیڅ څوک يې ملاتړ نه وو.
Арабча тафсирлар:
اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ كَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
ایا هغه څوک چې د خپل رب له لورې په سمه روښانه لار روان وي د هغه چا په شان دی چې بدی کړنې يې ورته ښایسته ښکاره شوي. او دخپلې هوا او هوس پسې روان وي؟
Арабча тафсирлар:
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— فِیْهَاۤ اَنْهٰرٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۚ۬— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّی ؕ— وَلَهُمْ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَسُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ ۟
هغه جنت چې له پرهیزګارانو سره يې وعده شوې په دې ډول به وي: د صافو بدلیدونکو اوبو ویالې به پکې روانې او د هغو شیدو ویالې به پکې بهیږي چې په خوند کې يي هیڅ بدلون نه وي راغلی او هم به پکې د څښونکو لپاره د خونده ورو شرابو ویالې او د صافو کړو شوو شاتو نهرونه، هر ډول میوی او ددې له پاسه به د رب له لورې بښنه وي( ایا ددې جنت څښتن) د هغه چا په شان کیدای شي چې تل به په اور کې وي. په داسې خوټیدلو اوبو به خړوبولای شي چې کولمې به يې پرې کوي؟
Арабча тафсирлар:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ اٰنِفًا ۫— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
په دوی کې داسې خلک هم شته چې تاته غوږ نیسي خو چې کله ستا له مجلس نه بیرون ولاړ شي، نو بیا له هغو خلکو نه چې د علم لورینه پرې شوې پوښتنه کوي چې: دا اوس لږ وړاندې بیغمبر څه ویل؟ دا هغه کسان دي چې الله يې پر زړونو مهر لګولی او د خپلو خواهشاتو پسې زغلي.
Арабча тафсирлар:
وَالَّذِیْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًی وَّاٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ ۟
او چا چې سمه لار میندلې الله يې لا پسې هدایت ډیروي او لا يې پرهیزګاران کوي.
Арабча тафсирлар:
فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً ۚ— فَقَدْ جَآءَ اَشْرَاطُهَا ۚ— فَاَنّٰی لَهُمْ اِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرٰىهُمْ ۟
ایا هغوی ددې انتظار باسي چې قیامت ورته ناببره راشي؟ نښې يې راغلي دي. او چې په خپله قیامت راشي نو بیا به د هغوی لپاره د پند اخیستلو زمینه له کومه شي؟
Арабча тафсирлар:
فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوٰىكُمْ ۟۠
نو اې پیغمبره! پوه شه چې پرته له یو الله نه بل هیڅ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او د مؤمنانو سړیو او مؤمنو ښځو لپاره بښنه وغواړه الله ته ستاسې ټولې هلې ځلې او د تل اوسیدنې ځاې ښه معلوم دی.
Арабча тафсирлар:
 
Маънолар таржимаси Сура: Муҳаммад
Суралар мундарижаси Бет рақами
 
Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз - Таржималар мундарижаси

Мавлавий Жонбоз Сарфроз таржимаси

Ёпиш