Check out the new design

Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз * - Таржималар мундарижаси


Маънолар таржимаси Сура: Моида   Оят:
وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْكِتٰبِ اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَاَدْخَلْنٰهُمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
که د کتاب خاوندانو ایمان راوړی او پرهیزګاري یې خپله کړی وای نو ګناهونه به یې مونږ رژولي او خامخا به مو د نعمتونو جنتونو ته داخل کړي وای.
Арабча тафсирлар:
وَلَوْ اَنَّهُمْ اَقَامُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ مِّنْ رَّبِّهِمْ لَاَكَلُوْا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ ؕ— مِنْهُمْ اُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
او که هغوی په رښتینې توګه په تورات، انجیل او هغه قران چې اوس ورته د رب له لورې نازل شوی دی عمل کړی وای نو له بره به یې هم خوړلې او له ښکته به هم ورته روزي راټوکیدلې وای ځینې یې منصف خو ډیره برخه یې د بدو کړنو څښتنان دي.
Арабча тафсирлар:
یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— وَاِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
ای رسوله! هغه څه خلکو ته ورسوه چې ستا درب له لورې پر تا نازل شوي دي او که دا کار دی ونه کړ نو د رب پیغام دې په بشپړه توګه ونه رساوه او الله پاک دې له خلکو څخه ژغوري بې شکه چې الله پاک نه منونکي قوم ته لار نه ښايي.
Арабча тафсирлар:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَسْتُمْ عَلٰی شَیْءٍ حَتّٰی تُقِیْمُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَلَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۚ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
( ای محمده!) ووایه چې ای د کتاب څښتنانو! تاسې هیڅ نه یاست تر څو تورات، انجیل او هغه څه چې د رب له لورې درته نازل شوي دي په بشپړه توګه په خپل مینځ کې ودروئ خو بې پرې خبره همدا ده چې ستا د رب له لورې نازل کړای شوي څیزونه به د هغوی د ډیرو سرغړونه او نه منل لا پسې زیات او تیز کړي نو ته پر نه منونکي قوم مه غمجن کیږه.
Арабча тафсирлар:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـُٔوْنَ وَالنَّصٰرٰی مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
بې له شکه په مؤمنانو، یهودیانو ستورو بلونکو او عیسویانو کې چې هر چا په الله او د قیامت په ورځ ایمان راوړ او نیک کارونه یې وکړل نو په هغوی به هیڅ ډار نه وي او نه به غمجن شي.
Арабча тафсирлар:
لَقَدْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ رُسُلًا ؕ— كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُهُمْ ۙ— فَرِیْقًا كَذَّبُوْا وَفَرِیْقًا یَّقْتُلُوْنَ ۟ۗ
مونږ له بنې اسرائیلو نه پخه وعده اخیستې او استازي مو هم ورلیږلي وو خو چې کله هم د الله استازي د هغوی د هیلو پر خلاف خبره وروړې نو ځینې استازي يې درواغجن ګڼلي او ځینې نور یې وژل.
Арабча тафсирлар:
 
Маънолар таржимаси Сура: Моида
Суралар мундарижаси Бет рақами
 
Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз - Таржималар мундарижаси

Қуръон Карим маъноларининг паштунча таржимаси

Ёпиш